د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۳

د زهرو کاروان

د ننګرهار ولایت پولیسو نږدې ۵۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت پولیسو په سپین غر ولسوالۍ کې ۴۸۰ کیلوګرامه د بنګو دانې او ۱۱ کیلوګرامه چرس نیولي چې د استوګنې په یوه کور کې پټ کړای شوي ول.

د دې موادو د ساتنې او تولید په تور د کور مالک هم نیول شوی دی.

بدخشان کې څه د پاسه زر کیلوګرامه نشه يي مواد وسوځول شول

د بدخشان ولایت امنیه قومندان اسدالله محمدي ازادۍ راډیو ته وویل: دولتي ځواکونو د ۱۳۹۸ شمسي کال له پیل څخه تر اوسه پورې څه د پاسه شپېته عملیات کړي چې په نتیجه کې یې څه د پاسه اته زره کیلوګرامه هیرویین، تاریاک، چرس او کیمیاوي مواد نیول شوي دي.

پولیسو له نیول شویو موادو څخه څه د پاسه زر کیلوګرامه نشه يي مواد سوځولي دي.

"په ۱۳۹۸ شمسي کال کې په مجموع کې ۶۴ عملیاتونه شوي چې په نتیجه کې یې اته زره او ۴۱۹ کیلوګرامه بېلا بېل نشه يي مواد نیول شوي، چې له دې موادو څخه یو زر ۳۱۳ کیلوګرامه یې پولیسو سوځولي او پاتې نورو سندونه هم د څېړنې په حال کې دي."

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور ۸۷ تورن کسان عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

د بلخ ولایت پولیسو لسګونه کیلوګرامه نشه يي مواد نیولي دي

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې سل کیلوګرامه چرس ونیول.

د دې موادو د ساتنې په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.

د نیمروز پولیسو ۵۰ کیلوګرامه تریاک او ښیښه ونیول

د نیمروز امنیه قومندان الله داد فدايي رسنیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د جدي د میاشتې په لسمه نېټه د زرنج ښار په څلورمه ناحیه کې ۱۶ کیلوګرامه ښیښه او ۳۴ کیلوګرامه تاریاک نیولي چې په یوه موټر کې دې ښار ته قاچاق کیدل.

موټر چلوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

ننګرهار کې دولتي ځواکونو ۲۰۰۰ ټنه چرس نیولي او سوځولي

په ننګرهار ولایت کې د افغانستان حکومتي ځواکونو په څو بېلا بېلو عملیاتو کې څه د پاسه دوه زره ټنه نشه يي مواد نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړیو عملیاتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ ټنه چرس له نیولو وروسته سوځولي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دریو نورو عملیاتو کې په جلال اباد ښار او اچین او غني خیلو ولسواليو کې په مجموعي ډول یو زرو ۷۹۱ کیلوګرامه چرس نیولي دي.

سمنګان کې یو کس ۲۰۰ کیلوګرامه نشه يي موادو سره ونیول شو

په سمنګان ولایت کې یو تن له څه دپاسه دوه سوه کیلوګرامه نشه يي موادو سره نیول شوی دی.

د سمنګان د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت پولیسو ۱۶۰ کیلو ګرامه تاریاک او ۱۱۵ کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او په پام کې وه چې د ایبک ښار ته یې قاچاق کړي.

د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

هرات کې څه د پاسه شل کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت پولیسو په هرات ښار کې د عملیاتو په نتیجه کې ۲۱ کیلوګرامه نشه يي مواد نیولي چې له یوې ولسوالۍ څخه د هرات ښار ته یې قاچاق کول او پر پرچون خرڅوونکو باندې یې خرڅول.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه قاچاق کوونکی هم نیول شوي دي.

په یوه بله پېښه کې د هرات پولیسو د نشه يي موادو څلور پرچون خرڅوونکي نیولي چې نشه يي مواد یې پر معتادینو باندې خرڅول.

پولیسو په لسو ولایتونو کې د نشه يي توکو ۹۰ پلورونکي نیولي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په لسو ولایتونو کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو څه د پاسه ۹۰ قاچاق کوونکی او پرچون خرڅوونکی نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، د دې عملیاتو په نتیجه کې د نشه يی مواد ترڅنګ د نشه يي موادو د تولید کارخانې هم ویجاړي کړل شوې دي.

"له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۷۵ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې اووه ټنه نشه يي مواد نیول شوي دي. د دې موادو په تور يې ۹۲ کسان نیولي او د نشه يي موادو لابراتوارونه یې هم له منځه وړي دي."

پولیسو په نیمروز کې څه د پاسه دوه سوه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول

د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند الله داد فدايي د جدي د میاشتې پر څلورمه نېټه ازادۍ راډیو ته وویل چې پولیسو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د دې ولایت په مرکز کې ۸۸ کیلوګرامه چرس، ۸۵ کیلوګرامه تاریاک او ۲۴ کیلوګرامه کیمیاوي مواد ونیول چې یوه موټرسایکل کې د زرنج ښار ته قاچاق کېدل.

د یادونې وړ ده چې په زرنج ښار کې د نشه يي موادو یو خرڅوونکی له لسو کیلوګرامو نشه يي موادو سره نیول شوی دی.

د پکتیا پولیسو لسګونه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول

د پکتیا ولایت امنیه قومندان جانباز رسنیو ته وويل چې د جدي د میاشتې پر څلورمه نېټه یې په میرزکه ولسوالۍ کې ۸۰۰ کیلوګرامه چرس ونیول.

د دې موادو د ساتنې په تور یو تن هم نیول شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG