د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۱

د زهرو کاروان

تخار کې څه باندې ۵۰ کیلو ګرامه نشه‌یي مواد او شراب ونیول شول

ارشیف، نیول شوي نشه‌یي مواد
ارشیف، نیول شوي نشه‌یي مواد

پولیسو په تخار ولایت کې څه د پاسه ۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد او شراب ونیول.

د تخار ولایت امنیه قوماندان سید معراج‌الدین سادات رسنیو ته وویل: "د تخار ولایت پولیسو په ینګي کلا ولسوالۍ کې ۴۲ کیلوګرامه هیروئین ونیول چې په یوه بار وړونکي موټر کې پټ کړای شوي او په پام کې وه چې تاجکستان ته‌یې قاچاق کړي."

په دوهمه پېښه کې پولیسو په تالقانو ښار او رستاق ولسوالۍ کې ۱۳ لیټره شراب او څه اندازه ښیښه ونیوله چې د استوګنې په یوه کور کې پټ کړای شوي ول.

د دې دوو پېښو په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.

ننګرهار کې نږدې ۵۰ کیلو ګرامه نشه‌یي مواد نیول شوي

ارشیف، په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي نشه‌یي مواد
ارشیف، په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي نشه‌یي مواد

په ننګرهار ولایت کې نږدې ۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په سُرخرود ولسوالۍ کې ۱۲ کیلوګرامه هیروئین، نږدې ۹ کیلوګرامه ښیښه او څه د پاسه ۲۹ کیلوګرامه چرس ونیول."

د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور شپږ کسان نیول شوي او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

کابل کې ۸۰ کیلو ګرامه کیمیاوي نشه‌یي مواد نیول شوي

ارشیف، نشه‌یي توکي
ارشیف، نشه‌یي توکي

د کابل پولیسو څه د پاسه ۸۰ کیلو ګرامه کیمیاوي نشه‌يي مواد ونیول.

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل: "له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د حمل میاشتې په ۱۹ نېټه په بګرامیو ولسوالۍ کې ۷۹ کیلوګرامه ښیښه، یو کیلو ګرام کراک، یو کیلو ګرام د نشه‌يي ګولیو جوړولو خام مواد، لسګونه نشه‌يي ګولۍ او یو لیټر سیماب نیولي چې په یوه کرولا موټر کې پټ کړای شوي ول."

د دې موادو د قاچاقو په تور څلور کسان هم نیول شوي دي.

هلمند کې نږدې ۵۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

ارشیف، کندهار کې کرل شوي کوکنار
ارشیف، کندهار کې کرل شوي کوکنار

په هلمند ولایت کې نږدې ۵۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه شوې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل: "له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو جلا جلا عملیاتو کې په نهر سراج ولسوالۍ کې ۳۷۰ جریبه او په نادعلي ولسوالۍ کې ۱۰۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښتونو څخه پاکه کړې."

د ښاغلي ځواک په خبره د کوکنارو د کښتونو اړولو پسرلني عملیات چې د حمل میاشتې په لومړیو کې پیل شوي ول، په راتلونکو اوونیو کې به هم دوام ولري.

بلخ او بغلان کې څه د پاسه ۱۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په بلخ او بغلان ولایتونو کې څه د پاسه لس کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل: "په لومړۍ پېښه کې د بغلان پولیسو د حمل د میاشتې په (۱۳) نېټه په پلخمري ښار کې (۹) کیلوګرامه چرس ونیول چې په کرولا موټر کې پټ کړای شوي ول او کابل ته قاچاق کيدل."

او په دومه پېښه کې پولیسو د مزار شریف ښار په اوومه ناحیه کې د استوګنې په یوه کور کې دوه نیم کیلوګرامه چرس ونیول.

ننګرهار کې څه د پاسه ۲۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف
ارشیف

د ننګرهار ولایت پولیسو په درې جلا جلا پېښو کې څه د پاسه دوه سوه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د حمل د میاشتې په (۱۳) نېټه پولیسو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې (۱۰۹) کیلوګرامه چرس ونیول چې په کرولا موټر کې پټ کړای شوي و.

دغه ډول پولیسو په دوو نورو عملیاتو کې په جلال اباد ښار کې (۴۳) کیلوګرامه چرس او په بهسودو ولسوالۍ کې (۸۰) کیلوګرامه تاریاک ونیول.

د دې دریو پېښو په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.

د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۲۰ تنه عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي

ارشیف
ارشیف

د نشه يي موادو د قاچاقو په تور شل تنه عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډیو ته وویل: "امنیتي ځواکونو دا شل کسان په بېلا بېلو ولایتونو کې د (۱۵) پېښو په تړاو له نږدې سل کیلوګرامه نشه يي موادو سره نیولي او د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته یې معرفي کړي دي."

د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو په تېرو اوو ورځو کې د نشه يی موادو (۲۶) خرڅوونکي او قاچاق کوونکي له پنځو کالو څخه نیولې بیا تر (۳۰) کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.

د ننګرهار پولیسو ۲۱۶ کیلوګرامه چرس ونیول

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه ۲۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولايت پولیسو د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې ۲۱۶ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې جلال‌اباد ښار ته‌يې قاچاق کړي.

د دې موادو د قاچاق په تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

جوزجان کې نیول شوي نشه‌یي مواد وسوځول شول

ارشیف، انځور تزئیني بڼه درلوده.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه درلوده.

په جوزجان ولایت کې څه د پاسه اته ټنه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "په تېر یوه کال کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د څه پاسه سلو عملیاتو په نتیجه کې تر اته ټنه ډېر هیروئین، ښیښه، چرس، تاریاک او شراب تر نیولو وروسته سوځول شوي دي."

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور د عدلي او قضايي مرکز له‌خوا څه د پاسه ۵۰ کسان په جزا باندې محکوم شوي دي.

پولیسو په نیمروز کې يوه اندازه نشه يي مواد او تېزاب ونیول

ارشیف
ارشیف

پولیسو په نیمروز ولایت کې يوه اندازه نشه يي مواد او تېزاب ونیول.

د نیمروز ولایت امنیه قومندان الله داد فدايي ازادۍ راډیو ته وویل، د دې ولایت پولیسو د حوت د میاشتې پر (۲۷) نېټه د دې ولایت په مرکز زرنج پورې اړوندو سیمو کې (۶۰) لېټره تېزاب او دوولس کیلو او (۸۰۰) ګرامه تاریاک ونیول.

د دې موادو د ساتنې او قاچاقو په تور څوک نه دی نیول شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG