د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان ته بشپړه غړيتوب ورکړی، شرط یې دا هم دی چې افغانستان باید ښځينه کرکټ ټيم ولري. ایا داسي نجونې شته چې له کرکټ سره علاقه لري؟ د افغانستان ښځينه کرکټ ټيم ولې منحل شو او د هيواد کرکټ بورډ په دې اړه څه وايي. راپور: ملالۍ بشير ويډيوګرافي: تميم اخګر او سباوون کاکړ
په کابل کې د مېرمنو لپاره د ټکنالوژۍ په برخه کې، په لمړي ځل نندارتون جوړ شو. د دغه نندارتون ګډونوالو وویل چې اوس مهال مېرمنې د ټکنالوژي په برخه کې ستونزي لري او په خبره یې اوس مهال د ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل د مېرمنو لپاره خوندي نه ده.
شکيلا زرين هغه افغان مېرمن ده چې خپل مېړه پر مخ په ډزو ويشتلې وه. شکيلا ژوندۍ پاته شوه خو د مخ بڼه او ټول ژوند يې بدل شول. ملالۍ بشير له شکيلا زرين سره خبرې کړي دي.
په مصر کې څور ورځې وړاندې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات ترسره شو. پر دې مهال یوه په زړه پورې کیسه دا وه چې یوې مېرمنې خپل ناروغه مېړه د رأی اچولو لپاره په شا ور وړی وو. نور په دې ویډیو کې وګورئ:
جهانتاب هغه ښځه چې د غیږې له دوه میاشتني ماشوم سره یې په دایکندي کې کانکور ازموینه ورکړې وه. هغه اوس د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته کامیابه شوې ده . په دې ویډیويي راپور کې د جهانتاب د ژوند او د هغې د کورنۍ په اړه معلومات درکوو. رپوټ: عصمت څاروان فلم اخیستونکی: سباوون کاکړ
هغه یوه سوک وهونکې ده او د لسو کلونو را په دېخوا په دې برخه کې تمرین کوي. شګوفه وايي، لا هم ډېر کار ته اړتیا شته چې مېرمنې خپل خقونو ته ورسېږي. وېډیو او اېډيټ ابراهیم صافی
دغه سپین سرې مېرمن چې شکریه نومېږي وایې، د بیسوادۍ له ژوند څخه ترخې خاطرې لري نو ځکه نه غواړي اولادونه یې دغه تریخ د بیسوادۍ ژوند تجربه کړي. د ازادي راډیو خبریال سباوون کاکړ د دغي اتلې مېرمنې ژوند ته کتنه کړي او د ژوند کیسه یې ستاسو سره شریکوي. وېډیو او اېډیټ: سباوون کاکړ
په ټولنیزو شبکو کې د یوې ښځې د وهلو د ویډیو له خپرېدو وروسته د تخار د والي ویاند وايي، دغه ښځه ۲۲ کلنه ده او د کورنیو د غړیو لهخوا وهل شوې ټکول شوې ده. سنتالله تیمور د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ویډیو کې یو سیمهییز قوماندان هم لیدل کېږي چې دی هم د دغې ښځې د کورنۍ غړی دی.
"زن" ټلوېزیون په افغانستان کې یوازنۍ ټلوېزیوني شبکه ده چې اکثر کارکوونکي یې ښځې دي. په دې تصویري راپور کې د یاد ټلوېزیون د کارکوونکو له ورځني کار او هغوی ته له ورپېښو ګواښونو خبرېږئ.
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم هغه پدیده ده چې په پروان ولایت کې یې د زیاتوالي په اړه خبرې کېږي. د پروان د ښځو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې ۶۰ پېښې ثبت شوې دي. وېډیو او اېډېټ: احمد هنایش
ناديه هاشمي هغه افغانيالاصله امریکايي ښځه ده چې غواړي د امريکا په کانګرس کې په استازو جرګه کې څوکۍ تر لاسه کړي. دا ښايي په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یوې افغانې د امريکا کانګرس ته ځان کانديد کړی. دا مېرمن په نړيواله کچه مشهوره لیکواله هم ده. ملالۍ بشير له ناديه هاشمي سره مرکه کړې ده.
دا عمر خوړلې ښځه په میرزا اولنګ کې د یرغمل شویو کسانو له منځه تښتېدلې دا چې د وسله والو طالبانو په بند کې یې څه لیدلي ډېر څه نه وايي، خو له بند څخه د تېښتې خاطرې بیانوي. ویډیو: عالم رحمانیار ایډیټ: تمیم اخګر
نور راوښيه