ښځې
د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په غبرګون کې د امریکا د حکومت پر پالیسۍ نیوکه وشوه

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مککال د افغان ښځو په اړه د طالبانو د امربالمعروف پر نوي قانون په غبرګون کې د امریکا د حکومت پر پالیسۍ نیوکه وکړه، ویې ویل چې د ولسمشر بایډن د حکومت تشې ژمنې سبب شوي چې طالبان پر ښځو په برید کې یو بل ګام هم وړاندې واخلي.
مککال پرون شنبې په یوه بیان کې وویل چې دوی هغه میلیونونه ښځې او نجونې نه شي هېرولی چې د طالبانو لهخوا ځورول کېږي.
ده همداراز وویل چې بایډن او مرستیالې یې افغانانو ته شا واړوله او دې چارې طالبان وهڅول چې د افغان نجونو او ښځو د لسیزو بریاوې له منځه یوسي.
له بلې خوا د هالیووډ د سینما نامتو ستورې انجلینا جولي د طالبانو نوی قانون ځپونکی او شرموونکی وباله.
هغې پر خپل انسټاګرام کې لیکلي: "هغه حکومت چې د ښځو، مخ، سترګې، غږ او قدرت جرم ګڼي، بې همته او ځپونکی دی."
د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په دیارلسمه ماده کې ویل شوي چې د ښځو غږ باید وانهورېدل شي او مخونه او ټول بدن یې پټ وي.
بریتانیا د افغان محصلانو لپاره د چیونېنګ د تحصلي بورسونو سهمیه ځنډولې

د بریتانیا حکومت په نامعلومو دلایلو د افغان محصلانو لپاره د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کال د چیونېنګ Chevening د تحصلي بورسونو سهمیه ځنډولې ده.
د دې بورسیې پر رسمي ویبپاڼه لیکل شوي چې په نوي تعلیمي کال کې د افغان محصلانو د منلو د شرایطو پر څرنګوالي لا هم غور روان دی.
دې ادارې له هغو افغانانو څخه چې د دې بورسونو اخیستو ته لېوالتیا لري، غوښتي چې د نویو معلوماتو لپاره بیا بیا دې پاڼې ته ورشي.
چیونېنګ د برتانیا د حکومت یو نړیوال تحصیلي پروګرام دی چې د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت او ورسره همکارې ادارې یې تمویلوي.
د چیونېنګ یو کلن بورس د بېلابېلو هېوادونو د محصلانو لپاره د ماسترۍ دورې د زدهکړو امکان برابروي.
د راپورونو له مخې د سوریې، سودان او روسیې په څېر د نورو هېوادو محصلان تراوسه هم د دې بورسیو لپاره منل کېږي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون وغانده

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون وغانده.
ملاني جولي پرون شنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دې قانون توشېح کېدل د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو د غږ د غلي کولو بله هڅه ده.
هغې زیاته کړې چې ښځې او نجونې حق لري، غږ یې واورېدل شي او دوی ولیدل شي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وړاندې لیکلي چې د ښځو د اواز په غلي کولو کې هېڅ کوم فضیلت نه شته.
بل لوري په کابل کې د جاپان سفارت هم د دغه قانون په عکس العمل کې ویلي چې یو وار بیا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د دوام په اړه خپله سخته اندېښنه ښيي.
دغه سفارت پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې "له نړیوالې ټولنې سره په همږغۍ طالبان هڅوي چې د تعلیم، کار، په تګ راتګ کې د ازادۍ او د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغان ښځو او نجونو غږونه واوري."
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر په نوي قانون کې چې د دوی په خبره د دوی مشر ملا هبتالله اخندزاده توشېح کړی، ۱۳مه ماده کې یې د ښځو پر غږ او مخ لوڅولو هم بندیز لګول شوی.
د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم ضروري دي، دغه راز د ښځې غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت پهکې شامل دي په مجموع کې په زوره يا په لوړ غږ ویل يې عورت بلل شوي دي.
ملګري ملتونه: افغانستان دا مهال اتلس زره قابلو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا "یواینایفپياې" وایي، افغانستان دا مهال اتلس زره قابلو ته اړتیا لري.
دغې ادارې پرون چهارشنبه په افغانستان کې د قابلو د رول په اړه یوه راپور کې دغې اړتیا ته اشاره کړې او ویلې يې دي، که دغه تشه ډکه نه شي، د زېږون پر مهال د میندو ژوند له خطر سره مخامخ کېږي.
په راپور کې راغلي چې قابلې د میندو د ولادت او امیندوارۍ پر مهال او دغه راز د نوي زېږېدلي ماشوم ۹۰ په سلو کې روغتیایي اړتیاوې پوره کوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، دا مهال په افغانستان کې له ۴۷۷ کلینیکونو څخه چې قابلې په کې دي ملاتړ کوي او دغه روغتیایي مرکزونه میلیونونه کسانو ته خدمتونه برابروي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم مخکې منلې وه چې دوی د ښځینه ډاکترانو او نرس قابلو په برخه کې له کمښت سره مخامخ دي.
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم او تحصیل مخه نیولې، خو یو شمېر ولایتونو کې یې نرس قابلو ته د تحصیل اجازه ورکړې ده.
په افغانستان کې له پوهنتوني زدهکړو محرومې ۲۰ تنه افغان محصلانې سکاټلنډ ته ځي

