د زهرو کاروان
په غزني ولایت کې ۱۲۰ ټنه نشه يي مواد ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې د ځانګړې قطعې پولیسو د هوايي ځواکونو په مرسته د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر یوه ذخیره باندې د عملیاتو په نتیجه کې ۱۲۰ ټنه چرس تر نیولو وروسته وسوځول.
په دې عملیاتو کې د نشه يي موادو اووه کارخانې هم ویجاړې شوي دي.
په بدخشان ولایت کې څه د پاسه زر کیلوګرامه کېمیاوي مواد ونیول شول
د بدخشان امنیه قومندان اسدالله محمدي ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ارګو ولسوالۍ کې زر لېټره تېزاب او ۴۶۰ کیلوګرامه جامد کېمیاوي مواد ونیول چې دې ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.
د دې موادو د قاچاقو په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه هم نیول شوي دي.
په نیمروز ولایت کې څه د پاسه شل کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول
د نیمروز ولایت امنیه قومندان الله داد فدايي ازادۍ راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د قوس د میاشتې پر ۲۸ مه نېټه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه موټر کې پت کړای شوي وو او په پام کې وه چې زرنج ښار ته قاچاق شي.
د دې موادو د قاچاقو په تور يو موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.
په کندز کې معتادین را ټول او روغتون ته انتقال شول
د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادۍ راډیو ته وویل، پولیسو د معتادینو د اتیا بستریز روغتون د مسئولانو په مرسته د کندز له ښار څخه ۳۰ معتادین را ټول کړل.
دوی روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې پیل شوې ده.
د روغتون مسئولین وايي چې دا معتادین په خپله خوښه درملنې ته چمتو شوي وو.
په پکتیا ولایت کې لسګونه کیلو ګرامه چرس ونیول شول
د پکتیا ولایت امنیه قومندان محمد عثمان جانباز رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د قوس د میاشتې پر ۲۶مه نېټه په احمد اباد ولسوالۍ کې پر یوې کارخانه عملیات وکړل چې نتیجه کې یې ۱۰۰ کیلوګرامه چرس ونیول شول.
په پام کې وه چې دا چرس له هېواده د باندې قاچاق شي.
د دې موادو د ساتلو په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.
پولیسو بهر ته د نشه یي توکو اووه قاچاق کوونکي ونیول
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې شپږ تنه هغه مهال ونیول شول چې څه د پاسه څلور کیلوګرامه هیرویین یې په خپلو خېټو کې د کابل، بلخ او هرات هوايي ډګرونو له لارې هند ته قاچاق کول.
په یوه بله پېښه کې د نیمروز سرحدي پولیسو یو تن نیولی چې په خپله خېټه کې یې یو کیلوګرام نشه يي مواد د ورېښمو له لارې ایران ته قاچاق کول.
پولیسو په پکتیا ولایت کې څه د پاسه سل کیلوګرامه چرس ونیول
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې په عملیاتو کې ۹۳ کیلوګرامه چرس ونیول چې له هېواد څخه دباندې قاچاق کېدل.
دغه ډول پولیسو په نورو عملیاتو کې په دې ولسوالۍ کې ۵۰ کیلو ګرامه چرس ونیول.
د نشه يي موادو د قاچاقو او ساتنې په تور دوه تنه له دوو میلو وسلو سره هم نیول شوي دي.
کابل کې یوې محکمې لسګونه قاچاق کوونکي په بند باندې محکوم کړل
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډیو ته وویل، د دې مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو په علني غونډو کې ۳۲ قاچاق کوونکي له دوو څخه نیولې تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.
ښاغلي موحد زیاته کړه چې امنیتي ادارو د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۲۹ کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړل او دوسیه یې تر څېړنې لاندې ده.
ننګرهار کې پولیسو ۲۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول
د ننګرهار ولایت پولیسو په دوو عملیاتو کې څه د پاسه دوه سوه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د قوس د میاشتې پر ۱۸ نېټه د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په یوه کور کې ۸۵ کیلو ګرامه تاریاک ونیول.
دغه ډول په نورو عملیاتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په نهمه ناحیه کې ۱۲۵ کیلوګرامه چرس ونیول.
د نشه يي موادو د قاچاقو او ساتنې په تور درې کسان هم نیول شوي دي.
میدان وردګو کې ۹۰۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد وسوځول شول
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته وویل، د قوس میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د افغانستان دولتي ګډو ځواکونو په سید اباد ولسوالۍ کې هغه ۹۰۰۰ کیلو ګرامه چرس وسوځول چې د دولت د مخالفینو له خوا په یوه کور کې پټ کړل شوي وو.
په دې عملیاتو کې له دولتي سرتېرو سره په وسله واله نښته کې څلور مخالفين هم وژل شوي دي.