د زهرو کاروان
بهر ته د نشه یي موادو ۷ قاچاق کوونکي ونیول شول
د حامد کرزي او کندهار په هوايي ډګرونو کې د نشه يي موادو اووه قاچاق کوونکي ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د عقرب د میاشتې پر اوومه نېټه درې کسان هغه مهال ونیول شول چې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه یې په (۱۹۰) کپسولونو کې دوه کیلو او (۱۲۵) ګرامه هیروئین ځای پر ځای کړي او غوښتل يې چې په خپلو خېټو کې یې هند ته قاچاق کړي.
په دوهمه پېښه کې څلور کسان هغه مهال ونیول شول چې یو کیلو او (۱۵) ګرامه هیروئین یې په (۱۳۵) کپسولونو کې ځای پر ځای کړي او د کندهار هوايي ډګر له لارې یې په خپلو خېتو کې هند ته قاچاق کول.
په ننګرهار کې څه د پاسه ۳زره کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه درې زره کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر یوه زېرمه باندې د برید په نتیجه کې (۳۰۰۰) کیلو ګرامه چرس او (۵۰۰) کیلو ګرامه بنګ ونیول.
په دوهمه پېښه کې يې په کوټ ولسوالۍ کې (۱۹) کیلو ګرامه تاریاک ونیول او په درېیمه پېښه کې یې د نشه يي موادو په یوه دوکان کې نهه نیم کیلو ګرامه چرس ونیول.
د نشه یي موادو اته قاچاق کوونکي په بند محکوم شول
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو اته قاچاق کوونکي په بند باندې محکوم کړل.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا اته کسان چې د (۶۲۷۱) کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي وو، د دې مرکز محکمو د علني غونډو په ترڅ کې له یوه کال او شپږو میاشتو څخه نیولې بیا تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.
امنیتي ادارو په دې وروستیو کې (۲۹) نور تورن کسان هم نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې معرفي کړي دي.
په سمنګان کې نږدې ۱۵۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په سمنګان ولایت کې نږدې (۱۵۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عقرب د میاشتې په اوومه نېټه په یوه لارۍ موټر کې (۱۴۸) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول چې (۷۸) کیلو ګرامه یې چرس، (۶۶) کیلو ګرامه تاریاک او څلور کیلو او (۷۰۰) ګرامه یې مورفین وو.
ښاغلي یادګاري زیاته کړه چې د دې اوونۍ په بهير کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو لړ عملیات کړي چې په نتیجه کې يې لسګونه کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي.
دی وایي: "تېره اوونۍ د هېواد په (۱۷) ولایتونو کې (۷۹) عملیات وشول چې په نتیجه کې یې پولیسو څه د پاسه (۴۳۶۵) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول، د دې نشه يي موادو په تور یې (۸۸) تورن کسان هم نیولي دي."
په سمنګان کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په سمنګان ولایت کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د سمنګان ولایت د پولیسو ویاند عبدالمنیر رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د میزان د میاشتې په ۲۹مه نېټه د دې ولایت په مرکز کې (۳۵) کیلو ګرامه تاریاک هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې له بغلان ولایت څخه د سمنګان ولایت له لارې بلخ ته قاچاق کېدل.
د دې موادو د قاچاق په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه کسان ونیول شول.
په تخار کې د کېمیاوي نشه يي موادو څلور قاچاق کوونکي ونیول شول
په تخار ولایت کې د کېمیاوي نشه يي موادو څلور قاچاق کوونکي ونیول شول.
د تخار ولایت امنیه قوماندان سید معراج الدین سادات ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې په تالقان ښار کې لس کیلو ګرامه هیروئین، اته ګرامه ټابلېټ کا ګولۍ او (۶۷) لېټره هغه کېمیاوي مواد ونیول چې د هیروئینو په جوړېدلو کې کارېدل.
تورن کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
پولیسو د نیمروز په زرنج ښار کې لسګونه کیلو ګرامه نشه مواد ونیول
پولیسو د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې لسګونه کیلو ګرامه نشه مواد ونیول.
د نیمروز ولایت امنیه قوماندان الله داد فدايي د عقرب د میاشتې په لومړۍ نېټه ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په زرنج ښار کې (۱۳۵) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول چې (۵۷) کیلو ګرامه یې هیروئین، (۶۰) کیلو ګرامه تاریاک، (۹) کیلو ګرامه ښیښه او (۹) کیلو ګرامه یې چرس وو.
د دې موادو د قاچاق په تور څوک نه دي نیول شوي.
په ننګرهار کې څه د پاسه سل کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه سل کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د میزان د میاشتې په ۳۰مه نېټه په لومړیو عملیاتو کې په بهسودو ولسوالۍ کې (۱۷۲) کیلو ګرامه چرس ونیول.
په دوهمه پېښه کې په سرخ رود ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې څلور نیم کیلو ګرامه چرس او څه اندازه هیروئین ونیول شول.
پولیسو د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور څلور کسان هم نیولي دي.
له کابل ښاره لسګونه معتادین د درملنې لپاره را ټول کړل شول
له کابل ښاره لسګونه معتادین د درملنې لپاره را ټول کړل شول.
د عامې روغتیا وزات د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیې قوماندانۍ د پولیسو په مرسته یې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه (۱۵۰) معتادین را ټول او د درملنې لپاره یې زر بستریز روغتون ته انتقال کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د سږني شمسي کال له پیله تر اوسه په اوو مرحلو کې له کابل ښاره دوه زره معتادین را ټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.
د کندهار پولیسو څه د پاسه ۱۵ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول
د کندهار ولایت پولیسو څه د پاسه (۱۵) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.
د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ښار په درېیمه او دیارلسمه ناحیه کې (۱۴) کیلو ګرامه چرس، نږدې یو کیلو ګرام تاریاک او درې سوه ګرامه هیروئین ونیول شول.
د دې موادو د خرڅلاو په تور یو کس هم نیول شوی او بيا له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي ادارې ته سپارل شوی دی.