د طب په برخه کې شل تنه افغان محصلانې دا اوونۍ سکاټلنډ ته ځي څو هلته خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
دا نجونې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له زدهکړو محرومې شوې وې په میاشتو میاشتو یې په پاکستان کې د بریتانیا د ویزې انتظار کاوه.
بلاخره د یکشنبې په ورځ برتانوي رسنیو له هغې ډلې سنډې ټایمز راپور ورکړ چې دغو نجونو ویزې ترلاسه کړي او تمه ده دا اوونۍ سکاټلنډ ته سفر وکړي.
طالبانو د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې او په دې سره لکونه نجونې له لوړو زدهکړو محرومې یا یې لوړې زده کړې نیمګړې پاتې شوې.
کرزي یوځل بیا له طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو د پرانیستلو غوښتنه کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو ښونځي او پوهنتونونه پرانېزي.
کرزي پرون یکشنبه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت یوه پيغام کې ویلي، د هېواد راتلونکې د ځوان نسل په تعلیم پورې تړلې ده.
هغه په دې پيغام کې ټینګار کړی چې د خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره اړینه ده چې د علم په ګاڼه سمبالې نجونې د خپلو وروڼو ترڅنګ ودرېږي او هېواد له احتیاجه خلاص کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې دا مهال نژدې یونیم میلیون نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو او پوهنتونونو څخه بې برخې دي.
افغان سیاستوالو او نړیوالو ادارو او هېوادونو په وار وار له طالبانو ورته غوښتنه کړې، خو د طالبانو د حکومت د درېیو کلونو په پوره کېدو لا هم د نجونو د تعلیم برخه لیک روښانه نه دی.
ملګري ملتونه: طالبانو ۱.۴ میلیونه نجونې له ښوونځیو راګرځولي

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي اداره یا یونسکو وایي، طالبانو یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې له ښوونځیو راګرځولي دي.
اسوشېټېدپرېس خبري اژانس نن پنجشنبه د یونسکو په حواله ویلي چې یو کال وړاندې دا شمېر یوولس لکه و، خو درې لکه نورې نجونې په یوه کال کې پرې اضافه شوي دي.
دا درې لکه هغه نجونې دي چې د یونسکو په وینا، تېر یوه کال کې يې عمرونه دولسو کلونو یا ۷م ټولګي ته رسېدلي دي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل او د واکمنۍ په دویم کال کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.
په کور دننه افغانانو، نړیوالو ادارو او ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي، خو طالبانو دا کار په شرایطو پورې اړوند بللی دی.
یونسکو دغه راپور نن داسې مهال خپور کړی چې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو ټیک درې کاله پوره شول.
ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو درې کلونو کې د ښځو پر وړاندې ۷۰ فرمانونه صادر کړي

