د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

د زهرو کاروان

چارواکي: ۵۰ تنه قاچاق کوونکي په جزا محکوم شول

ارشیف
ارشیف

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو ۵۰ قاچاق کوونکي په جزا باندې محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د میزان د میاشتې پر ۲۳ نېټه ازادۍ راډیو ته وویل، د نشه يي موادو د ۳۳ قضیو په تړاو ۵۰ قاچاق کوونکي نیولي چې د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له دوو څخه نیولې بیا تر ۲۰ کالو پورې په بند باندې محکوم شوي دي.

له دې قاچاق کوونکو سره څه د پاسه ۱۵ کیلوګرامه هیرویین، ۸۶ کیلوګرامه مورفین، ۱۵۸ کیلوګرامه تاریاک، څه د پاسه یو ټن بنګې او ۱۸۰ کیلوګرامه چرس هم نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې امنیتي ادارو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو ۲۸ تورن کسان نیولي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.

د کابل پولیسو د ۴۰کیلوګرامو چرسو د قاچاقو مخه نیولې

ارشیف
ارشیف

د کابل پولیسو د څلوېښت کیلوګرامو چرسو د قاچاقو مخه ونیوله.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادۍ راډیو ته وویل، د خیرخانې کوتل په سیمه کې یې څلوېښت کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول چې د هېواد له شمال څخه یې په یوه موټر کې کابل ته قاچاق کول.

د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی نیول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

په تخار کې نږدې ۳۰ کیلوګرامه هیرویین نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په تخار ولایت کې نږدې ۳۰ کیلوګرامه هیرویین ونیول شول.

د میزان د میاشتې پر ۲۲ نېټه د تخار ولایت د رُستاق ولسوالۍ په خانقاه سیمه کې ۲۹ کیلوګرامه هیرویین هغه مهال ونیول شول چې د بدخشان له شهر بزرګ ولسوالۍ څخه په یوه موټر کې وړل کېدل.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې موادو د قاچاقو په تور یې د موټر چلوونکي په ګډون دوه کسان هم نیولي دي.

د تخار پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله

ارشیف
ارشیف

د تخار ولايت پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د تخار د امنيې قوماندان سيد معراج الدين سادات وايي چې، د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم تر ۴۲ لېټرو ډېر کېمياوي مواد چې په پام کې وه د موټر په وسيله له کندز ولايت څخه تخار ولايت ته قاچاق شي، د تخار پولیسو ونيول.

د يادونې وړ ده چې د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم کېمياوي مواد له بهر څخه افغانستان ته راوړل کېږي او د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د هرات پولیسو ۱۱ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال نیولي

ارشیف
ارشیف

د هرات پولیسو يوولس تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال ونيول.

د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولیزاده ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په هرات ښار، انجيل او ګذرې ولسواليو کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې يوولس تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال ونيول.

له دې يوولسو نفرو سره ۱۷ کيلوګرامه هيرويين، ۳۵ کيلوګرامه چرس او څه اندازه ښیښه هم نيول شوې ده.

دا تورن کسان تر نيول کېدو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي.

چارواکي: کابل کې تر لسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ او شراب ونيول شول

ارشیف
ارشیف

په کابل ولايت کې تر لسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ او شراب ونيول شول.

د ټابليټ کا په نوم اوولس زره او ۲۵۵ نشه يي ګولۍ چې په پام کې وه د موټر په وسيله له ختيځو ولايتونو څخه کابل ته قاچاق شي، د پلچرخي په سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شوې.

د يادونې وړ ده چې د دې نشه يي ګوليو په تور دوه نفره هم نيول شوي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز رسنیو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په لومړۍ، لسمه او يوولسمه حوزه کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې په مجموعي ډول د ۱۳۷ بوتلو شرابو تر څنګ، تر څلورو کيلوګرامو ډېر بېلابېل نشه يي مواد او تر۳۲ زرو ډېر ډالر او درې لکه افغانۍ هم نيولي دي.

د قاچاقو د دې پېښو په تړاو څلور تنه هم نيول شوي دي.

پولیسو ننګرهار کې نږدې ۶۰کیلوګرامه نشه يي مواد او نشه يي ګولۍ نیولي

ارشیف
ارشیف

په ننګرهار ولایت کې نږدې شپېته کیلوګرامه نشه يي مواد او نشه يي ګولۍ ونیول شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په جلال اباد ښار، بټیکوټ ولسوالۍ او تورخم بندر کې درې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې (۴۶) کیلوګرامه ښیښه، څه د پاسه (۹) کیلوګرامه هیرویین او ټابلیټ کا په نوم (۶۹۸۹) نشه يي ګولۍ ونیولې.

د دې پېښو په تړاو درې تورن کسان هم نیول شوي دي.

په څلورو ولايتونو کې د نشه يي موادو ۵ قاچاق کوونکي نيول شوي

ارشیف
ارشیف

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وايي، په څلورو ولايتونو کې يې د نشه يي موادو پنځه قاچاق کوونکي نيولي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت په خبرپاڼه کې راغلي چې، لومړي عمليات د بدخشان په مرکز فيض اباد کې شوي چې په نتيجه کې يې ۷۳ ليټره شراب او څه اندازه هيرويين نيول شوي دي.

دوهم عمليات په کندز ولايت کې شوي په نتيجه کې يې څلور کيلوګرامه چرس او ټابليټ کا ګولۍ نيول شوي دي.

دريم عمليات د کندهار ښار په دوو ناحيو کې شوي چې په نتيجه کې يې ۱۳۹ ټابليټ کا ګولۍ نيول شوي او څلورم عمليات په پروان ولايت کې شوي چې په نتيجه کې يې نژدې څلورکيلوګرامه هيرويين نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د دې نشه يي موادو په تور پنځه تنه هم نيول شوي

چارواکي: ننګرهار کې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیول شوې

ارشیف
ارشیف

پولیسو په ننګرهار ولايت کې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين ازادۍ راډيو ته وويل چې په ننګرهار ولايت کې يې درې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د ټابليټ کا په نوم نشه يي ګوليو او چرسو د قاچاقو مخه نيولې ده.

ښاغلی زياتوي چې، لومړي عمليات يې د ننګرهار په مومند دره ولسوالۍ کې کړي چې په نتيجه کې يې د ټابيټ کا په نوم ۱۷۰ نشه يي ګولۍ نيولي دي.

دوهم عمليات په دربابا ولسوالۍ کې شوي چې په نتيجه کې يې ۱۸ کيلوګرامه چرس نيول شوي دي، دغه ډول دريم او څلورم عمليات د جلال اباد ښار په نهمه ناحيه کې شوي چې په نتيجه کې يې څلور کيلو ګرامه هيرويين نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.

پولیسو په کابل کې تر لسو کيلوګرامو ډېر هيرويين ونيول

ارشیف
ارشیف

په کابل ښار کې پولیسو تر لسو کيلوګرامو ډېر هيرويين ونيول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل په نهمه ناحيه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو يو خرڅوونکی ونيو.

دا سړی چې يوولس کيلوګرامه هيرويين ورسره وو، غوښتل يې چې دا نشه يي مواد د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې پر معتادينو باندې وپلوري.

د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل چې، د دې پېښې دوسيې به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG