د زهرو کاروان
خوست کې تر شلو کيلوګرامو ډېر چرس ونيول شول
په خوست ولايت کې د قاچاقو پر مهال تر شلو کيلوګرامو ډېر چرس ونيول شول.
۲۸ کيلوګرامه چرس چې په پام کې وه له دوه منده ولسوالۍ څخه د خوست ولايت مرکز ته قاچاق شي، پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول.
د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کېد دې پېښې د تائيد تر څنګ دا يادونه هم شوې چې د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه نيول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
امنیتي ادارو نږدې ۱۲ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي
امنیتي ادارو نږدې ۱۲ کسان د نشهيي موادو د قاچاقو په تور نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل: "دا ۱۲ کسان د ۱۲ پېښو په تړاو له نشهيي موادو سره یوځای نیول شوي او دوسیې یې څېړل کېږي."
د یادونې وړ ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو په تېره یوه اوونۍ کې د نشهيي موادو اته قاچاق کوونکي په پنځو کالو بند باندې محکوم کړي دي.
په ۷ ولایتونو کې د 'نشهيي موادو' ۱۷ خرڅوونکي ونیول شول
په ۷ ولایتونو کې د نشهيي موادو ۱۷ خرڅوونکي ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت په خبرپاڼه کې راغلي چې په نیمروز، کابل، فاریاب، پروان، تخار، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې له نشهیي موادو سره د مبارزی ځانګړو پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې د نشهيي موادو ۱۷ خرڅوونکي د دې موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول شول.
له نیول شویو کسانو څخه نږدې ۱۰ کیلو ګرامه هیروئین، چرس، ښیښه او نشهيي ګولۍ نیول شوې دي.
بدخشان ته د نږدې ۲ زره کیلوګرامه کیمیاوي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه
بدخشان ولایت ته د نږدې ۲،۰۰۰ کیلو ګرامه کیمیاوي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د تخار ولایت امنیه قوماندان سید معراجالدین سادات رسنیو ته وویل: "۱۹۹۰ کیلو ګرامه امونیم کلورایډ هغه مهال په تخار ولایت کې ونیول شول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او له کندز ولایت څخهیې بدخشان ته قاچاق کول."
دا مواد د هیروئینو د تولید په هدف بدخشان ته قاچاق کېدل چې په تور یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
نیمروز او تخار کې لسګونه معتادین د درملنې مرکزونو ته یووړل شول
په نیمروز او تخار ولایتونو کې لسګونه معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته یووړل شول.
د عامې روغتیا وزارت د نشهيي موادو د غوښتنې کمولو ریاست وايي چې د دې ریاست روغتیايي کارکوونکو د پولیسو په مرسته د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه ۱۰۰ معتادین او د تخار ولایت له مرکز تالقانو څخه ۲۹ معتادین راتول او د درملنې مرکزونو تهیې معرفي کړل.
په دې دوو ولایتونو کې د معتادینو د راټولولو پر مهال د نشهيي موادو خرڅوونکي هم نیول شوي دي.
کندز کې ۲ کسان د هیرویینو د قاچاقو پر مهال نیول شوي
دوه کسان کندز ولایت ته د هیرویینو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.
د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۴ نېټه دوه کسان هغه مهال ونیول چې څه د پاسه یو کیلوګرام هیرویین یې په ۵۹ کپسولونو کې په خپلو خېټو کې پټ کړي او کندز ولایت ته یې قاچاق کول.
د بدخشان پولیسو د هیرویینو او شرابو د قاچاقو مخه ونیوله
د بدخشان پولیسو دغه ولایت ته د هیرویینو او شرابو د قاچاقو مخه ونیوه.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۴ نېټه په کوف آب ولسوالۍ کې ۵۰ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې دې ولایت ته قاچاق کېدل.
هغه زیاته کړه: "دغه ډول په یوه بله پېښه کې ۲۸ لېټره شراب هم نیول شوي چې له کندز ولایت څخه بدخشان ته قاچاق کېدل. د دې پېښې په تړاو یو تورن کس هم نیول شوی دی."
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.
پولیسو په بلخ کې څه د پاسه ۶۰۰۰ لېټره شراب نیولي
پولیسو په بلخ ولایت کې څه د پاسه شپږ زره لېټره شراب ونیول.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادۍ راډیو ته وویل، سرحدي پولیسو د ملي امنیت د کارکوونکو په مرسته په حیرتان بندر کې ۶۱۷۵ لېټره شراب ونیول.
دا شراب د لوبیا په بوجیو کې پټ کړای شوي او په یوه لارۍ موټر کې یې له ازبکستان څخه افغانستان ته قاچاق کول.
په کونړ او خوست کې څه د پاسه ۳۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي
په کونړ او خوست ولایتونو کې څه د پاسه درې سوه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړیو عملیاتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کونړ ولایت په نورگَل ولسوالۍ کې د پوتاشیم کلورایډ په نوم ۲۷۵ کیلوګرامه نشه يي مواد او څه د پاسه ۲۹ کیلوګرامه تاریاک ونیول.
دغه ډول امنیتي ځواکونو د خوست ولایت په دومنده ولسوالۍ کې ۶۴ کیلوګرامه چرس ونیول.
د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.
امنیتي مسئولین: بغلان کې سلګونه نشه يي ګولۍ نیول شوي
په بغلان ولايت کې سلګونه نشه يي ګولۍ د قاچاقو پر مهال ونيول شوې.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت ازادۍ راډيو ته وويل، دوه نفره چې غوښتل يې ۸۸۰ ټابليټ کا نشه يي ګولۍ له کابل ولايت څخه بلخ ولايت ته قاچاق کړي، د بغلان ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د پلخمري ښار د کمربند شَمَرق او نساجۍ کلوپ په سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيولې.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختونو کې د افغانستان په مرکز او شمالي ولايتونو کې د ټابليټ کا نشه يي ګوليو استعمال ډېر شوی دی.