د زهرو کاروان
امریکا 'UNODC' سره له ۳ میليونو ډالرو زیاته مرسته وکړه
د امريکا متحده ايالاتونو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې سره له درې میليونو ډالرو ډېره مرسته وکړه.
په کابل کې د امريکا سفارت په اعلاميه کې راغلي چې د امریکا متحده ايالاتونو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې يا 'UNODC'سره ۳ اعشاریه څلور میليونه ډالره مرسته وکړه، د دې مرستو هدف دا دی چې له افغان دولت سره په همکارۍ له نشه يي موادو سره مبارزې په برخه کې ولګول شي.
دا پيسې به د هرات په هوايي ډګر، حيراتان، تورخم، شيرخان، اسلام کلا، اقينه او زرنج پولو باندې ولګول شي، په دې ډول به د کنټرول سيسټم پياوړی او د نشه يي او کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيول شي.
هند ته د هيروئینو د قاچاق پر مهال ۲ تنه ونيول شول
دوه تنه هند ته د هيروئینو د قاچاق پر مهال ونيول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، دوه قاچاق کوونکي چې تر يو نیم کيلوګرام ډېر هيروئين يې د کېپسولونو په بڼه په خپلو خېټو کې پټ کړي وو او غوښتل يې چې په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه يې هند ته قاچاق کړي، په هوايي ډګر کې د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.
ننګرهار او پنجشېر کې له ۱۰۰کیلوګرامه ډېر چرس او تاریک ونیول شول
په ننګرهار او پنجشير ولايتونو کې پولیسو تر سلو کيلوګرامو ډېر چرس او تاریاک ونيول.
د کورنيو چارو وزارت د رسنيو دفتر وايي، لومړي عملیات چې د سلواغې د میاشتې په ۱۳مه نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولايت کې وکړل، په نتيجه کې يې ۶۰ کيلوګرامه چرس ونيول شول.
په دوهم اقدام کې د پنجشېر ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال په يوه موټر کې ۴۹ کيلوګرامه چرس او ۹ کيلوګرامه تارياک ونيول.
د دې دوو پېښو په تړاو درې تنه نيول شوي هم دي.
نیمروز چارواکي: د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونیول شوه
په نيمروز ولايت کې تر دوه سوه کیلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د نيمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو مدير پروېز سيستاني ازادي راډيو ته وويل، د دوی پولیسو ۸۳ کيلوګرامه ښیښه، ۱۱۰ کيلوګرامه تاریاک، ۲۱ کیلوګرامه کرسټال، ۱۳ کیلوګرامه هيروئين، ۲۵ کيلوګرامه کېمياوي مواد او ۱۹ کیلوګرامه چرس ونيول.
دا مواد له کنګ ولسوالۍ څخه په يوه موټر کې بار شوي وو او په پام کې وه چې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته قاچاق کړل شي.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.
پولیس: کابل کې تر ۳۰۰۰ لېټره ډېر شراب ونيول شول
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تر درې زره لېټره ډېر شراب ونيول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د سلواغې د مياشتې په ۱۴مه نېټه د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۸۰۰ لېټره (بير) نومې شراب ونيول شول.
په پام کې وه چې دا شراب پر دوکاندارانو وپلورل شي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي چې د دې قضيې په په تړاو يو تن هم نيول شوی دی.
په زابل کې ۴۰کيلوګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره يو ځای نيول شوي
په زابل ولایت کې څلوېښت کيلوګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره يو ځای ونيول شول.
د زابل ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو مدير عبدالرازق خدام رسنیو ته وويل، د دوی پولیسو کلات ښار ته د ننوتلو په دروازه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۳ کيلوګرامه ښیښه، نژدې لس کيلوګرامه هرويين او ۱۸ لېټره تېزاب ونيول. دا تېزاب په يوه مازدا موټر کې پټ ایښودل شوي وو.
د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.
کابل کې د درملنې په هدف لسګونه معتادین راټول شول
د کابل له بېلابېلو سيمو څخه تر دوه سوه ډېر معتادین راټول او د معتادينو روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.
د عامې روغتيا وزارت د معتادينو د درمنلې د ملي پروګرام مسوول محمد شعیب شهرام وايي چې، دا کمپاین د کابل په سرای شمالي او پل سوخته سيمو کې وشو. د يادونې وړه ده چې په دې کمپاين کې د عامې روغتیا وزارت نشه يي موادو غوښتنې کمولو ریاست، پوليسو، کار او اجتماعي چارو وزارت ونډه درلوده.
د دې کمپاين په نتيجه کې ۲۲۵ بې سرپناه معتادین چې د ژمي د يخنۍ له امله يې ژوند له ګواښ سره مخ و راټول او د معتادينو روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.
په ننګرهار کې تر سلو کیلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول
په ننګرهار ولایت کې د دوو ځانګړو عملياتو په نتيجه کې تر سلو کیلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.
لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د دلوې د مياشتې پر اتمه نېټه د ننګرهار ولایت په نازيانو ولسوالۍ کې وکړل، په نتيجه کې يې تر سلو کيلوګرامو ډېر تارياک ونيول شول.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر وايي چې، دوهم عمليات د جلال اباد د چمتلې سيمې پر يوه کور وشول چې په نتيجه کې يې ۲۰ کيلوګرامه هيرويين ونيول شول.
د دې نشه يي موادو د ساتلو په تور څوک نه دي نيول شوي.
له ايران څخه افغانستان ته د کېمياوي موادو د قاچاقو مخه نیول شوې
له ايران څخه افغانستان ته تر پنځو زرو کيلوګرامو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولیزاده ازادۍ راډيو ته وويل،۵۳۵۰کيلوګرامه کېمياوي مواد چې آيوډين نومېږي، د پټاټو يا کچالو په بوجیو کې پټ ایښودل شوي او په پام کې وه چې له ايران څخه افغانستان ته قاچاق او بیا د هیرويينو جوړولو لپاره هلمند ولایت ته قاچاق شي، د هرات په ګذره ولسوالۍ کې ونيول شول.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.
نیمروز کې د ۱۳۹ کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيول شوه
د نيمروز پولیسو د دې ولايت مرکز ته د (۱۳۹) کيلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.
د نيمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير پرويز سيستاني ازادي راډيو ته وويل، د دوی پولیسو د جدي د میاشتې په (۲۹مه) نېټه د زرنج ښار په درېيمه ناحيه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۹۵) کيلوګرامه تارياک، (۴۱) کيلوګرامه ښیښه او درې نیم کيلوګرامه چرس له قاچاق کوونکو څخه ونيول شول.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه له دوو موټرو سره نيول شوي دي.