د افغانو نجونو روباټيک ټيم د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د روباټ سياليو په يوه برخه کې د سپينو زرو مډال واخيست او دا مډال هغو ستونزو ته په کتور ورکول کېده چې پر ستونزو سربېره د سيالۍ ګډونوالو وکړای شو يو بريالی روباټ جوړ کړي. راپور او ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير
ښايستې واعظ فکر کاوه چې لکه ډېری افغانې نجونې، په کم عمر کې به يې واده وشي او د کورنۍ مسئوليت به يې پر اوږو ولويږي خو په اتلس کلنۍ کې د ښايستې له پيلوټۍ سره مينه پيدا شوه او هغه وخت دا پوه شوه چې ژوند يې بې مانا نه دی. راپور او ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير ويډيوګرافي: ولي سباوون او Dreams Soar
افغان ځوانو نجونو د "زما نوم چېري دی" په نوم، یو کمپاین پیل کړ. دغو نجونو د دې لپاره مبارزه پیل کړه چې نارینه دې وروسته له دې، د مور، خور او میرمنې د نوم په اخیستلو، ونه شرمېږي. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
ناديه مراد هغه يزيدي ښځه ده چې د داعش ډلې جنګيالیو له خوا نيول شوې او بیا د مينځې په توګه پلورل شوې وه. راپور او اډيټ: ملالۍ بشير
یو شمېر افغان کلیوالې مېرمنې له افغان حکومت نه غواړي چې د دوی لاسي صنایعو او کورنیو توکو لپاره د کورنیو بازارنو ترڅنګ نړیوال بازارونه هم پیدا کړي. دغو ښځو د پنچشنبې په ورځ په کابل کې، کلیوالي توکي او خپل لاسي صنایع په یوه دوه ورځني نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړه. وېډیو او اډېټ سباوون کاکړ
دغه ولایت د افغانستان په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د تر ټولو بد وضیعت شاهد دی. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا، غور ته تللی او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته یو څه تم شوی دی. ویډيو او اېډیټ: نصرت پارسا
د بلخ د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې تېره شپه په کشندې ولسوالۍ کې یو سړي له خپلې ښځې غوږونه پرې کړي دي. د دغه روغتون سرطبیب خواجه نور محمد فیضي وایي، د زرینا په نوم دغه ۲۳ کلنه ښځه د کورني تاوتریخوالي له امله د پېښې ښکار شوې ده. ویډیو: مجیبالرحمن حبیبزی، ایډیت: تمیم اخګر
کابل کې په نوي عصر کې د افغان ځوانانو موسسې د "دختران تیاترې سفیران برابری" په نوم یو تیاتر نندارې ته وړاندې کړ. په دغه تیاتر کې افغان نجونو د ګاونډیو د حقونو او کورني تاوتریخوالی په اړه ننداره وړاندې کړه. ویډیو: ابراهیم صافی
شفيقه اخوندووا په ۱۹۰۵م کال کې زېږېدلې ده او د خپل ژوند تجربې شريکوي چې د اوږده ژوند راز يې څه دی.
په قرغزستان کې د دیني اختلافاتو له امله یو سړی مجبور شو چې خپله ښځه درې وارې خاورو ته وسپاري. دکاني ګل ساتيبالدیووا کورنۍ په یوه اونۍ کې درې وارې هغه خاورو ته وسپارله او هر وار یې ولیدل چې خلکو د هغې مړی را ایستلی او په هدیره کې ځاي نه ورکوي. خو، ولې خلکو د هغې مړی په خپلو هدیرو کې نه پريښود؟
زرګونه افغانې ښځې رسمي قضايي سيسټم ته لاسرسی نهلري او د صحرايي محکمو له خوا يې د مسئلو پرېکړې کېږي. له دغو ښځو څخه ګڼ شمېر په غير رسمي زندانونو کې ورځې شپې تېروي. له ملالۍ بشير څخه د فوزيې په نوم د يوې ښځې کيسه اورو چې د کلي د ملک په کور کې د مزدورې په توګه بند تېروي.
د کندهار دښځو چارو ریسه وايي په دغه ولایت کي دښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په ډېریو پیښو کي خپله ښځي لاس لري . د مارچ د اتمې نېتې په مناسبت په کندهار کې جوړې شوې غونډې ته د کندهار دښځو چارو ریسې وویل چي په تیره کال کي له دوي سره د تاوتریخوالي ۱۹۸ پیښې ثبت شوي.محمدصادق رښتینی له کندهاره راپور لري.
نور راوښيه