د زهرو کاروان
د ننګرهار پولیسو څه د پاسه ۷۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې پولیسو په دوو پېښو کې څه باندې ۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې پولیسو په سرخ رود ولسوالۍ کې نږدې دېرش کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي وو او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق شي.
په دوهمه پېښه کې پولیسو د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې ۲۱ کیلوګرامه هیرویین او ۲۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې یې د جلال اباد ښار ته لېږدول.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور اووه کسان نیول شوي چې دوه یې ښځې دي.
په پکتیا کې څه د پاسه پنځوس ټنه نشه يي مواد وسوځول شول
امنیتي چارواکو د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت پکتیا کې زرګونه کیلوګرامه نشه يي مواد وسوځول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يی موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په دوو کارخانو کې ۵۰ ټنه اومه او ۲۰۰ کیلوګرامه پاخه چرس نیولي او تر معاینې وروسته یې سوځولي دي.
په هرات کې یو ایرانی موټرچلوونکی د هیروئینو د قاچاقو په تور ونیول شو
د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چارواکي وايي، یو ایرانی موټرچلوونکی د اسلام قلعه په بندري ښارګوټي کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ونیول شو.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه کس ۱۶۳ کيلوګرامه هیروئین د موټر په ټاير کې ځای پرځای کړي وو او د اسلام قلعه له پولې یې ایران ته قاچاق کول.
د اسلام قلعه پوله د نشه يي موادو د قاچاقو په لاره اوښتې ده. پر دې پوله له ايران څخه افغانستان ته هغه کېمياوي مواد راقاچاق کېږي چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.
د کابل هوايي ډګر کې څلور کسان د هیرویینو د قاچاقو په تور ونیول شول
د حامد کرزي په هوايي ډګر کې څلور کسان د هیرویینو د قاچاقو په تور ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان چې په درېيو جلا جلا پېښو کې نيول شوي، غوښتل يې چې نږدې څلور کیلوګرامه هیرویین له هېواده بهر قاچاق کړي.
دا نشه يي مواد په ۳۷۹ کپسولونو کې پټ کړل شوي وو او د هوايي ډګر له لارې یې په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کول.
د سږ کال له پیل څخه تر اوسه پورې څه د پاسه سل کسان نیول شوي چې د هوايی ډګرونو له لارې یې بهرنيو هېوادونو ته نشه يي مواد قاچاق کول.
د بدخشان ولایت پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه هیرویین ونیول
د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ امنیه قومندان نجیب الله فرخاري ازادۍ راډیو ته وویل، د دې ولسوالۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ملي امنیت په مرسته پنځلس کیلوګرامه هیرویین ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ کړل شوي وو او په پام کې وه چې پر وړو قاچاق کوونکو یې خرڅ کړي.
د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور درې کسان هم نیول شوي دي.
په بادغیس ولایت کې سلګونه کیلوګرامه نشه يي مواد وسوځول شول
امنیتي ځواکونو په بادغیس ولایت کې سلګونه کیلوګرامه نشه يي مواد وسوځول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل: د افغانستان د امنیتي ځواکونو له خوا د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې له ۱۳۹۶ کال راهيسې بيا تر اوسه پورې يونيم زر کیلوګرامه بېلا بېل نشه يي مواد وسوځول.
د یادونې وړ ده چې د ۷۱ پېښو په تړاو څه د پاسه پنځوس تنه قاچاق کوونکي عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
پولیسو ننګرهار کې ۴۶ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول
د ننګرهار ولایت پولیسو د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې څه د پاسه پنځوس کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل ازادۍ راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو په چپرهار ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې ۱۵ کیلوګرامه هیرویین او ۱۳ کیلوګرامه چرس ونیول.
پولیسو په دوهمه پېښه کې د بټي کوټ ولسوالۍ په يوه کور کې ۲۸ کیلوګرامه چرس ونیول او د دې پېښې په تور یې د کور څښتن هم نیولی دی.
په کاپیسا ولایت کې نږدې څلوېښت کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول
د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د قوس د میاشتې پر درېیمه نېټه د دې ولایت په مرکز کې نږدې ۳۹ کیلوګرامه هیرویین ونیول.
دا هيرويين په یوه لارۍ موټر کې پټ کړل شوي وو او په پام کې وه چې د افغانستان له شمال څخه د کاپیسا له لارې ختیځ ته قاچاق کړل شي.
د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.
بغلان کې پولیسو ۴۰ کیلوګرامه تریاک ونیول
د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې چارواکي وایي، پولیسو په يوه بار وړونکي موټر کې څلوېښت کیلوګرامه تریاک ونیول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت ازادۍ راډيو ته وويل، دغه ترياک چې له ګاونډي ولايت څخه بغلان ته راوړل شوي او بيا له دې لارې کابل ته قاچاق کېدل، د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.
د يادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.
امنیتي ادارو د نشه يي موادو ۳۰ قاچاق وړونکي نیولي دي
له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي، امنيتي ادارو دېرش تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيولي او دوی ته سپارلي دی.
د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل، دا کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په شلو پېښو کې د لاس لرلو په تور د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې نيول شوي دي.
ښاغلی موحد وايي، د دې مرکز محکمو په تېره اوونۍ کې ۱۵ قاچاق کوونکي مجازات کړل، په دې مجرمينو کې يو يې د نشه يي موادو د خرڅوونکو ډلې مشر دی.
هغه زیاته کړه: "پخوا د نشه يي موادو د خرڅوونکو يوه پنځلس کسيزه ډله نيول شوې او دوسيې يې هم څېړل شوې وې، خو له نېکه مرغه چې د دې ډلې پاته غړي تېره مياشت ونيول شول او اوس مجازات شول. په دې ډله کې يو خپله د دې ډلې مشر او درې هغه پولیس هم په تنفيذي بند باندې محکوم شول چې له دې ډلې سره يې همکاري کوله."
دا تورن کسان چې تېره اوونۍ پولیسو ونيول، پنځه يې هغه قاچاق کوونکي دي چې غوښتل يې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې نورو هېوادونو ته هيرويين قاچاق کړي.