د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۲

د زهرو کاروان

د تخار پولیسو ۷ کسان له لسګونو کیلوګرامو نشه يي موادو سره یوځای نیولي

ارشیف
ارشیف

د تخار ولایت پولیسو اووه کسان له لسګونو کیلوګرامو نشه يي موادو سره یوځای ونیول.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ازادۍ راډیو ته وویل: "له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د حوت د میاشتې پر ۱۳ نېټه په تالقان ښار کې ۳۵۰ کیلوګرامه چرس، څه د پاسه یو کیلوګرام هیرویین، څه اندازه ښیښه او نشه يي ګولۍ نيولي دي."

دې اووو کسانو غوښتل چې دا مواد په تالقان ښار کې پر وړو خرڅوونکو باندې خرڅ کړي.

هلمند کې څه د پاسه ۶۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په هلمند ولایت کې څه د پاسه شپېته کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په لښکرګاه ښار کې د استوګنې په یوه کور کې ۶۰ کیلوګرامه چرس او څه د پاسه درې کیلوګرامه ښیښه ونیوله.

د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.

هرات کې ۸ تنه د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

د افغانستان په عمومي نقشه کې هرات ولایت
د افغانستان په عمومي نقشه کې هرات ولایت

په هرات ولایت کې اته کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه‌یي موادو سره د مبارزې پولیسو په هرات ښار کې د درېیو عملیاتو په نتیجه کې اته قاچاق کوونکي له ۱۲ کیلوګرامو ښیښې، هیروئینو او چرسو سره نیولي دي.

دې کسانو د هرات ولایت له ولسوالیو څخه نشه‌يي مواد راوړل او په هرات ښار کې یې د نشه‌يي موادو پر وړو خرڅوونکو باندې خرڅول.

'۱۰۱ کسه د نشه‌یي موادو د قاچاق په جرم زنداني شوي'

ارشیف.
ارشیف.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو په تېره یوه میاشت کې د نشه‌يي موادو د ۶۱ پېښو په اړه حکمونه صادر کړي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، په دې ۱۰۱ کسانو کې چې ۱۱ تنه‌يې دولتي مأمورين دي، له يوه کال څخه نيولې بيا تر ۳۰ کالو پورې په بند باندې محکوم شول.

دغه ډول په تېرو ۳۰ ورځو کې امنیتي ځواکونو د نشه‌يي موادو د قاچاقو ۸۲ قضیې له ۱۰۱ تورنو کسانو سره یوځای دې مرکز ته لېږلې چې د دې مرکز څارنوالان به‌یې وڅېړي.

له دې نیول شویو کسانو څخه ۲۵يې غوښتل چې د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې نشه‌يي مواد په خپلو خېټو کې بهر ته قاچاق کړي.

ننګرهار کې له ۳۰۰ کیلوګرامه زیات نشه‌یي مواد نیول شوي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه ۳۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار پولیسو د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې ۴۶ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي ول.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۲۸۵ کیلوګرامه اومه چرس او دوه کیلوګرامه تاریاک ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ کړل شوي ول او په درېیمه پېښه کې د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې ۴۶ کیلوګرامه چرس ونیول شول چې د موټرسایکل په وسيله‌يې قاچاق کول.

د نشه‌يي موادو د دې پېښو په تړاو پنځه کسان هم نیول شوي دي.

کابل کې نږدې ۲۰ کیلوګرامه ښیښه نیول شوې

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په کابل ښار کې نږدې ۲۰ کیلوګرامه ښيښه ونیوله.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د استوګنې په یوه کور کې ۱۹ کیلو او ۸۵ ګرامه ښيښه ونیوله.

دا نشه‌يي مواد د فراه ولایت له بکوا ولسوالۍ څخه کابل ته راوړل شوي ول چې د قاچاقو په تور یې دوه کسان هم نیول شوي دي.

کابل کې د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۷۵ کسان نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په کابل کې تر یوې میاشتې لږه موده کې څه د پاسه اویا کسان د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور نيول شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادۍ راډیو ته وویل، د کابل ښار له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېره یوه میاشت کې په کابل ښار او بېلا بېلو ولسواليو کې۷۵ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي دي.

له نیول شویو کسانو سره ۵۶ کیلوګرامه هیرویین، ښیښه، چرس، تاریاک او نشه يي ګولۍ هم نیول شوي دي.

ملي امنیت تر سلو کیلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیولېه.

ارشیف
ارشیف

د ملي امنیت کارکوونکو تر سلو کیلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.

د بغلان ولایت د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ریاست کارکوونکو ۱۲۷ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه بار وړونکي موټر کې د مرکزي بغلان له ولسوالۍ څخه کابل ته قاچاق کېدل.

موټر چلوونکی د پېښې له ځايه تښتېدلی دی.

د کابل او کندهار کې ۱۱ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال نیول شوي

ارشیف
ارشیف

د کابل او کندهار په هوايي ډګرونو کې ۱۱ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادۍ راډیو ته وویل، شپږ تنه هغه مهال ونیول شول چې غوښتل يې څه د پاسه دوه کیلوګرامه هیرویین په خپلو خېټو کې د احمدشاه بابا هوايي ډګر له لارې هندوستان ته قاچاق کړي.

هغه زیاته کړه: "دې نیول شویو کسانو غوښتل چې د احمدشاه بابا هوايي ډګر له لارې نشه يي مواد هندوستان ته قاچاق کړي، دوی د کندهار پولیسو ونیول، له دوی سره دوه کیلو او (۴۹۰) ګرامه نشه يي مواد هم نيول شوي دي."

په یوه بله پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پنځه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې نږدې دوه کیلوګرامه هیرویین په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي.

کابل کې څه د پاسه لس کیلوګرامه ښیښه نیولې شوې

ارشیف
ارشیف

په کابل ولایت کې څه د پاسه لس کیلوګرامه ښیښه ونیوله شوه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د دلوې د میاشتې پر (۲۹) نېټه د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې دوه قاچاق کوونکي له نږدې دوولس نیمو کیلوګرامو ښیښې سره یوځای ونیول.

نیول شوي نشه يي مواد له هرات ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل او په پام کې وه چې هلته د نشه يي موادو پر وړو خرڅوونکو باندې خرڅ کړل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG