د زهرو کاروان
د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د هیروئینو ۴ قاچاق کوونکي ونیول شول
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې څلور قاچاق کوونکي د هیروئینو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا څلور کسان په داسې حال کې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ونیول شول چې په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې یې درې کیلو ګرامه هیروئین قاچاق کول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د درې میاشتني راپور پر اساس په تېرو درېيو مياشتو کې (۵۵) نور کسان هم نیول شوي چې د هوايي ډګرونو له لارې یې بهر ته نشه يي مواد قاچاق کول.
د نشه يي موادو د قاچاق په تور څوارلس کسان ونیول شول
د هېواد په درېیو هوايي ډګرونو کې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور څوارلس کسان ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل: دا څوارلس کسان په څلورو بېلا بېلو پېښو کې ونیول شول چې غوښتل یې په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې د حامد کرزي، کندهار او هرات هوايي ډګرونو له لارې هند ته هيروئين قاچاق کړي، له دوی څخه په مجموعي ډول شپږنیم کیلوګرامه هیروئین هم نیول شوي دي.
په دې وروستیو کې قاچاق کوونکي هڅه کوي چې د هوايي ډګرونو له لارو هند ته نشه يي مواد قاچاق کړي.
پولیسو په څو ولایتونو کې شااوخوا ۴ ټنه نشه يي مواد ونیول
له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په څو ولایتونو کې څو ټنه نشه يي مواد ونیول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر اساس په کابل، ننګرهار، لوګر، نیمروز، فراه او هېواد په ځینو سیمو کې عملیات وشول.
دی وایي: (۷۹) عملیات وشول چې په نتیجه کې یې څه د پاسه څلور ټنه نشه يي مواد ونیول شول. دغه ډول د نشه يي موادو د قاچاقو او ساتنې په تور (۹۵) کسان هم ونیول شول چې یو يې پولیس و.
تورن کسان د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
د نیمروز پولیسو څه د پاسه اتیا کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول
د نیمروز پولیسو څه د پاسه اتیا کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول.
د نیمروز ولایت امنیه قوماندان الله داد فدايي ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په زرنج ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په یوه باروړونکي موټر کې (۸۰) کیلو ګرامه تاریاک نیولي چې له هېواد څخه دباندې قاچاق کېدل.
دغه ډول په دې اوونۍ کې د نیمروز ولایت پولیسو د نشه يي موادو د وړو خرڅوونکو پر خلاف عملیات کړي چې په نتیجه کې یې پنځه کسان له نشه يي موادو سره یوځای نیولي دي.
په سمنګان کې نږدې ۵۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په سمنګان ولایت کې نږدې پنځوس کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د سمنګان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ایبک ښار کې د یوه باروړونکي موټر د تلاشۍ پر مهال (۴۰) کیلوګرامه تاریاک، (۹) کیلو او (۷۰۰) ګرامه چرس ونیول.
دا مواد په بغلان ولایت کې په موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې د سمنګان ولایت له لارې یې بلخ ته قاچاق کړي. په دې تور درې کسان هم نیول شوي دي.
په ننګرهار کې څه د پاسه دوه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه دوه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند اتل مبارز ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د سنبلې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د جلال اباد ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې (۲۲۶) کیلو ګرامه هیروئین او چرس ونیول.
دغه ډول پولیسو په روداتو ولسوالۍ کې په یوه موټر کې د تلاشۍ پر مهال (۴۷) کیلو ګرامه چرس او (۱۵) کیلو ګرامه هیروئین ونیول.
د دې موادو د قاچاق او ساتلو په تور شپږ کسان هم نيول شوي دي.
په سرپل کې څه د پاسه یو نیم ټن نشه يي مواد وسوځول شول
په سرپل ولایت کې څه د پاسه یو نیم ټن نشه يي مواد وسوځول شول.
د سرپل ولایت امنیه قوماندان جیلاني ابوبکر د نشه يي موادو د سوځولو پر مهال رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د تېر یوه کال په بهیر کې په څو ولسوالیو کې څه د پاسه یو نیم ټن نشه يي مواد لکه هیروئین، ښیښه، تاریاک، چرس او شراب نیولي دي.
ده وویل: موږ (۱۹) واړه او لوی قاچاق کوونکي نیولي او د دوی دوسیې مو د یو نیم ټن نشه يي موادو له اسنادو سره یوځای عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
له قاچاق کوونکو سره یو شمېر وسلې او موټرونه هم نیول شوي او عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
په نیمروز کې۳۰ کیلو نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره یوځای نیول شوي
د نیمروز ولایت پولیسو نږدې (۳۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو او خرڅوونکو سره یوځای نیولي دي.
د نیمروز ولایت امنیه قوماندان الله داد فدايي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د دې ولایت په کنګ ولسوالۍ کې (۲۵) کیلو ګرامه زېرمه شوي تاریاک ونیول، خو د دې پېښې په تور يې څوک نه دي نیولي.
دغه ډول د نیمروز ولایت پولیسو په زرنج ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پنځه خرڅوونکي له څلور کیلو ګرامه نشه يي موادو سره یو ځای نیولي دي.
د کابل پولیسو د شرابو یوه کارخانه ویجاړه کړې
د کابل پولیسو د شرابو یوه کارخانه ویجاړه کړې او د دې تر څنګ يې د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور څه د پاسه لس کسان هم نیولي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سنبلې د میاشتې په ۲۵مه نېټه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شرابو یوه کارخانه ویجاړه کړه او له دې کارخانې څخه يې ۱۵۶ لیټره شراب هم ترلاسه کړل.
ښاغلي فردوس زیاته کړه چې پولیسو په څو نورو بېلابېلو عملیاتو کې د کابل ښار له څو ناحیو څخه د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور دیارلس کسان نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي دي.
په کابل کې څه د پاسه دوه سوه معتادین د درملنې مرکز ته انتقال شول
له کابل ښار څخه څه د پاسه دوه سوه معتادین را ټول او د درملنې مرکز ته انتقال شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د سنبلې د میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل ښار له پنځو ناحیو څخه (۲۱۰) معتادین را ټول او د درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته يووړل شول.
د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پیل څخه بیا تر اوسه پورې دا شپږم ځل دی چې له کابل ښار څخه معتادین را ټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته وړل کېږي.