د زهرو کاروان
افغان پولیسو ۷ ولایتونو کې له ۴۰۰ کیلوګرامه ډېر نشه يي توکي نیولي
د افغانستان پولیسو په ۷ ولايتونو کې تر څلور سوه کیلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.
لومړي عميات چې د جدي د میاشتې په (۳۰مه) نېټه د پکتیا ولايت په احمد ابا ولسوالۍ کې د ملي امنيت رياست د کار کوونکو له خوا وشول، په نتيجه کې يې (۲۱۵) کيلوګرامه چرس ونيول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنيو دفتر وايي، شپږ نور عمليات چې په شپږو ولایتونو کې اجرا شول، په نتيجه کې يې شپږ کيلوګرامه هيرويين، (۱۹۱) کيلوګرامه بنګ او (۵۰) کيلوګرامه تارياک ونيول شول.
د نشه يي موادو د دې اووو قضيو په تړاو نهه تنه هم نيول شوي دي.
"کندهار کې تر ۱۴۰ کيلوګرامو ډېره ښیښه د عملیاتو پر مهال ونيول شوه"
له افغانستانه د باندې تر سلو کيلوګرامو د ډېرې ښيښې د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر ازادي راډيو ته وويل، تر (۱۴۰) کيلوګرامو ډېره ښیښه چې د ټوکرانو په توپ يا تان کې پټه ایښودل شوې او په پام کې وه چې د يوه بس په وسيله د نيمروز له خاشرود ولسوالۍ څخه پاکستان ته قاچاق کړل شي، په کندهار کې د پولیسو د عملیاتو په نتيجه کې ونيول شول.
د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.
کورنیو چارو وزارت: غزني کې تر ۳۰ ټنه ډېر بنګ ونيول شول
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان پولیسو په غزني ولايت کې تر دېرش ټنه ډېر بنګ ونيول.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولايت په مرکز ارباب کلي کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۳۱) ټنه بنګ نيول شوي دي. دا بنګ د دې لپاره غزني ولایت ته راوړل شوي وو چې بزګرو ته ورکړل شي.
د دې موادو د ساتلو په تور تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.
په کابل کې لسګونه لېټره شراب نیول شوي
په کابل ښار کې لسګونه لېټره شراب ونيول شول.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل: له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار د اتمې ناحيې په قلعه چه سيمه کې عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې په يوه کور کې (۴۱۰) بوتله شراب ونيول شول.
د دې نشه يي موادو د ساتلو په تور دوه تنه نيول شوي او له دوی سره دوه موټره او (۸۵) زره افغانۍ هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
چارواکي: لسګونه قاچاق کوونکي په بند محکوم شوي
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو تر پنځوسو ډېرو قضیو تر څېړلو وروسته (۸۸) قاچاق کوونکي په بند محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د علني غونډو په نتيجه کې د نشه يي موادو (۱۴) قاچاق کوونکي له څلورو څخه نيولې بیا تر دېرشو کالو پورې په بند محکوم شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل: د دې مرکز د استيناف محکمې د نشه يي موادو (۷۴) قاچاق کوونکي په ډول ډول تنفيذي بند محکوم کړل.
له دې قاچاق کوونکو سره تر څلور سوو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد نيول شوي وو.
"په ۱۵ ولايتونو کې د نشه يي موادو یو شمېر خرڅوونکي او قاچاق کوونکي نیول شوي"
پولیسو په پنځلسو ولايتونو کې د نشه يي موادو تر شلو ډېر خرڅوونکي او قاچاق کوونکي ونيول.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادۍ راډيو ته وويل: دا عملیات د کابل امنیه قوماندانۍ له خوا شوي چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو (۲۸) قاچاق کوونکي او خرڅوونکي تر پنځوسو کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو سره نيول شوي دي.
له دې نيول شوو خلکو سره هيرويين، ښیښه، چرس، تاریاک او نشه يي ګولۍ نيول شوي او دوسيې يې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته لېږل شوي دي.
په کابل او ننګرهار کې تر اتیازرو کیلوګرامو ډېر چرس سوځول شوي
په کابل او ننګرهار ولايتونو کې تر اتیا زرو کیلوګرامو ډېر چرس وسوځول شول.
لومړي عمليات له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د جدي د مياشتې پر۲۲مه نېټه د هوايي ځواکونو په مرسته شول.
دا عمليات چې د ننګرهار د خوګياڼيو ولسوالۍ په پيراخيلو سيمه کې د نشه يي موادو جوړولو پر يوه کارخانه وشول، په نتيجه کې يې ۴۲ کيلوګرامه چرس ترلاسه او همالته وسوځول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر وايي چې، دوهم عمليات د کابل په سروبي ولسوالۍ کې وشول چې په نتيجه کې يې ۴۴ زره کيلوګرامه بنګ او چرس ونيول شول.
په دې عملياتو کې د نشه يي موادو جوړولو څلور دستګاوي او شپږ کارخانې هم ويجاړې شوي دي.
په نيمروز کې تر شلو کيلوګرامو ډېره ښیښه نیول شوې
په نيمروز ولايت کې تر شلو کيلوګرامو ډېره ښیښه ونيول شوه.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادۍ راډيو ته وويل، د نيمروز پولیسو د جدي د میاشتې پر اتمه نېټه په زرنج ښار کې د يوه کور د تلاشۍ پر مهال (۲۱) کيلوګرامه ښیښه ونيوله. دا ښیښه په دې کور کې د دې لپاره ساتل کېده چې پر پرچون خرڅوونکو باندې وپلورل شي.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو او ساتلو په تور درې تنه له وسلو او مرميو سره نيول شوي دي.
"تر څلوېښتو ډېر قاچاق کوونکي او خرڅوونکي په مجازاتو محکوم شول"
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو تر څلوېښتو ډېر قاچاق کوونکي او خرڅوونکي په مجازاتو محکوم کړل.
د دې مرکز د استيناف محکمو په وروستۍ اوونۍ کې (۳۲) قضيې څېړلي او په نتيجه کې يې د نشه يي موادو (۴۴) قاچاق کوونکي او خرڅوونکي له څلورو کالو څخه نيولې بیا تر شپاړسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل چې، له دې محکومو شويو خلکو سره (۵۰) کيلوګرامه هيرويين، (۳۶) کيلوګرامه مورفين، (۱۶) کيلوګرامه تارياک، (۳۷۳) کيلوګرامه چرس او (۲۰) کيلوګرامه ښیښه نيول شوې وه.
په ننګرهار تر ۳۰۰ کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول
په ننګرهار ولايت کې د دوو عملياتو په نتيجه کې تر (۳۰۰) کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.
لومړي عمليات چې د جدي میاشتې پر (۹) نېټه د غني خېلو ولسوالۍ د استوګني پر يوه کور وشول، په نتيجه کې يې (۱۴۳) کيلوګرامه چرس تر لاسه شول.
د ننګرهار ولایت امنيه قوماندان غلام سنايي ستانکزي په وينا، دوهم عمليات د دې ولايت په مرکزي سيمو کې وشول چې په نتيجه کې يې (۱۸) کيلوګرامه هيرويين، (۴۵) کيلوګرامه تارياک، (۲۲۵) کيلوګرامه چرس او تر (۲۳) کيلوګرامو ډېره ښیښه ونيوله شوه.
د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور (۲۲) تنه هم نيول شوي دي.