د زهرو کاروان
په ننګرهار کې څه د پاسه شپېته کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه شپېته کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل: له نشه یي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د سنبلې د میاشتې په شپږمه نېټه په روداتو او خوګیاڼو ولسواليو کې عملیات وکړل.
د دې عملياتو په نتیجه کې یې څه د پاسه (۶۶) کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.
د دې پېښې په تور څلور تنه نیول شوي دي.
پولیسو په کابل کې څه د پاسه زر لیټره الکولي مشروبات ونیول
پولیسو په کابل ښار کې څه د پاسه زر لیټره الکولي مشروبات ونیول.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سنبلې د میاشتې په پنځمه نېټه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شرابو په یوه کارخانه کې (۵۵۰) لېټره الکولي مشروبات او (۴۸۰) لېټره وراسته شوي کشمش نیولي دي.
پولیسو دا کارخانه ویجاړه کړې او د الکولي مشروباتو په تور یې درې کسان هم نیولي دي.
موحد: عدلي او قضايي مرکز ته څه د پاسه څلوېښت دوسیې لېږل شوي
عدلي او قضايي مرکز ته څه د پاسه څلوېښت دوسیې لېږل شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو په څو ولایتونو کې د (۳۴) پېښو په تور (۴۴) کسان نیولي او دوسیې یې عدلي او قضايي مرکز ته استولي دي.
ښاغلی موحد وايي چې عدلي او قضايي مرکز څو نورې دوسې هم څېړلي او مجرمین یې په جزا محکوم کړي دي.
دی وایي: په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاق د (۲۲) پېښو په تور (۲۹) کسان د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو له دوو څخه نیولې بیا تر (۱۵) کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.
له نیول شویو تورنو کسانو څخه اتو تنو یې غوښتل چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې هند ته هیروئین او ښیښه قاچاق کړي.
په هلمند کې د پاسه درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي
د هلمند ولایت پولیسو د نشه يي موادو له قاچاقو کوونکو سره تر وسله والې نښتې وروسته څه د پاسه درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په (۲۸) نېټه په نهرسراج ولسوالۍ کې د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره د نښتې په نتیجه کې (۲۲۸) کیلو ګرامه چرس او (۷۹) کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
که څه هم نشه يي مواد نيول شوي، خو قاچاق کوونکي يې د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
د تخار ولایت پولیسو څه د پاسه پنځوس کیلو ګرامه هیروئین نیولي
د تخار ولایت پولیسو څه د پاسه پنځوس کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي.
د تخار امنیه قوماندان حشمت الله رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په (۲۷) نېټه په خواجه غار ولسوالۍ کې (۵۱) کیلو او شپږ سوه ګرامه هیروئین په داسې حال کې ونیول چې په دوو موټرو کې پټ کړل شوي وو.
د دې موادو د قاچاق په تور دواړه موټرچلوونکي هم نیول شوي دي.
امنیتي ځواکونو په جوزجان کې سلګونه کیلو ګرامه خاشخاش ونیول
امنیتي ځواکونو په جوزجان ولایت کې سلګونه کیلو ګرامه خاشخاش ونیول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د جوزجان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د پل خراسان په سیمه کې په یوه باروړونکي موټر کې (۱۱۱) کیلو ګرامه خاشخاش ونیول چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.
د دې موادو د قاچاق په تور موټرچلوونکی هم نیول شوی دی.
پولیسو لسګونه کیلو نشه يي مواد ننګرهار ته د قاچاق پرمهال ونیول
پولیسو لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد د هېواد له شماله ننګرهار ولایت ته د قاچاق پرمهال ونیول.
د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو په جبل السراج ولسوالۍ کې (۳۰۰) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې د ډبرو د سکرو په موټر کې پټ کړل شوي او قاچاق کوونکو غوښتل چې دا مواد د هېواد له شماله ننګرهار ولایت ته قاچاق کړي.
د دې پېښې په تور موټر چلوونکی او ورسره بل کس هم نیول شوی چې له نيول کېدو سره سم عدلي او قضايي ادارې ته معرفي شوي دي.
له بغلانه بلخ ته د ۶۰ کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه
له بغلان ولایت څخه بلخ ته د شپېتو کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، په ايبک ښار کې ۶۰ کیلو ګرامه تاریاک هغه مهال د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې له بغلانه د سمنګان ولایت له لارې بلخ ته قاچاق کېدل.
د دې موادو د قاچاق په تور یو تن هم نیول شوی دی.
د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هڅه کوي چې بامیان د لارې په توګه وکاروي
د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هڅه کوي چې بامیان ولایت د هېواد جنوب او شمال ته د نشه يي موادو د قاچاق د لارې په توګه وکاروي.
د بامیان د والي ویاند عبدالرحمن احمدي وايي، د نشه يي موادو قاچاق کوونکي کوښښ کوي چې نشه يي مواد د بامیان له لارې د هېواد له جنوب څخه شمال او له شمال څخه جنوب ته قاچاق کړي چې یو شمېر قاچاق کوونکي د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي هم دي.
دی وایي: د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هڅه کوي چې نشه يي مواد له بېلابېلو لارو څخه قاچاق کړي چې ښايي له دې لارو څخه یوه يې هم د بامیان ولایت وي، خو زموږ امنیتي ځواکونه ډېر فعال دي، برياوې هم لري او د نشه يي موادو د کښت، قاچاق او استعمال پر خلاف مبارزه کوي.
د دې ولایت پولیسو په شېبر ولسوالۍ کې (۱۶) کیلو ګرامه تاریاک نیولي چې په پام کې وه د افغانستان په شمال کې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق شي.
په زابل کې څه د پاسه ۵۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په زابل ولایت کې څه د پاسه (۵۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۳مه نېټه د کلات ښار ته د ننوتو په دروازه کې له یوه باروړونکي موټر څخه ۵۲ کیلو ګرامه ښیښه تر لاسه کړې چې له هېواده بهر قاچاق کېده او په دې تور یې موټر چلوونکی هم نیولی دی.