د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۰

د زهرو کاروان

د کابل پولیسو پنځه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول

د کابل پولیسو پنځه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول.

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، د اسد د میاشتې په اتمه نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په پنځمه او اتمه ناحیه کې پنځه کسان په داسې حال کې نیولي چې لس کیلو ګرامه هیروئین، پنځه کیلو ګرامه چرس، نیم کیلو ګرامه شیشه او د دې موادو تر څنګ يې لږې وسلې او مهمات هم نيولي دي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ولایت د امنیې قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې لس تنه نيولي چې نشه يي مواد يې د پرچون په بڼه خرڅول.

د نشه يي موادو د قاچاق د ۲۸ کسانو دوسیې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي

د نشه يي موادو د قاچاقو په تور د نږدې دېرشو کسانو دوسیې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي دي.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ادارو (۲۸) کسان د نشه يي موادو د (۲۳) پېښو په تور نیولي او بيا يې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي چې په دې ډله کې یوه ښځه هم ده.

دغه ډول د دې مرکز محکمو په خپلو قضايي غونډو کې د نشه يي موادو پر ځینو قاچاق کوونکو باندې حکمونه هم صادر کړي دي.

ده وویل: په دې ډله کې يو لوی قاچاق کوونکی هم شامل دی، دا هغه قاچاق کوونکی دی چې د افغانستان په شمال کې يې د قاچاق کوونکو د يوې ډلې مشري کوله، دې قاچاق کوونکي به په بدخشان کې نشه يي مواد رانيول او بيا به يې په نورو ولايتونو کې خرڅول.

د ننګرهار پولیسو ۳ کسان د نشه يي موادو په تور ونیول

ارشیف
ارشیف

د ننګرهار ولايت پولیسو درې کسان څه د پاسه څلوېښتو کیلو ګرامو نشه يي موادو په تور ونیول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په اتمه نېټه د دوو بېلابېلو عملیاتو په نتيجه کې په بهسودو او غني خېلو ولسوالیو کې (۴۴) کیلو ګرامه چرس ونیول چې په دوو کورونو کې پټ کړل شوي او یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

په یوه بله پېښه کې د ننګرهار ولايت پولیسو هغه تښتېدلی قاچاق کوونکی نیولی چې پولیسو له ډېره وخته راهيسې څاره.

په نیمروز کې پولیسو ۶۹ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

په نیمروز ولایت کې پولیسو څه د پاسه شپېته کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د اسد د میاشتې په څلورمه نېټه (۶۹) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول چې لس کیلو ګرامه هیروئین، ۱۲ کیلو ګرامه کرسټال، څه د پاسه (۱۳) کیلو ګرامه ښیښه، (۲۳) کیلو ګرامه تاریاک او (۱۱) کیلو ګرامه کېمیاوي مواد پکې شامل وو.

په پام کې وه چې دا نشه يي مواد له هېواده بهر قاچاق شي.

د دې نشه يي موادو د قاچاق په تور یو موټرچلوونکی هم نیول شوی دی.

د لوګر پولیسو څه د پاسه ۱۷۰ کیلو نشه يي مواد ونیول

د لوګر ولایت پولیسو څه د پاسه (۱۷۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سرطان د میاشتې په ۳۰مه نېټه د التمور په سیمه کې له قاچاق کوونکو سره وسله واله نښته کړې او په نتیجه کې یې (۳۷۸) کیلو ګرامه چرس نیولي چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

د نشه يي موادو قاچاق کوونکي د پېښې له ځایه څخه تښتېدلي او د قاچاق په تور څوک نه دي نیول شوي.

د ننګرهار پولیسو په بېلابېلو پېښو کې ۳۵۰ کیلو نشه يي مواد ونیول

آرشیف
آرشیف

د ننګرهار ولایت پولیسو په درېيو بېلابېلو پېښو کې (۳۵۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په لومړۍ نېټه په بټي کوټ، بهسودو، کامې، غني خېلو او سره رود ولسوالیو کې څه د پاسه (۳۵۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې ګاونډیو ولایتونو ته قاچاق کېدل.

د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور نهه کسان هم نیول شوي دي.

په کندز کې څه د پاسه دوه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

آرشیف
آرشیف

په کندز ولایت کې څه د پاسه دوه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کندز ولایت د مېوې په سرای کې (۲۷۰) کیلو ګرامه چرس ونیول چې د مېوو په کرېټونو کې پټ کړل شوي او له هېواده دباندې قاچاق کېدل.

ده وویل: دا چرس پولیسو ونیول چې په یوه باروړونکي موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې له کندز ولایت څخه یې کابل ته قاچاق کړي، پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور موټر چلوونکی هم نیولی او دوسیه یې د څېړنې په حال کې ده.

په هند کې دوه افغانان د مخدره موادو د قاچاق په تور ونیول شول

په هند کې دوه افغانان د پنځوسو کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د هند له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو رسنیو ته وویل: د اسد د میاشتې په درېيمه نېټه دوه افغانان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې (۵۰) کیلو ګرامه هیروئین د مېوې په کارتنونو کې د پاکستان د واګې بندر له لارې د هند اتاري تجارتي بندر ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېره اوونۍ کې د جمعې په ورځ هم دوه افغانان د هند په اتاري تجارتي بندر کې د يو سلو پنځوسو کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق په تور نیول شوي وو.

د کابل پولیسو ۱۷ کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور ونیول

د کابل پولیسو ۱۷ کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور ونیول.

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په اتو امنیتي حوزو، ده سبز او بګرامیو ولسوالیو کې له پرچون خرڅوونکو سره نږدې لس کیلو ګرامه نشه مواد نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې پولیسو په ده سبز او بګرامیو ولسوالیو کې د عملیاتو په نتیجه کې د نشه يي موادو دوه زېرمې موندلي او د دې زېرمو خاوندان يې هم نيولي دي.

پولیسو په فراه کې ۱۸۰ ټنه نشه يي او کېمیاوي مواد ونیول

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قطعې پولیسو په فراه ولایت کې ۱۸۰ ټنه نشه يي او کېمیاوي مواد ونیول.

د فراه د والي ویاند طارق بارکزي ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات چې د سرطان د میاشتې په ۲۱مه نېټه د دې ولایت د بکوا ولسوالۍ په دوو کلیو کې د نشه يي موادو پر کارخانو او زېرمو باندې وشول، په نتیجه کې یې ۱۸۰ ټنه هیروئین، ښيښه، چرس او کېمیاوي مواد ونیول شول.

ده وویل: دا کارخانې د دولت د مخالفو وسله والو ډلو په واک کې وې، دوی د دې کارخانو له لارې تر لاسه شويو پيسو باندې وسلې او مهمات رانیسي او د نشه يي موادو سوداګري کوي، د دولت د وسله والو مخالفینو ډله د فراه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نشه يي مواد راټولوي او تر پروسس وروسته یې د نیمروز له لارې ایران ته قاچاق کوي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې وسله وال طالبان د دې کارخانو امنیت ساتي او د دې عملیاتو پر مهال پولیسو څه اندازه نظامي مهمات او وسلې هم نيولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG