په کندهار کې په نشو روږده یوه مېرمن له کړاوونو ډک ژوند تېروي. دا مېرمن درملنې ته اړتیا لري چې خپل عادي ژوند ته بېرته ستنه شي. خو په کندهار کې اوسمهال په نشه د روږدو مېرمنو لپاره د درملنې هېڅ مرکز نشته. صادق رښتینی له کندهاره په دې اړه دا ویډیويي راپور برابر کړی:
کابل کې یوه ډله انځورګران په دې موخه انځورګري کوي چې خلک د ککړې هوا مخنیوي لپاره وهڅوي. دا ډله وايي چې هڅې یې ګړندۍ دي، خو خلکیې اوس کارونو سره مینه نهلري. شفیع کریمي یې په اړه دا وېډیو چمتو کړې.
د ارزګان په نا امنه سیمو کې ۹۰ سلنه اومېندواره مېرمنې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونېسف په ارزګان کې د خوارځواکۍ د لهمنځه وړلو هڅه کوي. نور حال د شریفالله شرافت راپور کې.
هما عباس هغه افغان رضاکاره مېرمن چې په هڅو یې د ډېرو هغه نجونو هیلې پوره کېږي چې د بېلابېلو لاملونو له امله له زدهکړو پاتې شوې دي. هغې د کابل په شمال، شهرک طلایي سیمه کې یو نوی ښوونځی جوړ کړی دی. هیلۍ اسد پرې راپور لري.
جودو سخت، خو د ډېر څه زده کولو لپاره ښه ورزش دی. لېمه هادي پرې راپور لري.
غور کې یوه مېرمن د روغتیايي او خوراکي توکو نشتون له امله مړه شوې. نور په ویډیو کې:
تېره شپه د کابل لپاره په زړه پوری شپه وه، شاهین آسمایي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ پایلوبه وګټله. د ناامنۍ له خطرونو سره سره، زرګونه ناینه او مېرمنې د فوټبال شنه میدان ته راغلل. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا په دې اړه راپور لري:
په ننګرهار ولایت کې د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ یوه غړې د مجبورۍ له امله د خښتو بټیو کې کار کوي. نور په ویډیويي راپور کې:
۵۴ کلنه نازي چې خاوند یې وژل شوی اوس په پروان ولایت کې د کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده او د ژوند له سختو کړاونو سره مخ ده. نور حال په دې راپور کې:
په جوزجان ولایت کې یو شمېر مېرمنې چې د جګړې له امله بېځایه شوي دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په خپل همت او زیار د خپلو کورنیو سرپرستي کوي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې مشره څېړونکې هیدر بار وايي، د افغان ښځو بېره او اندېښنه پر ځای ده چې د هر ډول جوړجاړي په نتيجه کې یې په حکومت او ټولنه کې د طالبانو له کنتروله لري. خو د دې په وینا دا د افغان حکومت ملامتي ده چې د سولې په مرکچي پلاوي کې یوازي څلور ښځې ګډون لري.
شفیقه حبیبي ۳۵ کاله په ملي راډیو ټلویزیون کې د خبرونو ویانده وه او نږدې نیمه پیړۍ یې خبریالي کړې. مېرمن حبیبي ته له دې وړاندې د خپلو فعالیتونو له امله جایزه هم ورکړل شوې وه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په رسمی ډول ستایل شوې. لیمې هادي یې ۷۰ کلن ژوند ته لنډه کتنه کړې ده:
نور راوښيه