د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د زهرو کاروان

له افغانستان څخه هند ته د هيروئينو ۴ قاچاق کوونکي ونيول شول

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي کسان
ارشیف، افغانستان کې نیول شوي کسان

څلور نفره له افغانستان څخه دباندې د هيروئينو د قاچاق پر مهال ونيول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د حساسو تحقيقاتو ادارې څلور نفره په داسې حال کې ونيول چې غوښتل‌يې هند ته د حامد کرزي نړيوال ډګر له لارې په خپلو خېټو کې تر څلورو کيلو ګرامو ډېر هيروئین قاچاق کړي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر وايي چې نيول شوي کسان تر ابتدايي څېړنو وروسته له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

غزني ته د کیمياوي نشه‌يي موادو د قاچاق مخه ونيول شوه

ارشیف، نشه‌یي مواد
ارشیف، نشه‌یي مواد

د غزني پولیسو دې ولایت ته د کیمياوي نشه‌يي موادو د قاچاق مخه ونيوله.

د غزني ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د دې ولايت په مرکز کې درې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۳ کيلوګرامه ښیښه، دوه کيلوګرامه هيروئين او دوه کيلوګرامه کرسټل ونيول شول.

له بلې خوا د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وويل چې پولیسو د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې ۹ کيلو او ۷۲ ګرامه چرس له قاچاق کوونکي سره یو ځای نيولي دي.

افغانستان ته له پاکستانه تر زر لیټره ډېر قاچاق کېدونکي شراب ونيول شول

ارشیف، د شرابو بوشکې
ارشیف، د شرابو بوشکې

تر زر لیټره ډېر شراب له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق پر مهال ونيول شول.

د خوست له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۱،۲۰۰ لیټره شراب چې د تېزابو په ډبو کې اچول شوي، خوست ته د قاچاقو پر مهال ونيول.

د خوست امنيه قوماندان سيف‌الله سرحدي ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه‌يي موادو د قاچاق په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه هم نيول شوي دي.

کابل کې څه باندې ۶۰ زره کیلو ګرامه نشه‌یي مواد وسوځول شول

ارشیف، کابل کې سوځول شوي مخدره مواد
ارشیف، کابل کې سوځول شوي مخدره مواد

په کابل کې څه باندې ۶۰ زره کیلو ګرامه نشه‌یي مواد وسوځول شول.

۶۶،۳۶۵ کیلو ګرامه ډول ډول نشه‌یي مواد چې له ۱۳۹۶ کاله بیا تر ۱۳۹۹ کال پورې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې په بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي وو، د پنجنشبی په ورځ وسوځول شول.

له نشه‌یي موادو سره د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، دا مواد له نشه‌یي موادو سره د مبارزې د ملي اوونۍ په مناسبت سوځول شوي دي.

زابل کې تر ۲۰ کيلوګرامو ډېر هیرويين او ښیښه ونیول شوه

ارشیف، عکس تئزیني لري
ارشیف، عکس تئزیني لري

په زابل ولایت کې تر شلو کيلوګرامو ډېر هیرويين او ښیښه ونیول شوه.

د زابل له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د موټرو د تلاشۍ پرمهال په یوه ټونس موټر کې ۱۴ نیم کيلوګرامه ښیښه او دغه ډول له یوه کرولا موټره شپږ کيلو او درې سوه ګرامه هيرويين ونيول.

د زابل ولایت امنیه قوماندان ويس صميمي رسنیو ته وويل چې دا نشه يي مواد له هلمند او زابل ولايتونو څخه بار شوي او په پام کې وه چې کابل ولایت ته قاچاق کړل شي.

کابل کې د نشه يي موادو يو قاچاق کوونکی ونيول شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کابل ښار کې د نشه يي موادو يو قاچاق کوونکی د قاچاقو پرمهال ونيول شو.

د کابل د امنيې قوماندان فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل، يوه قاچاق کوونکي چې غوښتل يې اووه کيلو او دوه سوه ګرامه چرس د یوه موټر سايکل په وسيله د کابل ښار اتمې ناحیې ته قاچاق او هلته يې پر معتادينو وپلوري، پولیسو لاس په لاس ونيو.

نيول شوی شخص له نشه يي موادو سره د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د نشه يي موادو ۳۴ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ۲۷ قضیو په څېړلو سره د نشه يي موادو ۳۴ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.

د دې مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل چې په دې ۳۴ تنو کې پنځه يې له ابتدائيه محکمې له دوو کالو څخه نيولی بیا تر ۱۸ کالو پورې او پاتې ۲۹ تنه يې د استېناف محکمو له خوا د زندان په بېلابېلو مودو محکوم شول.

له دې ۳۴ تورنو کسانو سره ۲۴ کيلوګرامه هيرويين، ۱۳۴ کيلوګرامه تارياک، ۲۶۹ چرس او ۲۴ کيلوګرامه ښیښه نيول شوې وه.

ننګرهار کې د «ټابلېټ کا» یوه کارخانه ویجاړه شوه

ارشیف، د ټابلېټ کا په نوم نشه‌يي ګولۍ
ارشیف، د ټابلېټ کا په نوم نشه‌يي ګولۍ

په ننګرهار ولایت کې د «ټابلېټ کا» په نوم د نشه‌يي ګولیو یوه کارخانه ویجاړه شوه.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د جلال‌اباد ښار په ۱۰مه ناحیه کې د ټابلېټ کا ګولیو یوه دستګاه ویجاړه او په دې کارخانه کې ۷۵۱ کیلو ګرامه نشه‌يي ګولۍ، څه اندازه شراب، وراسته شوي کشمش او وسلې هم نیولې دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته وویل چې دې کارخانې د جامو وینځلو د پوډرو د تولیدي شرکت په نوم فعالیت کاوه.

کابل کې له ۲۰ زیات قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم شول

ارشیف
ارشیف

د کابل ابتدائیه او استېناف محکمو څه د پاسه ۲۰ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې په یوه علني غونډه کې اووه کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور له اوو کالو څخه نیولې بیا تر ۲۰ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

دغه ډول د دې مرکز استېناف محکمې ۱۹ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي چې د ۱۵ پېښو په تړاو نیول شوي ول، په بېلابېل تنفیذي بند باندې محکوم کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، په تېره یوه اوونۍ کې امنیتي ادارو د ۱۶ کسانو دوسیې د څېړنو لپاره دې مرکز ته استولې دي.

کابل کې د هیروئینو درې قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف، د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي کسان
ارشیف، د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي کسان

کابل ښار ته د هیروئینو د قاچاقو پر مهال درې کسان ونیول شول.

په لومړۍ پېښه کې یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل‌یې څه د پاسه ۱۰ کیلو ګرامه هیروئین له یوه ګاونډي ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي.

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، په دوهمه پېښه کې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل‌یې څلور نیم کیلو ګرامه هیروئین د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په سیمه کې پر پرچون خرڅوونکو باندې وپلوري.

نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG