د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۹

د زهرو کاروان

فراه کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي مواد له‌منځه وېوړل شول

ارشیف، د نشه‌یي موادو سوځول
ارشیف، د نشه‌یي موادو سوځول

په فراه ولايت کې نږدې ۵۰۰ کيلوګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د فراه ولايت امنيه قوماندان فضل احمد سروري رسنيو ته وويل چې دا مواد له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېرو شپږو مياشتو کې د فراه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې نيولي ول، د دلوې مياشتې پر شپږمه نېټه وسوځول.

ښاغلی سروري زیاتوي: "دا نشه‌يي مواد چې وسوځول شول، په ۱۱۴ دوسيو پورې اړه لري. په دې نشه‌يي موادو کې ۵۰۴ لیټره الکولي مشروبات او تقريباً ۵۰۰ کيلوګرامه بېلابېل نشه‌يي مواد شامل دي."

د دې نشه‌يي موادو په تور ۱۱۴ تنه نيول شوي او تر هغه وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

پولیسو په پکتیکا کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول

ارشیف، د نشه‌یي توکو سوځول.
ارشیف، د نشه‌یي توکو سوځول.

په پکتيکا کې زرګونه کيلوګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د پکتيکا امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين ازادي راډيو ته وويل: "افغان امنیتي ځواکونو د دلوې مياشتې پر اتمه نېټه د پکتيکا د وازې خوا ولسوالۍ په درېيو کليو کې پنځه عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې اووه زره کيلوګرامه چرس ترلاسه شول."

دا چرس تر معاينې او کتلو وروسته ځای پر ځای وسوځول شول او د دې موادو د تولید او زېرمه کولو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

د بلخ او کابل هوايي ډګرونو کې شپږ قاچاق وړونکي نیول شوي

ارشیف
ارشیف

شپږ کسان هغه مهال ونیول شول چې د هوايي ډګرونو له لارې یې له افغانستان څخه دباندې نشه يي مواد قاچاق کول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، دې شپږو کسانو غوښتل چې د کابل او بلخ هوايي ډګرونو له لارې اووه کیلوګرامه نشه يي مواد هندوستان ته قاچاق کړي.

دې خلکو په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې نشه يي مواد پټ کړي وو.

د خوست پولیسو څه د پاسه شل کیلو ګرامه چرس ونیول

د خوست امنیه قومندان سید احمد بابازي رسنیو ته ویلي چې ۳۳ کیلوګرامه چرس یې هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې له دومنده ولسوالۍ څخه یې د دې ولایت مرکز ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په خوست ولایت کې د چرسو قاچاق ډېر شوی دی.

ننګرهار کې پولیسو څه د پاسه زر کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه زر کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په سرخ رود ولسوالۍ کې یو زر او څلوېښت کیلوګرامه بنګدانې هغه مهال ونیول شوې چې قاچاق کوونکو له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه د غني خیلو ولسوالۍ ته قاچاق کولې.

په یوه بله پېښه کې د ننګرهار پولیسو د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د نشه يي موادو يو خرڅووونکی او لږ نشه يي مواد هم نیولی دي.

په کابل ښار کې څلور کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادۍ راډیو ته وویل، دا څلور کسان په دسپیچري سیمه کې په داسې حال کې ونیول شول چې غوښتل یې ۱۷ کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې د هېواد له ختیځو سيمو څخه کابل ښار ته قاچاق کړي.

دا کسان تر نيول کېدو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

ننګرهار کې څه د پاسه ۲۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف
ارشیف

د ننګرهار ولایت پولیسو څه د پاسه دوه سوه کیلوګرامه بېلا بېل نشه يي مواد ونیول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو د جلال اباد ښار به اوومه ناحیه کې (۲۰۰) کیلو ګرامه چرس او (۱۵) لېټره کېمیاوي مواد ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي و.

هغه زیاتوي، په دوهمه پېښه کې پولیسو د غني خیلو ولسوالۍ پر لاره په یوه موټر کې (۲۰) کیلوګرامه چرس، درې کیلوګرامه تاریاک او (۸۰) ګرامه د نشې ګولۍ ونیولې.

د دې موادو د قاچاقو په تور پنځه کسان هم نیول شوي دي.

نیمروز کې څه د پاسه سل کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په نیمروز ولایت کې څه د پاسه سل کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د نیمروز ولایت امنیه قومندان الله داد فدايي ازادۍ راډیو ته وویل، د جدي د میاشتې په (۲۴) نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په کنګ ولسوالۍ کې (۹۲) کیلوګرامه تاریاک او (۴۶) کیلوګرامه ښیښه ونیوه.

د دې موادو د قاچاقو په تور یو تن هم نیول شوی، چې غوښتل یې دا مواد په یوه موټر کې د افغانستان سرحدي سیمې ته انتقال کړي.

خوست کې یو کس د ۴۰ کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال نیول شوی

ارشیف
ارشیف

په خوست ولایت کې یو تن د څه د پاسه څلوېښت کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شو.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، د جدي د میاشتې په (۲۵) نېټه پولیسو په ګربز ولسوالۍ کې (۴۴) کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او په پام کې وه چې له یوه ګاونډي ولایت څخه یې خوست ته قاچاق کړي.

له نیول شوي موټر چلوونکی سره (۱۸) زره پاکستانۍ کلداري او (۱۹) زره افغانۍ هم نیول شوې دي.

بغلان ولایت کې نږدې اتیا کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ازادۍ راډیو ته وویل، پولیسو ۷۹ کیلوګرامه نشه يي مواد په داسې حال کې ونیول چې قاچاق کوونکو په یوه موټر کې د مرکزي بغلان له ولسوالۍ څخه کابل ته قاچاق کول.

د نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی او یو بل تن نیول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG