د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې مشره څېړونکې هیدر بار وايي، د افغان ښځو بېره او اندېښنه پر ځای ده چې د هر ډول جوړجاړي په نتيجه کې یې په حکومت او ټولنه کې د طالبانو له کنتروله لري. خو د دې په وینا دا د افغان حکومت ملامتي ده چې د سولې په مرکچي پلاوي کې یوازي څلور ښځې ګډون لري.
شفیقه حبیبي ۳۵ کاله په ملي راډیو ټلویزیون کې د خبرونو ویانده وه او نږدې نیمه پیړۍ یې خبریالي کړې. مېرمن حبیبي ته له دې وړاندې د خپلو فعالیتونو له امله جایزه هم ورکړل شوې وه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په رسمی ډول ستایل شوې. لیمې هادي یې ۷۰ کلن ژوند ته لنډه کتنه کړې ده:
خانم جانه نوري هغه ښوونکې چې د خوست لسګونه نجونو تهیې د زدهکړو زمینه برابره کړې وايي چې ۱۸ کاله وړاندې يې په لومړي ځل په خپل کور کې ۸۰ نجونو ته زدهکړې پیل کړې وې، خو اوسیې د ښوونځي زدهکوونکې څو برابره دي. احسان ارینیې په اړه دا راپور چمتو کړی.
په داسې حال کې چې له ګڼو نجونو د زدهکړو حق اخیستل شوی، خو داسې کسان هم شته چې نجونو تهیې د زدهکړو زمینه برابره کړې. د ارزګان ولایت مهتاب محمدي له دغو کسانو یوه ده، مېرمن محمدي څنګه وتوانېده چې په خپل هوډ کې بریالۍ شي؟ د شریفالله شرافت په دې راپور کې یې وګورئ.
په کابل ښار کې د نجیبې غیبي په نوم یوه مېرمن چې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي له ۲۰ ډېرې مېرمنې هم ورسره بوختې دي. دا مېرمن وايي د خپل یوازني ۲۷ کلن زوی د زدهکړو لپارهيې پر ځان شپه او ورځ یوه کړې. هیلۍ اسد پرې راپور لري.
خاطره وايي، نږدې څلور میاشتې وړاندې په غزني ولایت کې نامعلومو کسانو چې د دې په وینا طالبان وو، په ډزو وویشته او په چاقو یې دواړه سترګې ور ړندې کړې. دا وايي د سیمې طالبانو دا کار د دې د پلار په لارښوونه کړی. نور حال د لېمې هادي په راپور کې وګورئ.
د قطر په دوحه کې د روانو مذاکراتو په اړه په کابل کې د يو شمېر نجونو غوښتنې څه دي؟ شفيع کريمي يې په اړه له يو شمېر نجونو سره خبرې کړي.
افغان فعالې نرګس ترکې د هندوستان (iwomen Global Awards) نړېوالۍ ټولنې د ۲۰۲۰ کال جایزه ترلاسه کوي. دا جایزه د نړۍ ۱۲ غوره، فعالو او مبارزو مېرمنو ته ورکول شوې. نرګس ترکې په افغانستان کې د ښځو زده کړو او روغتیا په برخه کې کار کوي. له دې سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.
کونړ کې هغه مېرمن چې درې مېړونه یې په نظام کې وژل شوي او څلورم یې په سترګو ړوند شوی تاج بي بي وايي، چې روانې جګړې ترې درې مېړونه واخیستل او دا مهال د ژوند له سختو ستونزو سره مخ ده. روح الله انوري یې په اړه دا راپور چمتو کړی:
د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې اول نمره د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموينې لومړۍ مقام ګټونکې شمسيه وپېژنئ. د ازادي راډيو خبريال شفیع کريمي ورسره غږېدلی دی.
دا نجلۍ چې مستعار نومیې خدیجه دی وايي، کال وړاندې د ګاونډي لور په فرېب له کوره وایسته او برمتهیې کړه. د مزار شریف د ښځو چارو مشره دا پېښه تأییدوي او وايي تورن کسان تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې دي. د خدیجې کورنۍ په دې قضیه کې عدالت غواړي. نور حال د لېمه هادي په دې وېډيويي راپور کې وګورئ.
د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی خیرالله خیرخواه چې ددې ډلې د واکمنۍ پر مهال د هرات والي و وايي، طالبان د ښځو د حقونو او بیان د ازادۍ خلاف نه دي بلکې څرنګوالی یې باید جوت وي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هیڅ ښځه نه شته. له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال راتب نوري خبري کړي.
نور راوښيه