د زهرو کاروان
د کابل په دوو سیمو کې نشهیي مواد ونیول شول
په کابل ولایت کې څه د پاسه ۲۰ کیلوګرامه هیروئین او نشهيي ګولۍ ونیول شوې.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "په لومړۍ پېښه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې ۲۰ کیلو او ۷۶۰ ګرامه هیروئین ونیول. دا نشهيي مواد او قاچاق کوونکي د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې له ۲۰ ورځو راهیسې د پولیسو لهخوا په خاص ډول څارل کېدل، دوی د عملیاتو په نتیجه کې څه د پاسه ۲۰ کیلوګرامه هیروئینو سره ونیول شول."
په دوهمه پېښه کې د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند سیمې په یوه کور کې ۳۶۹۰ ټابلېټ (K) ګولۍ ونیول شوې.
په ننګرهار کې د نږدې ۷۰۰ کیلوګرامه نشهيي موادو کشف و ضبط
په ننګرهار ولایت کې نږدې ۷۰۰ کیلوګرامه نشهيي مواد ونیول شول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دلوې میاشتې پر ۲۲مه نېټه له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په دُر بابا ولسوالۍ کې ۲۸۳ کیلوګرامه چرس ونیول.
په یوه بله پېښه کې د ننګرهار ولایت پولیسو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې ۳۶۱ کیلوګرامه اوومه چرس ۱۶ کیلوګرامه پاخه چرس او ۱۴ کیلوګرامه بنګ نیولي دي.
په لوګر کې ضبط شوي نشهیي مواد وسوځول شول
په لوګر ولایت کې څه د پاسه اووه ټنه نشهيي مواد وسوځول شول.
د لوګر والي محمد انور اسحاقزی وايي: "د لوګر ولایت پولیسو له ۱۳۹۶ هجري شمسي کال څخه نیولې بیا تر دې مهاله د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې اووه ټنه او ۲۹۰ کیلوګرامه چرس، هیروئین، تاریاک، ښیښه او بېلابېل نشهیي مواد یې تر نیولو وروسته د دلوې میاشتې پر ۲۲ نېټه د دې ولایت په مرکز کې وسوځول."
د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور څه د پاسه ۵۰ کسان د عدلي او قضايي ادارو لهخوا په جزا باندې محکوم شوي دي.
د نیمروز پولیسو ۴ قاچاق کوونکي نیولي
په نیمروز ولایت کې څلور قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
د نیمروز ولایت امنیه قوماندان الله داد فدايي ازادي راډیو ته وویل: "د نیمروز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د درېیو عملیاتو په نتیجه کې ۲۸۰ کیلوګرامه تاریاک، یو ټن او ۸۷۰ کیلوګرامه خاشخاش، ۵۴۰۰ کیلوګرامه بنګ او تقريباً يو کیلو ګرام د کوکنارو کوپړۍ نیولي دي."
دغه نیول شوي مواد په درېیو موټرو کې ځای پر ځای کړل شوي ول.
د کندهار پولیسو هند ته د نشهیي موادو د قاچاق مخه ونیوله
په کندهار ولایت کې د څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې دوه تنه هغه مهال ونیول شوو چې نږدې یو نیم کیلو ګرام هیروئینیې په خپلو خېټو کې د احمدشاه بابا هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کول.
په دوهمه پېښه کې اووه کسان هغه مهال ونیول شول چې ۳۳ کیلوګرامه تاریاکیې په ښار کې دننه پر وړو خرڅوونکو باندې وېشل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو ۲۰ قاچاق کوونکي په بند محکوم کړي
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو (۲۰) قاچاق کوونکي له پنځو کاله څخه نيولې بيا تر دېرشو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل: "د دې مرکز ابتدائيه او استيناف محکمو په خپلو علني غونډو کې (۲۶) قاچاق کوونکې چې په (۲۱) پېښو کې نيول شوي و، له پنځو کالو څخه نيولې بيا تر دېرشو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل شول."
له بلې خوا په تېره اوونۍ کې د نشه يي موادو (۲۰) نور قاچاق کوونکي چې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي و، عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي او دوسيې يې د څېړلو په حال کې دي.
ننګرهار کې تر زرو کيلوګرامو ډېر نشه يي توکي نیول شوي
په ننګرهار ولايت کې تر زرو کيلوګرامو ډېر نشه يي توکي ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو په دور بابا ولسوالۍ کې وکړل، په نتيجه کې يې (۱۱۳۰) کيلوګرامه چرس ونيول شول.
دوهم عمليات له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د ننګرهار ولايت په آچين ولسوالۍ کې وکړل، د دې عملياتو په نتيجه کې (۶۰) کيلوګرامه چرس او (۱۶۰) کيلوګرامه بنګ ونيول شول.
د دې نشه يي توکو د ساتنې په تور درې تنه نيول شوي دي.
کابل کې زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي
په کابل ولايت کې زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول او له نيول کېدو سره سم وسوځول شول.
د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د دلوې د مياشتې پر (۱۳) نېټه د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې نظامي عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو دوې کارخانې ويجاړې شوې.
له دې دوو کارخانو څخه درې زره او سل کيلوګرامه چرس او دوه زره او اته سوه کيلوګرامه بنګ د پولیسو لاس ته ورغلل چې هلته يې ځای پر ځای وسوځول.
دغه ډول پولیسو د کابل ولايت په ډسپيچري سيمه کې (۶۸) کيلوګرمه چرس له قاچاق کوونکي سره يو ځای ونيول.
د بغلان پولیسو بدخشان ته د هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله
پولیسو په بغلان ولايت کې تر ۱۰ کيلو ګرامو ډېر هيروئين نيولي دي.
د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت ازادي راډيو ته وويل: "۱۴ نيم کيلوګرامه هيروئين چې په يوه بار وړونکي موټر کې پټ کړل شوي ول، په پلخمري ښار کې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول."
قاچاق کوونکو نيت درلود چې دا نشهيي مواد بدخشان ولايت ته قاچاق کړي او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي.
ننګرهار کې له ۵۰۰ کیلوګرامه زیات نشهيي مواد ونیول شول
په ننګرهار ولايت کې د پولیسو د درېيو جلا جلا عملياتو په نتيجه کې تر ۵۰۰ کيلو ګرامو ډېر نشهيي مواد ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معينیت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل: "لومړي عمليات چې د دلوې مياشتې پر نهمه نېټه وشول، د جلالاباد ښار په شپږمه ناحيه کې په يوه موټر کې ۴۶۲ کيلوګرامه چرس او ۲۰ کيلوګرامه تارياک وموندل شول."
دوه نور عمليات چې په بټيکوټ ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې پولیسو ۳۲ کيلوګرامه چرس ونيول.
د نشهيي موادو د دې درېيو پېښو په تړاو اووه تنه نيول شوي دي.