د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

د زهرو کاروان

په غزني کې پوليسو اتيا ټنه نشه يي مواد وسوځول

آرشیف
آرشیف

د افغانستان په جنوبي ولایت غزني کې چارواکي وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د عقرب د مياشتې پر ۲۷مه نېټه د ده يک ولسوالۍ په دوو کلیو کې نظامي عمليات وکړل او له دوو کورونو یې ۸۰ ټنه چرس ترلاسه کړل.

د غزني د والي وياند عارف نوري په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل: "دا چرس تر پېژندلو او معاینه کولو وروسته په هماغه سيمه کې وسوځول شول."

پولیسو د دې موادو د ساتلو په تور يو سړی هم نيولی دی.

په ننګرهار کې پولیسو تر درې سوو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول

ارشیف
ارشیف

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د عقرب د مياشتې پر ۲۸مه نېټه د موټرو د تلاشۍ پر مهال په نازيانو ولسوالۍ کې ۳۲۰ کيلوګرامه چرس ونيول.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند مبارز اتل ازادۍ راډيو ته وويل، دا نشه یي مواد په موټر کې ځای پرځای شوي وو.

د ښاغلي اتل په وینا، موټر چلوونکی له پولیسو سره د نښتې په نتيجه کې ټپي شوی دی.

په بغلان ولایت کې پولیسو ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول

ارشیف
ارشیف

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عقرب میاشتې په ۲۱مه نېټه په پلخمري ښار کې ۲۵ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق شي.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د یوه موټر د تلاشۍ پر مهال شپږ کیلوګرامه چرس ونیول او په دې تور یې درې کسان هم نيولي دي.

کابل کې د نشه يي موادو درې قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف
ارشیف

په کابل کې درې کسان هغه مهال ونیول شول چې نږدې ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد یې قاچاق کول.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادۍ راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې پولیسو د سر کوتل په سیمه کې ۱۵ کیلوګرامه تریاک او ۱۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې یې کابل ښار ته انتقالول.

په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال دوه کیلوګرامه ښیښه ونیوله او په دې تور یې دوه خرڅوونکي هم نیولي دي.

د زابل ولایت پولیسو څه د پاسه سل کیلوګرامه ښیښه ونیوله

ارشیف
ارشیف

د زابل ولایت امنیه قومندان نجیب الله سرتېر ازادي راډیو ته وویل، قاچاق وړونکي هڅه کوي چې زابل د نشه يي موادو د قاچاقو په لاره بدل کړي، خو د لارو په اوږدو کې يې د پولیسو پوستې مخه نیسي.

په دې وروستیو کې د زابل پولیسو ۱۰۳ کیلوګرامه ښیښه او ۲۰ لېټره تېزاب ونیول چې کابل ته قاچاق کېدل.

په هلمند ولایت کې نږدې ۱۳۰۰ لېټره کېمیاوي مواد ونیول شول

هلمند د افغانستان په نقشه کې
هلمند د افغانستان په نقشه کې

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو د عقرب د میاشتې په ۲۰مه په هلمند ولايت کې د اسټیک انهایډرایډ په نوم ۱۲۸۰ لېټره تېزاب ونیول.

دا کېميايي مواد له بهره هلمند ته قاچاق شوي وو او په پام کې وه چې د هیرویینو جوړولو لپاره ګرمسېر ولسوالۍ ته يووړل شي.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه نیول شوي او عدلي ادارو ته سپارل شوي دي.

په بغلان کې ۱۵ ټنه نشه يي مواد وسوځول شول

ارشیف
ارشیف

په بغلان ولایت کې ۱۵ ټنه نشه يي مواد وسوځول شول.

د بغلان امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي ازادي راډیو ته وویل، د تېر کال په بهير کې پولیسو د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې پنځلس ټنه نیول شوي نشه يي مواد وسوځول.

په دې موادو کې ۹۸۰ کیلوګرامه یې هیروئین، ۴۱ کیلوګرامه مورفین، ۱۰۲ کیلو ګرامه تاریاک، ۷۵۳ کیلوګرامه چرس، ۱۴ زره کیلوګرامه بنګ او لسګونه ليټره شراب شامل وو.

د دې موادو د قاچاق په تور ۶۳ کسان نیول شوي او وروسته د محکمو له خوا په بند باندې محکوم شوي دي.

په کابل کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

د کابل یو انځور
د کابل یو انځور

په کابل ولایت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په دوو بېلا بېلو عملیاتو کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، لومړي عملیات چې د کابل او شمالي ولایتونو پر لویه لاره د خیرخانې کوتل په سیمه کې وشول، په نتيجه کې يې پولیسو (۱۸) کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او له شمالي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کېدل.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د کابل ښار په دوولسمه ناحیه کې د نشه يي موادو پر یوه زېرمه برید وکړ چې په نتیجه کې یې نږدې څلور کیلو ګرامه چرس ونیول.

په دې پېښو کې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.

په هلمند کې څه د پاسه لس ټنه نشه يي مواد وسوځول شول

ارشیف، تېر ۲۰۱۹ کال په جلال اباد کې نیول شوي مخدره توکي د سوځېدو په حال کې
ارشیف، تېر ۲۰۱۹ کال په جلال اباد کې نیول شوي مخدره توکي د سوځېدو په حال کې

په هلمند ولایت کې څه د پاسه لس ټنه نشه يي مواد وسوځول شول.

د هلمند والي یاسین خان د عقرب د میاشتې په ۱۳مه نېټه د نشه يي موادو د سوځولو پر مهال رسنیو ته وویل، دا ۱۳ ټنه نشه يي مواد چې ۱۷۲ ليټره یې شراب، ۱۷۹ کیلو ګرامه هیروئین، څه د پاسه ۱۰۰ کیلو ګرامه مورفین، ۳۲۵۴ کیلو ګرامه تاریاک، ۸۱۶۱ کیلو ګرامه چرس او لسګونه لیټره یې کېمیاوي مواد دي.

دی وایي: "دا نشه يي مواد چې په تېرو درېيو کالو په بهير کې د ملي پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې نیول شوي، د محکمو په امر وسوځول شول."

د یادونې وړ ده چې د دې موادو قاچاق کوونکي عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او د محکمو له خوا په جزا محکوم شوي دي.

بهرنیو هېوادونو ته د مخدره موادو ۱۴ قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف، د حامد کرزي هوایي ډګر
ارشیف، د حامد کرزي هوایي ډګر

څوارلس کسان هغه مهال ونیول شول چې د هوايي ډګرونو له لارې یې بهرنيو هېوادونو ته نشه يي مواد قاچاق کول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په څلورو جلا جلا پېښو کې اووه کسان نیول شوي چې پنځه کیلو او (۷۰۰) ګرامه هیروئین یې په (۵۲۹) کپسولونو کې د حامد کرزي د هوايي ډګر له لارې بهر ته قاچاق کول.

په یوه بله پېښه کې د عدلي او قضايي مرکز څارنوالانو اووه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې یو کیلو او (۶۵۰) ګرامه هیروئین په خپلو خېټو کې د کندهار د هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG