د زهرو کاروان
په کابل کې د ټابلېټ 'K' دوه پلورونکي ونیول شول
په کابل ښار کې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو نږدې ۲،۰۰۰ نشهيي ګولۍ ونيولې.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل: "له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په کابل ښار کې دوه تنه له څو مياشتو راهيسې څارل چې اخر يې د روان شمسي کال د ثور مياشتې په ۱۴مه نېټه د کابل ښار په اتمه ناحيه کې له ۱۹۴۵ ټابلېټ کا نومې نشهيي ګوليو سره ونيول."
دې دوو نفرو له څو مياشتو راهيسې په کابل ښار کې پر معتادينو باندې نشهيي ګولۍ خرڅولې.
د ننګرهار پولیسو ۷ قاچاق کوونکي نیولي
په ننګرهار ولايت کې د ۴۰۰ کيلوګرامو نشهيي موادو په تور اووه نفره ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادي راډيو ته وويل: "له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د تلاشۍ پر مهال ۴۰۱ کيلو ګرامه نشهيي مواد ونيول چې ۹ کيلوګرامه هيروئين او ۳۹۲ کيلوګرامهيې چرس دي.
په پام کې وه چې دا نشهيي مواد په درېيو موټرو کې له کابل ولايت څخه د ننګرهار د دُربابا، غنيخېلو او چپرهار ولسواليو ته قاچاق شي.
نيول شويو خلکو منلې چې غوښتلیې دا نشهيي مواد د بهرنيو قاچاق کوونکو په همکارۍ له افغانستان څخه دباندې قاچاق کړي.
ننګرهار کې څه د پاسه ۳۰ کیلوګرامه چرس ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې (۱۹) کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه بار وړونکي موټر کې پټ کړای شوي ول.
په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دوو ښځو په ګډون درې تنه هغه مهال د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې ونیول چې غوښتل یې (۱۵) کیلوګرامه چرس له یوې ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته قاچاق کړي.
نیمروز کې څه د پاسه ۱۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د نیمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په زرنج ښار کې د استوګنې پر یوه کور باندې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې (۸۴) کیلوګرامه تاریاک، (۱۰) کیلوګرامه ښیښه او (۲۰) کیلوګرامه چرس نیولي دي.
د دې موادو د ساتنې او خرڅلاو په تور یو تن هم نیول شوی دی.
هرات کې ۶ کسان د تاریاکو د قاچاقو په تور ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادۍ راډیو ته وویل، د هرات ولایت پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۲ تنه نیولي چې غوښتل یې ۸ کیلوګرامه تاریاک د هرات ښار ته قاچاق کړي.
په یوه بله پېښه کې ۴ کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې څه د پاسه ۱۰ کیلوګرامه تاریاک د میرداود د دروازې له لارې د هرات ښار ته قاچاق او د نشه يي موادو پر وړو سوداګرو یې خرڅ کړي.
غزني کې نږدې ۲۰ ټنه بنګ نیول شوي
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ګیلان ولسوالۍ کې څه د پاسه ۲۰ ټنه بنګ نیولي چې پر بزګرو باندې یې د خرڅلاو لپاره دې ولسوالۍ ته قاچاق کول.
په دې وروستیو دوو کالو کې په غزني ولایت کې د چرسو تولید او قاچاق هم ډېر شوی دی.
کابل پولیسو یو تن د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور نیولی
په کابل ښار کې د نشه يي موادو د خرڅولو او قاچاقو په تور يو نفر نيول شوی دی.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د حمل د مياشتي پر ۲۵ نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د عملياتو په نتيجه کې په کابل ښار کې يو نفر د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو په تور ونيو.
ښاغلی فرامرز وايي چې، دا عمليات د کابل د څلورمې حوزې اړوند د تايمني په سيمه کې وشول چې په نتيجه کې يې له نشه يي موادو سره د مبارې ځانګړو پولیسو (۱۲) کيلوګرامه چرس، (۳) کيلوګرامه تارياک، (۱۶) بوتله شراب، دوه ميله وسلې او (۶۵۰۰۰) افغانۍ نيولي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې تور يو نفر هم نيول شوی دی.
د غزني ځینې اوسېدونکي: ډیری ماشومان په چرسو معتاد شوي
په غزني ولايت کې ډیری ماشومان په چرسو باندې معتاد شوي دي.
په دغه ولایت کې هغه سیمې چې د وسله والو طالبانو په واک کې دي، د نورو کلونو په پرتله سږکال څو برابره د بنګو کښت پکې ډېر شوی دی.
په غزني کې د ډېرو بنګو کرل، د چرسو په کښت او پروسس کې د دغو ماشومانو کار کول، د مخدره موادو د قاچاق پر وخت له دغه ماشومانو کار اخیستل او بیکاري هغه عوامل دي چې ماشومان یې په چرسو باندې معتاد کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د دغه ډول ماشومانو شمېر د غزني ښار ترڅنګ په ولسوالیو کې هم ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدو دی.
د غزني ولايت اوسېدونکي وايي چې، که د ماشومانو د اعتياد مخه و نه نيول شي، په راتلونکي کې امکان لري چې دغه ماشومان نورو نشو ته هم مخه کړي.
کورنیو چارو وزارت: هلمند کې د کوکنارو اړولو کمپاین دوام لري
د کوکنارو اړولو په لړ کې په هلمند ولايت کې هم د کوکنارو اړول دوام لري.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي چې، د کوکنارو اړولو دا کمپاين چې د هلمند ولايت پوليسو پيل کړی، تر دې مهاله يې د هلمند په ناوه او نادعلي والسواليو کې (۱۳۴) جريبه ځمکې د کوکنارو له کښتونو څخه پاکې کړې دي.
د هلمند د ځايي چارواکو په وينا، د هلمند په ناامنو ولسواليو کې سږکال تر پروسږ کال ډېر کوکنار کرل شوي دي.
چارواکي: ننګرهار کې د کوکنارو اړولو عملیات پیل شوي
په ننګرهار ولايت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کوکنارو اړولو عمليات پيل کړل.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د حمل د مياشتې پر ۲۶ نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، د کوکنارو د کښت اړولو له پلان سره سم د ننګرهار ولايت په غني خېلو، روداتو او خوګياڼيو ولسواليو کې ۱۲۰ جريبه ځمکې د کوکنارو له کښتونو څخه پاکې شولې.
له بلې خوا په دې ولايت کې دوه نفره د ۲۸ کيلو ګرامو چرسو د قاچاقو په تور نيول شوي دي.
په دې اړه ښاغلي ارين وويل، د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د ځانګړو پولیسو د عملياتو په نتيجه کې ۲۸ کيلوګرامه چرس ونيول چې په يوه ګړندي موټر کې پټ کړل شوي و.
د يادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور دوه نفره هم نيول شوي دي.