د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۴

د زهرو کاروان

په ننګرهار ولایت کې نږدې اویا کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

آرشیف
آرشیف

په ننګرهار ولایت کې نږدې اویا کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د سرخ رود ولسوالۍ پولیسو (۳۱) کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې د تلاشۍ پر مهال ونیول.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې (۳۷) کیلو ګرامه تاریاک ونیول چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

د نشه يي موادو د قاچاق په تور دوه موټر چلوونکي هم نیول شوي دي.

د نشه يي موادو د قاچاق په تور د ۳۱ کسانو دوسیې تر څېړنې لاندي دي

آرشیف
آرشیف

د نشه يي موادو د قاچاق په تور څه د پاسه (۳۰) کسانو دوسیې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوې دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په اتو ولایتونو کې د (۲۲) پېښو په تړاو یې د (۳۱) کسانو دوسیې عدلي او قضايي مرکز ته لېږلې دي.

په نیول شویو تورنو کسانو کې نهو تنو یې غوښتل چې نشه يي مواد په خپلو خېټو کې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې له هېواد څخه د باندې قاچاق کړي.

په پنجشېر کې څه د پاسه سل کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

په پنجشېر ولایت کې څه د پاسه سل کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د پنجشېر ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د خِنج ولسوالۍ استخباراتي کارکوونکو د سنبلې د میاشتې په ۱۸مه نېټه (۱۰۹) کیلو او (۵۰۰) ګرامه چرس ونیول چې په یوه هایلکس موټر کې یې کابل ته قاچاق کول.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه کسان نیول شوي چې له نيولو سره سم عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

د جوزجان پولیسو نشه يي مواد او لسګونه لیټره شراب ونیول

آرشیف
آرشیف

د جوزجان ولایت پولیسو نږدې څلوېښت کیلو ګرامه نشه يي مواد او لسګونه لیټره شراب ونیول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سنبلې د میاشتې په ۱۹مه نېټه د جوزجان ولایت په سلطانکوټ سیمه کې (۳۷) کیلو ګرامه تاریاک ونیول چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

په یوه بله پېښه کې پولیسو د شبرغان ښار د استوګنې په یوه کور کې (۵۳۵) لیټره شراب ونیول.

د دې موادو د ساتنې او قاچاقو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.

پولیسو په څو ولایتونو کې شااوخوا لس قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په څو ولایتونو کې څه د پاسه لس قاچاق کوونکي او نشه يي موادو خرڅوونکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات چې د سنبلې د میاشتې په دوولسمه نېټه په اوو ولایتونو کې وشول، په نتیجه کې یې (۱۴) قاچاق کوونکي او واړه خرڅوونکي ونیول شول، له دوی سره (۷۳) کیلو ګرامه چرس، هیروئین، ښیښه او تاریاک هم نیول شوي دي.

نیول شوي کسان له نشه يي موادو سره یو ځای د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

په کابل کې ۱۳ تنه د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور ونيول شول

په کابل ولایت کې (۱۳) تنه ونيول شول چې نشه يي مواد يې د پرچون په بڼه خرڅول.

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د سنبلې د میاشتې په ۱۳مه نېټه د کابل ښار په اوومه او یوولسمه ناحیه او دغه ډول پغمان ولسوالۍ کې دیارلس تنه ونيول چې نشه يي مواد يې د پرچون په بڼه خرڅول.

له دې کسانو سره نږدې لس کیلو ګرامه نشه يي مواد هم نیول شوي دي.

ده وویل: نیول شوي کسان هغه څوک دي چې په ښار کې ګرځېدل راګرځېدل او نشه يي مواد به یې خرڅول او یا یې د نشه موادو د خرڅلاو لپاره ثابت ځایونه درلودل، له دې کسانو سره نشه يي مواد نیول شوي، خپله دوی او دوسيې يې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه یوه تن غوښتل د کابل نظارت خانې ته په ډوډۍ کې هيروئين انتقال کړي.

په ننګرهار کې پولیسو پنځوس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

په ننګرهار ولایت کې پولیسو په دوو عملیاتو کې پنځوس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل، لومړي عملیات چې د سنبلې د میاشتې په لسمه په جلال اباد ښار کې وشول، په نتیجه کې یې (۴۷) کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول.

په دوهمو عملیاتو کې چې په سرخ رود ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې پولیسو (۱۳) کیلو ګرامه چرس ونیول چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور درې تنه هم نیول شوي دي.

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ۴ تنه د مخدره موادو په قاچاق ونیول شول

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر
د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې څلور تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د حامد کرزي د هوايي ډګر سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، دا څلور کسان چې په بېلا بېلو پېښو کې نیول شوي، غوښتل یې چي څه د پاسه دوه کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه په خپلو خېټو کې هند او دُبۍ ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې (۱۲) کسان نیول شوي چې هند، دُبۍ او سعودي عربستان ته یې نشه يي مواد قاچاق کول.

د نشه يي موادو پر کارخانو او زېرمو ۷۵ ځلې عملیات شوي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو پر کارخانو او زېرمو باندې څه د پاسه اویا عملیات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي مواد سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو تېره اوونۍ په شپږو ولایتونو کې (۷۵) عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو په ګډون څو قاچاق کوونکي هم ونیول.

ده وویل: په دې عملیاتو کې پولیسو د (۳۷۷) کیلو ګرامه نشه يي مواد نيولي او په دې تور يې (۹۱) کسان نیولي چې یو يې پولیس او دوه يې ښځې دي.

د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو له غزني ښار څخه (۱۵۰) معتادین را ټول او د درملنې لپاره یې روغتونونو ته ورمعرفي کړل.

په بغلان کې څه د پاسه دېرش کیلو ګرامه چرس ونیول شول

د بغلان ولایت پولیسو په دوو بېلابېلو عملیاتو کې څه د پاسه دېرش کیلو ګرامه چرس ونیول.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل: پولیسو په لومړۍ پېښه کې د سنبلې د میاشتې په پنځمه نېټه په پلخمري ښار کې (۳۰) کیلو ګرامه چرس ونیول.

دغه ډول پولیسو په دوهمه پېښه کې د دې ولایت په خوست ولسوالۍ کې اووه کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه باروړونکي موټر کې له دې ولایت څخه دباندې قاچاق کېدل.

پولیسو په دې تور موټر چلوونکی هم نیولی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG