د زهرو کاروان
د نیمروز پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلوګرامه نشهیي ګولۍ ونیولې
د نیمروز ولایت پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلوګرامه نشهيي ګولۍ ونیولې.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "د نیمروز ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په زرنج ښار کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې دوه لکه او پنځه زره د ټریماډول په نوم نشهيي ګولۍ نیولي چې مجموعي وزنیې ۴۱ کیلوګرامه و."
دا ګولۍ له بهر څخه افغانستان ته راوړل شوې وې او په تور یې یو تن هم نیول شوی دی.
هلمند ته څه د پاسه ۴ ټنه قاچاق کېدونکي بنګ ونیول شول
هلمند ولایت ته د څه د پاسه څلور ټنه بنګو د قاچاقو مخه ونیول شوه.
د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محبالله محب ازادي راډیو ته وویل، څلور نیم ټنه بنګ هغه مهال ونیول شول چې له فراه ولایت څخه هلمند ولایت تهیې له قاچاق کولو وروسته پر بزګرو باندې خرڅول.
ښاغلی محب زیاتوي: "څلور نیم ټنه بنګ هغه مهال ونیول شول چې په یوه ټېلر موټر کې پټ کړای شوي او په پام کې وه چې هلمند ولایت تهیې قاچاق کړي. په دې تور نیول شوي قاچاق کوونکي عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي."
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له فراه څخه هلمند ولایت ته د نشهيي موادو قاچاق ډېر شوی دی.
ننګرهار کې نږدې ۲ زره کیلوګرامه نشهیي مواد وسوځول شول
په ننګرهار ولایت کې نږدې دوه زره کیلوګرامه نشهيي او کیمیاوي مواد وسوځول شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل: "له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د نشهيي موادو د تولید پر یوې کارخانې باندې برید کړی چې په نتیجه کې یې ۱،۷۰۰ کیلوګرامه چرس، ۱۲۰ لیټره مورفین، ۱۵۰ کیلوګرامه کاربن او څه اندازه هیروئین نیولي دي."
په دې عملیاتو کې کارخانه ویجاړه او ټول نیول شوي نشهيي مواد وسوځول شول.
کندزیان: دلته په ښکاره نشه يي مواد خرڅېږي
د کندز خلک په دې ولايت کې په ښکاره د نشه يي موادو د خرڅولو له امله شکايت کوي.
د کندز ولايت ځينې خلک وايي چې، اوس مهال ډېری ځوانان نشې کوي، په تېره بيا د ټابلیټ کا په نوم نشه يي ګولۍ ډېرې خوري او د دې ګوليو خوراک مخ پر ډېرېدو دی.
دوی وايي چې په کندز کې دا نشه يي مواد ښکاره خرڅېږي، خو پولیس يې مخه نه نيسي، مګر د کندز د امنیه قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري دا خبره نه مني چې په دې ولايت کې نشه يي مواد ښکاره خرڅېږي.
دی دا مني چې په دې ولايت کې نشه يي مواد خرڅېږي، خو د پولیسو له خوا کلک څارل کېږي.
چارواکي: بادغیس کې د نشه يي موادو د قاچاق پر مهال ۲ تنه نیول شوي
د بادغيس ولايت زندان ته د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونيول شول.
د زندانونو د تنظيم ادارې وياند فرهاد باياني ازادۍ راډيو ته وويل، دوو پولیسو غوښتل چې د ښېښې په نوم نشه يي مواد زندان ته يوسي او بيا يې پر زندانيانو باندې خرڅ کړي، خو زندان ته تر وړلو مخکې ونيول شول.
د يادونې وړ ده چې په روان کال کې دا څووم ځل دی چې پوليس زندانونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول کېږي.
چارواکي: فراه کې د نشه یي موادو ۸ قاچاق کوونکي نیول شوي
په فراه ولايت کې په تېرو دوو مياشتو کې د نشه يي موادو (۸) قاچاق کوونکي نيول شوي دي.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د ثور د مياشتې پر ۲۴ نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو دوو مياشتو کې (۸) قاچاق کوونکي ونيول.
ښاغلي محب زياته کړه، په دې موده کې پولیسو شراب هم نيولي دي: " يوه مشکوک شخص څلورنيم ټنه بنګ په يوه موټر کې پټ کړي وو او غوښتل يې چې هلمند ته يې قاچاق کړي، خو له نېکه مرغه چې دا کس د فراه ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ونيو."
نیمروز کې د تاریاکو د قاچاق په تور ۲ تنه نیول شوي
په نيمروز ولايت کې د تارياکو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونيول شول.
د کورنيو چارو وزرات وياند طارق ارين ازادۍ راډيو ته وويل، پولیسو په زرنج ښار کې دوه تنه په داسې حال کې ونيول چې غوښتل يې په يوه سفري بکس کې پنځه کېلو ګرامه تارياک زرنج ښار ته قاچاق کړي او بيا يې پر معتادينو باندې خرڅ کړي.
نيول شوي قاچاق کوونکي له نيول کېدو سره سم عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
ننګرهار کې له ۱۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي
په ننګرهار ولايت کې پولیسو تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، په لومړي ګام کې پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال (۹۸) کيلوګرامه چرس ونيول.
دا چرس په يوه موټر کې پټ کړل شوي او له خوګياڼيو ولسوالۍ څخه غني خېلو ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.
په دوهم ګام کې پولیسو (۳۲) کيلوګرامه چرس ونيول.
دا چرس له چپرهار ولسوالۍ څخه دربابا ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.
په دريم اقدام کې پولیسو يوولس کيلوګرامه چرس له خوګياڼو ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته د قاچاقو پر مهال ونيول.
د نشه يي موادو د دې دريو پېښو په تور پنځه تنه نيول شوي دي.
د هرات پولیسو بهر ته د نشهیي موادو د قاچاق مخه ونیوله
په هرات ولايت کې د کرسټالو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د هرات د امنيه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده ازادي راډيو ته وويل: "له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په اسلام کلا کې د باري موټرو د تلاشۍ پر مهال ۳۰ کيلوګرامه کرسټال ونيول. په پام کې وه چې دا کرسټال له هېواد څخه دباندې قاچاق کړل شي."
د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه نور هم د دې نشهيي موادو د قاچاقو په تور نيول شوي دي.
د نیمروز پولیسو سلګونه کیلو ګرامه نشهیي مواد ونیول
په نيمروز ولايت کې تر ۱۸۰ کیلوګرامو نشهيي مواد ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل: "د نيمروز ولايت له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د ثور د مياشتې په ۱۵مه نېټه د زرنج ښار په جنوب خوا کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۸۰ کيلوګرامه نشهيي مواد ونيول.
په دې نشهيي موادو کې ۲۱ کيلوګرامه هيروئين او ۱۵۹ کيلوګرامهيې تارياک شامل دي.
تر دې مهاله د دې نشهيي موادو د ساتلو په تور څوک نهدي نيول شوي، خو پولیسو د پېښې په ځای کې دوه ميله وسلې او يو کورولا موټر موندلی او ضبط کړی دی.