د زهرو کاروان
نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته له ۳۰ ډېر کسان معرفي شوي
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته تر دېرشو ډېر تورن کسان معرفي شول.
د دې مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل، (۳۶) تنه چې د امنيتي ادارو له خوا د نشه يي موادو په (۲۵) پېښو کې د لاس لرلو په تور مخکې نيول شوي، د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او د دوسيو څېړل يې پيل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ ابتداييه محکمې په خپله غونډه کې د نشه يي موادو دوه قاچاق کوونکي په پنځو کالو بند او د دې تر څنګ د استيناف محکمې هم شپږ تنه له څلورو کالو څخه نيولې بيا تر پنځو کالو پورې په تنفيذي بند باندې محکوم کړل.
ننګرهار کې پولیسو لسګونه کیلوګرامه کېمیاوي مواد نیولي
په ننګرهار ولايت کې له نشه يي موادو سره ځانګړو پولیسو د عملياتو په نتيجه کې لسګونه کيلوګرامه کېمياوي مواد ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې عمليات وکړل چې د امونيم کلورايډ په نوم (۵۰) بوجۍ کېمياوي مواد يې ونيول.
دا کېمياوي مواد په يوه کور کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د ننګرهار ولسواليو ته قاچاق او بيا د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې واخیستل شي.
د دې کېمياوي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور دوه نفره نيول شوي او د څېړنو لپاره کابل ته وړل شوي دي.
د خوست پولیسو تر ۱۰ کیلو ګرامه ډېر تاریاک نیولي
په خوست ولايت کې پولیسو ترلس کیلوګرامه ډېر تارياک ونيول.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل، دوولس کيلوګرامه تارياک چې په يوه سراچه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې له يوې ولسوالۍ څخه د خوست مرکز ته قاچاق شي، پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی نيول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.
کابل پولیسو ۴ کیلو ګرامه کرسټال نیولي
پولیسو په کابل ښار کې څلور کيلوګرامه کرسټال ونيول.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د سرطان د مياشتې پر ۱۱ نېټه د کابل ښار په ۱۷ مه ناحيه کې د عملياتو په نتيجه کې د استوګنې په یوه کور کې څلور کيلوګرامه کرسټال ونيول.
دوه کسه چې په دې کور کې اوسېدل هم د دې نشه يي موادو د خرڅلاو په تور نيول شوي دي.
چارواکي: کندهار کې د ۱۰ کیلو ګرامو هیرویینو د قاچاق مخه نیول شوې
کندهار ښار ته تقريباً د لسو کيلو ګرامو هیرويينو د قاچاقو مخه ونیول شوه.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، دوه کسه چې غوښتل يې ۹ نيم کيلوګرامه هيرويين د جوسو په ۴۱ بوتلونو کې کندهار ښار ته قاچاق کړي او بيا يې پر معتادينو باندې خرڅ کړي، د سرطان د میاشتې پر ۱۱ نېټه په ميوند ولسوالۍ کې ونيول شول.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په ښارونو کې د هیرويينو او ښېښې استعمال ډېر شوی دی.
ننګرهار کې تر ۱۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي
په ننګرهار ولایت کې پولیسو په څلورو جلا جلا عملياتو کې تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د سرطان د میاشتې پر ۱۲مه نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، پولیسو په خوګياڼيو او سره رود ولسوالیو کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په دوو موټرو کې ۷۴ کيلو ګرامه چرس ونيول.
په دوو نورو عملياتو کې چې د جلال اباد ښار په اتمه او نهمه ناحيه کې وشول، ۳۵ کيلوګرامه ښیښه ونيول شوه.
د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور پنځه تنه نيول شوي دي.
کابل پولیسو څه د پاسه ۷۰ کیلوګرامه چرس نیولي
په کابل ولایت کې څه د پاسه اویا کیلوګرامه چرس ونیول شول.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د دې ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې (۷۴) کیلوګرامه چرس ونیول چې د ګازو په ډبو کې پټ کړای شوي او په یوه موټر کې له پکتیا ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل.
د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.
ننګرهار پولیسو د ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیولې
د ننګرهار پولیسو د نږدې دېرش کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو د دې ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې پنځلس نیم کیلوګرامه چرس نیولي چې په یوه موټر کې یې یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کول.
پولیسو په دوهمو عملیاتو کې چې د نشه يي موادو د پرچون خرڅوونکو د نیولو په هدف ترسره شول، (۱۳) کیلوګرامه چرس د خرڅلاو پر مهال ونیول.
د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو د دی دوو قضیو په تور څلور کسان هم نیول شوي دي.
چارواکي: فاریاب کې ۴ تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي
په فاریاب ولایت کې ۴ کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول شول.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو څلور تنه هغه مهال ونیول چې شراب یې جوړول او په قیصار ولسوالۍ کې یې پر خلکو باندې خرڅول.
له نیول شویو کسانو څخه (۱۳۰) لېټره شراب، دوه نیم کیلوګرامه تاریاک، یو کیلوګرام ښیښه او نیم کیلوګرام هیرویین نیول شوي دي.
نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
کندز کې یو تن له څه د پاسه ۱۰ کیلوګرامه نشهيي موادو سره ونیول شو
په کندز ولایت کې یو تن له څه دپاسه ۱۰ کیلوګرامه نشهيي موادو سره ونیول شو.
د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرتالله اکبري ازادي راډیو ته وویل: "یو تن هغه مهال په امام صاحب ولسوالۍ کې ونیول شو چې غوښتلیې ۱۳ کیلوګرامه چرس پر یوه موټرسایکل باندې له کندز څخه یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کړي."
نیول شوی کس له لومړنیو څېړنو وروسته له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.