د ملګروملتونو د ښځو څانګه وايي، طالبانو په تېرو درې کلونو کې ۷۰ فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم ډول د ښځو او نجونو خپلواکي، حقونه او ورځنی ژوند په نښه کوي.
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی.
د ملګروملتونو ښځو برخې پرون سهشنبې په یوه بیان کې وویل، په افغانستان کې د جنسیت د برابرۍ لپاره لسګونه پرمختګونه د طالبانو په امرونو لهمنځه تللي دي.
د ملګروملتونو د ښځو څانګه وایي، طالبانو په تېرو درې کلونو کې له کار کولو، زدهکړو، پارکونو، سپورتي کلبونو او نورو عامه ځایونو ته د ښځو د مخنیوي په شمول جنسیتي بندیزونه لګولي دي.
ملګري ملتونه د یوې سروې پر اساس وايي، په افغانستان کې ۹۸ سلنه ښځې احساس کوي چې د خپلې ټولنې په تصمیم نیولو کې د دوی نفوذ محدود یا هیڅ دی او د ۶۸ سلنه افغان ښځو رواني حالت خورا بد یا بد بلل شوی دی.
د بودیجې او روغتیايي امکاناتو کمښت؛ د بدخشان په ولایتي روغتون کې وضعیت خورا کړکېچن وبلل شو

په بدخشان کې ښځې وايي چې د دغه ولایت روغتون د زېږون او نورو نسايي ناروغیو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.
دا مېرمنې وايي چې رسېدنه نه ورته کېږي او په روغتون کې هم د ښځو ګڼه ګوڼه زیاته ده.
د راپورونو له مخې د بدخشان شپېته بستریزه زېږنتون او روغتون یوه میاشت مخکې د بودیجې د نشتوالي په خاطر تړل شوی دی.
دا چاره د دې لامل شوه چې د ولایت په سطحه یواځیني دولتي روغتون ته د ښځو مراجعه زیاته شي.
د بدخشان د ولایتي روغتون مسوول شفیقالله همدرد ازادي راډیو ته وویل چې په ولایتي روغتون کې وضعیت ډېر کړکېچن دی.
همدرد وویل د روغتون نه یواځې امکانات کم دي بلکې د ډاکترانو له کمښت سره هم مخ دی.
دی زیاتوي چې د دغه روغتون په یوه کټ تر پنځه امیندوارې ښځې هم بستري شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د نړۍ په کچه د ښځو له حقونو جدي سرغړونې کړي

د بشري حقونو د څارسازمان "هیومان رایټس واچ" وایي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په نړۍ کې د ښځو له حقونو څخه جدي سرغړونې رامنځته کړي دي.
دې سازمان پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پهکې تر شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع شوي.
دغه راز طالبانو د ښځو د تګ راتګ د ازادۍ حق هم تر پښو لاندې کړی، هغوی یې له ډېرو کارونو څخه راګرځولي، د هغو ښځو خوندیتوب یې لهمنځه وړی چې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخامخ دي، روغتیایي خدمتونو ته یې د هغوی د لاسرسي په وړاندې يې خنډونه رامنځته کړي، له سپورټ او ان پارکونو ته یې د هغوی د تلو مخه نیولې ده.
د خبرپاڼې لهمخې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ دغه وضعیت د تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د سپکاوي او د ښځو او نجونو د ګوښه کولو یو بنسټیز سیسټم بللی دی.
د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، د طالبانو د واکمنۍ پهدې موده کې افغان ښځې او نجونې په تر ټولو وحشتناکه وضعیت کې ژوند کوي او زیاتوي، د نړۍ ټول هېوادونه باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د طالبانو له مشرتابه او په افغانستان کې د جدي جرمونو له ټولو مسوولو کسانو سره حساب کتاب کوي.
درې ورځې وروسته د اګسټ پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو درې کاله پوره کېږي، خو واکمني یې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نهده پېژندلې.
له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه پراخې سرغړونې د دې کار یو اساسي خنډ بلل کېږي.