د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د زهرو کاروان

بدخشان کې تر ۶۰ کیلو ګرامه ډېر نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په بدخشان ولايت کې په يوه کور کې تر شپېتو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني ازادۍ راډيو ته وويل، د بدخشان پولیسو په خاش ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د استوګنې په دوو کورونو کې ۶۱ کيلوګرامه چرس ونيول.

هغه زیاته کړه: " نن د بدخشان ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د بدخشان ولايت د خاش ولسوالۍ د استوګنې په دوو کورونو کې ۶۱ کيلوګرامه چرس نيولي دي."

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د چرسو قاچاق ډېر شوی دی.

پنجشیر، جوزجان او خوست کې نږدې ۵۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په دريو ولايتونو کې نږدې پنځوس کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.

د پنجشېر د والي وياند محمد منصور عنابي ازادۍ راډيو ته وويل، د پنجشېر پولیسو د اسد د مياشتې پر اوومه نېټه (۳۰) کيلوګرامه چرس ونيول.

په پام کې وه چې دا چرس په يوه بار وړونکي موټر کې له پنجشېر ولايت څخه کابل ته قاچاق شي.

دوهم عمليات د خوست ولايت په مرکز کې وشول چې په نتيجه کې يې پولیسو پنځه کيلوګرمه چرس ونيول.

په دريم ګام کې په جوزجان ولايت کې پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال نژدې پنځه کيلو ګرامه چرس ونيول.

د دې نشه يي موادو په تور اووه نفره نيول شوي او د نورو څېړنو لپاره له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

چارواکي: کابل کې د نشه يي موادو ۱۰ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په کابل ښار کې د نشه يي موادو نږدې لس قاچاق کوونکي او خرڅوونکي ونيول شول او دوکانونه يې هم وتړل شول.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس ازادۍ راډیو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په بنايي سیمه کې ۱۸۰۰ ليټره شراب، تر زرو ډېرې ټابليټ کا نشه يي ګولۍ، څه اندازه چرس، تر اووه لکه ډېرې افغانۍ، تر دوه زره ډېر امريکايي ډالر او تر دوه لکه ډېرې نغدې پاکستانۍ کالدارې ونيولې.

د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور دوولس تنه نيول شوي او دوکانونه يې تړل شوي دي.

نیمروز کې تر ۱۰۰ کیلو ګرامه ډېر تاریاک نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په نيمروز ولايت تر سلو کيلوګرامو ډېر تارياک ونيول شول.

د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د اسد د مياشتې پر اوومه نېټه په زرنج ښار کې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۱۰ کيلوګرامه تارياک ونيول شول.

دا تارياک په داسې حال کې ونيول شول چې د قاچاقو لپاره چمتو شوي وو.

تر اوسه پورې د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور څوک نه دي نيول شوي.

ميدان وردګ له نشه يي بوټو څخه پاک ولایت اعلان شو

ارشیف
ارشیف

د ميدان وردګو ولايت له نشه يي بوټو څخه پاک ولایت اعلان شو.

د ميدان وردګو ولايت د زراعت رياست اعلان وکړ چې، په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې په دې ولایت کې هيڅ ډول نشه يي بوټي نه دي کرل شوي.

د دوی څېړني ښيي چې په روان ميلادي کال کې به هم په دې ولايت کوکنار او نور نشه يي بوټي و نه کرل شي.

په هغو مراسمو کې چې په دې مناسبت د ميدان وردګو ولايت د زراعت رياست او ځينو مدني ټولنو له خوا په ګډه جوړ شوي، مدني فعالانو له حکومت څخه وغوښتل چې، له بزګرو سره د مرستو له لارې دي په دې ولايت کې په راتلونکي کال کې هم د نشه يي بوټو د کښت مخه ونيسي.

افغان چارواکي: د نشه يي موادو تر ۲۰ ډېر قاچاق کوونکي محاکمه شول

ارشیف
ارشیف

د نشه يي موادو تر شلو ډېر قاچاق کوونکي محاکمه شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل، د دې مرکز محکمو د نشه يي موادو ۲۵ قاچاق کوونکي د خپلو علني غونډو په نتيجه کې له څلورو کالو څخه نيولې بیا تر شلو کالو پورې په تنفيذي بند باندې محکوم کړل.

هغه زیاته کړه: "امنیتي ادارو محکوم شوی کسان د ۳۱ کیلوګرامه هیرویینو، څه باندې ۱۸ کیلوګرامه مورفینو، ۶۰ کیلوګرامو تاریاکو، ۱۱۱۳ کیلوګرامو چرسو او لس کیلوګرامه ښیښې د قاچاقو په تور د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه نیولی وو."

د ښاغلي موحد په وينا په تېره يوه اوونۍ کې امنيتي ادارو ۲۸ داسي کسان دې مرکز ته معرفي کړي چې د نشه يي موادو د قاچاقو شک ورباندې کېده.

د دې مشکوکو خلکو دوسيې د څېړلو په حال کې دي.

له بدخشان څخه کندز ته د هیرویینو د قاچاق مخه نیول شوې

ارشیف
ارشیف

له بدخشان څخه کندز ولايت ته د هیرويينو د قاچاقو مخه ونيول شوه.

د بدخشان ولايت د امنيې قوماندان وياند ثناالله روحاني ازادۍ راډيو ته وويل د بدخشان پولیسو د سرطان د میاشتې پر ۲۵ نېټه په يوه موټر کې لس کيلوګرامه هیرويين ونيول.

دا نشه يي مواد چې د بدخشان په يوه ولسوالۍ کې په موټر کې پټ ايښودل شوي، په پام کې وه چې کندز ولايت ته قاچاق شي.

د يادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.

چارواکي: پنجشیر کې تر ۲۰ کیلوګرامه ډېر نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په پنجشير ولايت کې تر شلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.

د پنجشير د والي وياند محمد منصور عنابي د سرطان د میاشتې پر (۲۵) نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، پنځه ویشت نيم کيلوګرامه چرس چې په يوه کورولا موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې له پنجشېر ولايت څخه کابل ولايت ته قاچاق کړل شي، د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

موتر چلوونکی هم د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول شوی دی.

نیمروز کې یوه اندازه ښیښه نیول شوې

ارشیف
ارشیف

نيمروز ولايت ته د شلو لېټرو ښیښې د قاچاقو مخه ونيول شوه.

د نيمروز د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په زرنج ښار کې عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې (۱۸) لېټره مايع ښیښه ونيوله.

دا ښیښه په يوه باروړونکي موټر کې پټه کړل شوې وه.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور څوک نه دی نيول شوی.

کابل کې زرګونه نشه يي ګولۍ او تر ۱۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په کابل ښار کې زرګونه نشه يي ګولۍ او تر لسو کيلو ګرامو ډېر نور نشه يي مواد ونيول شول.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس د سرطان د میاشتې پر (۱۹) نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې دوه جلا جلا عمليات وکړل.

د لومړيو عملياتو په نتيجه کې تر يوولسو کیلوګرامو ډېره ښیښه او د دوهمو عملياتو په نتيجه کې د ټابلیټ کا په نوم (۲۴۵۰) نشه يي ګولۍ ونيول شوې.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور دوه تنه نيول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG