د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د زهرو کاروان

چارواکي: د نشه يي موادو تر دېرشو ډېر قاچاق کوونکي مجازات شول

ارشيف
ارشيف

د نشه يي موادو تر دېرشو ډېر قاچاق کوونکي مجازات شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د علني غونډو په جوړولو سره د نشه يي موادو (۳۶) قاچاق کوونکي چې د (۲۸) پېښو په تړاو نيول شوي وو، له دوو کالو څخه نيولې بیا تر شپاړسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل چې، دا قاچاق کوونکي په بېلابېلو ولايتونو کې نيول شوي دي، له دوی سره نژدې درې سوه کيلوګرامه نشه يي مواد نيول شوي دي، په دې نشه يي موادو کې هيرويين، ښيښه، چرس او تارياک شامل دي.

دغه ډول امينتي ادارو په تېره اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاقو (۲۳) مشکوک کسان ځانګړي څانوالۍ ته معرفي کړي او دوسيې يې د څېړلو په حال کې دي.

کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۷ تنه ونيول شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل ښار کې د نشه يي موادو د قاچاقو او پلورلو په تور اووه تنه ونيول شول.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې شپږ کيلوګرامه هيروئين ونيول شول، دا هيروئين د موټر په ټايرونو کې پټ ایښودل شوي او په پام کې وه چې پر معتادينو باندې وپلورل شي.

دغه ډول پولیسو د خيرخانې په کوتل کې هم عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو پنځه قاچاق کوونکي ونيول شول، دې قاچاق کوونکو څلور کيلوګرامه ښيښه په يوه سفري بکس کي ايښي او غوښتل يې چې د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه يې کابل ته قاچاق کړي.

تورخم کې لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي ونیول شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په تورخم کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، ۲۷۵ کيلوګرامه نشه يي مواد چې په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه له هېواده دباندې قاچاق کړل شي، پولیسو ونيول.

په دې موادو کې ۵۴ کيلوګرامه هيروئين، ۸۹ کيلوګرامه تارياک او ۱۳۲ کيلوګرامه چرس شامل وو. د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.

هرات کې له ۳۰ زرو لیټره زیاتو الکولو د قاچاق مخه ونیول شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د هرات پولیسو دې ولایت ته تر ۳۰ زرو ليټرو ډېرو الکولو د قاچاقو مخه ونيوله.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ګذرې ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۱ زره او ۳۱۰ لېټره ايټايل الکول په ميرداود دروازه کې ونيول شول. دا الکول په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې هرات ښار ته قاچاق کړل شي.

د دې موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نيول شوي دي.

تر ۳۰ ډېرو قاچاقچیانو ته سزا ورکړل شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د نشه يي موادو تر ۳۰ ډېر قاچاق کوونکي مجازات شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د علني غونډو په جوړولو سره د نشه يي موادو ۳۶ قاچاق کوونکي چې د ۲۸ پېښو په تړاو نيول شوي وو، له دوو کالو څخه نيولې بیا تر ۱۶ کالو پورې پر بند محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل چې دا قاچاق کوونکي په بېلابېلو ولايتونو کې نيول شوي دي، له دوی سره نژدې ۳۰۰ کيلوګرامه نشه يي مواد نيول شوي دي، په دې نشه يي موادو کې هيروئين، ښيښه، چرس او تارياک شامل دي.

دغه ډول امينتي ادارو په تېره اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاقو ۲۳ مشکوک کسان ځانګړي څانوالۍ ته معرفي کړي او دوسيې يې د څېړلو په حال کې دي.

پنجشیر کې د څه د پاسه ۴۰ کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیول شوې

ارشیف
ارشیف

په پنجشیر ولایت کې د څه د پاسه (۴۰) کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شوه.

د پنجشیر د والي ویاند محمد منصور عنابي ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په لومړۍ پېښه کې په حصه اول ولسوالۍ کې څلوېښت کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي او له دې ولایت څخه دباندې قاچاق کېدل.

په دوهمه پېښه کې پولیسو په دې ولسوالۍ کې نږدې دوه کیلوګرامه تاریاک ونیول.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.

نږدې ۴۰ قاچاق کوونکي او د نشه يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم شول

ارشیف
ارشیف

د عدلي او قضايي مرکز محکمو د څه د پاسه څلوېښت قاچاق کوونکي او نشه يي موادو خرڅوونکي په جزا باندې محکوم کړي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د یوه حکم پر اساس چې د (۲۶) قضیو په اړه یې صادر کړی، د نشه يي موادو (۴۶) قاچاق کوونکي له لسو کالو څخه نیولې بیا تر (۳۰) کالو پورې په بند محکوم کړي دي.

د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې څو نور تورن کسان هم د دې مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي چې دوسیې يې څېړل کېږي.

هغه زیاته کړه: "په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو د لسو جرمي قضیو په تړاو په مختلفو ولایتونو کې دیارلس کسان عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي چې دوسیې یې له نشه يي موادو سره د مبارزې د اختصاصي څارنوالۍ له خوا څېړلې کېږي. "

د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه دريو تنو یې غوښتل چې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې هند ته هیرویین قاچاق کړي.

په بلخ او کندز کې نشه يي مواد او شراب نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په بلخ او کندز ولایتونو کې په دوو جلا جلا عملیاتو کې څو کیلوګرامه نشه يي مواد او شراب ونیول شول.

په لومړۍ پېښه کې د بلخ ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د مزار شریف ښار په اتمه ناحیه کې (۳۷) کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي و.

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري ازادۍ راډیو ته وویل: پولیسو په یوه بله پېښه کې د عقرب د میاشتې پر (۱۳) نېټه د کندز ښار په څلورمه ناحیه کې (۵۰) لېټره شراب ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ ايښودل شوي و.

تخار ته د څه دپاسه ۱۰ کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیول شوې

ارشیف
ارشیف

د بدخشان ولایت پولیسو تخار ولایت ته د څه دپاسه لسو کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.

پولیسو د کشم ولسوالۍ په مادابه سیمه کې یوولس کیلوګرامه هیرویین هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د بدخشان ولایت له کشم ولسوالۍ څخه تخار ولایت ته قاچاق کړل شي.

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ازادۍ راډیو ته وویل، د دې موادو د قاچاقو په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه کسان هم نیول شوي دي.

په دوو ولایتونو کې څلور قاچاق کوونکي نیول شوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان په دوو ولایتونو کې څلور قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په غزني ولایت کې درې قاچاق کوونکي له ۱۵کیلوګرامو ښیښې سره نیولي دي.

په دوهمه پېښه کې پولیسو په فاریاب ولایت کې یو قاچاق کوونکی نیولی چې غوښتل یې یو کیلوګرام هیرویین په خپله خېټه کې د میمنې ښار ته قاچاق کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG