د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۸

د زهرو کاروان

په کابل ښار کې څه د پاسه پنځوس لېټره شراب ونیول شول

ارشیف
ارشیف

په کابل ښار کې څه د پاسه پنځوس لېټره شراب ونیول شول.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د میزان د میاشتې په ۲۳مه نېټه په بېلابېلو عملیاتو کې د کابل ولایت په دوهمه ناحیه او بګراميو ولسوالۍ کې (۵۰) لېټره شراب، یو کیلو ګرام هیروئین او یو کیلو چرس ونیول.

د دې موادو د خرڅلاو په تور د یوې ښځې په ګډون څلور کسان هم نیول شوي دي.

د نیمروز پولیسو څه د پاسه۳۰ کیلو ګرامه کېمیاوي نشه يي مواد ونیول

د نیمروز ولایت پولیسو څه د پاسه (۳۰) کیلو ګرامه کېمیاوي نشه يي مواد ونیول.

د نیمروز ولایت امنیه قوماندان الله داد فدايي ازادي راډیو ته وویل: په زرنج ښار کې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په نتيجه کې په یوه بار وړونکي موټر کې څه د پاسه دېرش کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه درې کیلو ګرامه هیروئین ونیول.

په دې عملیاتو کې یو لوی قاچاق کوونکی هم نیول شوی چې له ډېرې مودې راهيسې د پولیسو له خوا څارل کېده.

په ننګرهار کې څه د پاسه درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

ارشیف
ارشیف

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې پولیسو د میزان د میاشتې په ۲۳مه نېټه د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې په یوه کرولا موټر کې (۱۲۰) کیلو ګرامه چرس ونیول.

په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د جلال آباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د استوګنې په یوه کور کې (۱۸) کیلو ګرامه هیروئین او (۵) کیلو ګرامه شیشه ونیول.

د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور څلور کسان هم نیول شوي دي.

 په بدخشان کې ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول

په بدخشان ولایت کې (۳۰) کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: دا (۳۰) کیلو ګرامه هیروئین په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې له درایم ولسوالۍ څخه یې ارګو ولسوالۍ ته قاچاق کړي.

د دې موادو په شک موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

په ننګرهار کې څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

آرشیف
آرشیف

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه څلوېښت کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې د میزان د میاشتې په ۱۵مه نېټه پولیسو د جلال اباد ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې د استوګنې په یوه کور کې څه د پاسه شپږ کیلو ګرامه هیروئین او (۳۰) کیلو ګرامه چرس نيولي دي، دغه ډول پولیسو په دوهمه پېښه کې په غني خېلو ولسوالۍ کې څه د پاسه پنځه کیلو ګرامه هیروئین او نږدې څلور کیلو ګرامه چرس ونیول.

د دې موادو د ساتنې او قاچاق په شک څلور کسان نیول شوي دي.

د نیمروز چارواکي: په تېرو ۴ میاشتو کې ۱۵۵ قاچاق وړونکي نیول شوي

آرشیف
آرشیف

په نیمروز ولایت کې څه د پاسه (۱۵۰) قاچاق کوونکي او سلګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي.

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احسان الله احسان د میزان د میاشتې په ۱۶مه نېټه رسنیو ته وویل چې دوی په تېرو څلورو میاشتو کې (۲۱۷) کیلو ګرامه هیروئین، (۱۵۲۴) کیلو ګرامه تاریاک، (۹۳) کیلو ګرامه چرس، (۳۱۱) لېټره شراب او څه د پاسه لس کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه لس زره لېټره کېمیاوي مواد نیولي دي.

دی وایي: د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو (۱۶۴) دوسیې لرو او (۱۵۵) مشکوک کسان مو هم نیولي چې د دوی په اړه نورې څېړنې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې نیول شوي نشه يي او کېمیاوي مواد له افغانستانه د باندې د قاچاق کېدلو پر مهال نیول شوي دي.

په جوزجان کې څلوېښت کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

آرشیف
آرشیف

په جوزجان ولایت کې څلوېښت کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د میزان د میاشتې په ۱۴مه نېټه په یوه موټر کې (۴۰) کیلو ګرامه تاریاک ونیول او په دې شک يې موټر چلوونکی هم نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له شمالي ولایتونو څخه کابل ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

هند ته د مخدره موادو له قاچاقه مخنیوی وشو

اته تنه هغه مهال ونیول شول چې د حامد کرزي او کندهار له هوايي ډګرونو څخه یې نشه يي مواد قاچاق کول.

د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو د میزان د میاشتې په ۱۴مه نېټه پنځه تنه هغه مهال ونیول چې په خپلو خېټو کې یې یو کیلو او (۴۵۹) ګرامه هیروئین د کندهار له هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کول.

په دوهمه پېښه کې پولیسو درې کسان هغه مهال ونیول چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه یې ډيلي ته (۷۵۵) ګرامه هیروئین قاچاق کول.

دا قاچاق کوونکي چې نشه يي مواد يې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو، له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

موحد: د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې۴۰ کسان مجازات کړل

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد

د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې څلوېښت کسان مجازات کړل.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د میزان د میاشتې په لسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې د (۲۹) پېښو په تړاو یې (۳۷) کسان نیولي او بیا د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له شپږو میاشتو څخه نيولې بیا تر (۱۶) کالو پورې په بند باندې محکوم شوي دي.

د یادونې وړ ده چې امنیتي ادارو په دې وروستیو کې (۱۲) نور تورن کسان هم نیولي او تر هغه وروسته يې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي دي.

پولیسو په ۱۴ولایتونو کې څه د پاسه ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي

پولیسو په څوارلسو ولایتونو کې څه د پاسه اته سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په څوارلسو ولایتونو کې (۸۵۱) کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې هیروئین، تاریاک، چرس، کېمیاوي مواد او وراسته شوي کشمش پکې شامل دي.

دی وایي: له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په (۱۴) ولایتونو کې (۳۵) عملیات وکړل چې د نشه يي موادو په شک یې (۳۴) کسان نیولي، په دوی کې دوه تنه یې ملي پولیس دي.

د یادونې وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کې په کابل، نیمروز او ننګرهار ولایتونو کې د نشه يي موادو شل خرڅوونکي نیول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG