د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو کسانو چې مخکې يې کاروبار نه لاره او اقتصادي ستونزو سره مخامخ ول، بیلابیل کسبونه يې زده کړل. د دې برنامې فارغې ښځې وايي، د کسب او حرفې زده کړه دوی پر ځان بسیا کوي. نور په دې ویډيو کې وګورئ
د صلصال موسيقي ډله چې له ډېرو کلونو راهیسې د سیمه يیز موسیقۍ مینه والو ته موسیقي غږوي، وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې ، دوی د خپلو هنري کارونو دوام ته اندېښمن کړي دي. نور په راپور کې:
په کندهار کې د 'مېرمن' په نوم د ښځو لپاره ځانګړې محلي راډیو چې د مېرمنو لهخوا د مېرمنو لپاره خپرونې لري د بېپولې خبریالانو سازمان لهخوا د ۲۰۲۰ م کال د بیان د ازادۍ د نړیوالي جایزې په نوملړ کې شامله شوې ده. صادق رښتیني له کندهاره په دې اړه وېډيو راپور لري.
په فیض آباد کې ښځینه رستورانتونه مخ پر زیاتیدو دي چې دا په ټولنه او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د شتون د پراختیا په ګوته بلل کېږي. د رستورانت مسئولین وايي، داسې چاپیریال یې چمتو کړی چې مېرمنې په ګډه خواړه وخوري او مجلس وکړي. نور حال په راپور کې:
د افغانستان د ۲۰۲۰ کنفرانس پر مهال چې په ژنیو کې جوړ شو، هیوادونو او ادارو له افغانستان سره د څو ملیاردو ډالرو مرستې د اعلان تر څنګ یو شمېر اندېښنې هم مطرح کړې. له دغو اندېښنو څخه یوه یې په راتلونکي کې له طالبانو سره تر احتمالي موافقې وروسته د ښځو د حقونو په اړه وه.
په جلال اباد کې د نازو انا لېسې د تشبث نندارتون د نازو انا لېسې زده کوونکي د دغه نندارتون هدف د خپلو وړتیاو ښودنه یادوي. د دغې لېسې زده کوونکي وایي، د تشبث مضمون د لوست له برکته کولی شي، چې د خپلې کورنۍ او ټولنې په اقتصادي پیاوړتیا مرسته وکړي. راپور: سهارګل امیرزی
د ښځو او سولې د مطالعاتو ادارې بنسټ ايښودونکې وږمه فروغ وايي هيله شته چې د امريکا نوې اداره به د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته په تخنيکي او تجهيزاتي برخه کې دوام ورکړي. ملالۍ بشير له مېرمن فروغ سره مرکه کړې.
د دغه فیسټوال په شپږم پړاو کې له ۱۲۲ هېوادونو څخه تر ۳ زرو ډېر فلمونه په دوه کټګوریو عمومي او د مېرمنو سینما په برخه کې د فلم جوړونکو لخوا په یاده سیالۍ کې نندارې ته وړاندې شول. دا چې غوره فلمونه کوم وټاکل شول او د دې فیسټوال جوړونکي څه وایي، د هیلۍ اسد په رپوټ کې ورته کتنه شوې:
نور راوښيه