د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۹

ښځې

منيژه تلاش پر خپل لباس "افغان مېرمنې خوشې کړئ" شعار له امله له لوبو منع شوه

افغان ورزش کاره منيژه تلاش
افغان ورزش کاره منيژه تلاش

د پاریس په المپیک لوبوکې د کډوالو د المپیک د ټیم غړې منیژه تلاش پرون جمعه وروسته له هغې له‌دې لوبو منع شوه، چې په مقدماتي لوبه کې یې په اغوستو ورزشي جامو کې د ازادو افغان ښځو کلمه لیکل شوې وه.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخې مېرمن تلاش چې په هسپانیا کې اوسیږي، هالندۍ انډیا سردجوی ته یې د بایللې مقدماتې لوبې په مهال په نیلي رنګه کمیس په سپنیو لویو حروفو دغه عبارت لیکل شوی و.

سیاسي شعارونه او بیانونه د لوبو په ډګر او د المپیک په پوډیمونو کې منع دي.

د نڅا د سپورټ نړیوال فدراسیون په یوه بیان کې وویل، مېرمن تلاش په خپلو جامو کې د سیاسي شعار ښودلو په خاطرله لوبو منع شوې ده.

د پاریس د المپیک دریمو لوبو کې د کډوالو لوبغاړو یوې ۳۷ کسیزې ډلې برخه اخیستې، چې د بیډمنټن او سوک‌وهنې په ګډون په ۱۲ مختلفو سپورټونو کې لوبیږي.

په‌دې ډله کې د افغانستان په استازیتوب درې ښځینه او درې نارینه لوبغاړو ګډون کړی دی.

د رویترز په وینا دغو افغان لوبغاړو ته د المپیک نړیوالې کمېټې په سمبولیکه توګه دغه بلنه د دې لپاره ورکړې، چې پرافغانستان واکمنو طالبانو ته چې ښځې او نجونې یې له سپورټونو او ورزشي جیمونو منع کړي، یو پیغام ورکړي.

طالبانو پردې سربېره په خپلې نژدې درې کلنه واکمنۍ کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو څخه منع کړي او هم یې ښځې په ډېرو نادولتي موسسو او دولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي دي.

طالبانو په کندهار کې په عام محضر کې يوه ښځه په دُرو وهلې

د کندهار ولايت نقشه
د کندهار ولايت نقشه

د طالبانو ستره محکمه وایي، په کندهار کې یې پر یوې ښځې له کوره د تېښتې په جرم د دُرو وهلو تعزیري سزا عملي کړې ده.

د سترې محکمې له‌خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، دا ښځه د پنج‌شنبې په ورځ په کندهار کې د دوی د مرافعې جزایي محکمې د حکم له‌مخې په ۳۹ دُرو ووهل شوه او هم په دوه کاله او شپږ میاشتې بند محکومه شوه.

په اعلامیه کې پر دې ښځې د لګول شویو تورونو په اړه چې پر اساس یې دغه سزا ورکړل شوې، جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، پر دې ښځې د سزا د عملي کېدو په مهال، د جزایي محکمې مسوولين او کارکونکي او دغه راز عام وګړي حاضر وو.

د طالبانو د حکومت له‌خوا په عام محضر کې پر تورنو کسانو د دا ډول تعزیري سزاګانو تطبیق تل د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له انتقادونو سره مخ شوی، هغه یې د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

خو طالبان وایي، د شریعت له‌مخې دا سزاګانې پر مجرمینو عملي کوي.

ایراني چارواکي د یوې افغان مېرمنې د ایستلو له پرېکړې منصرف شوي

کبری غلامي
کبری غلامي

کبری غلامي چې د حجاب د نه رعایت په پلمه د کډوالو ادارې ته ورغوښتل شوې وه، له ایرانه د ايستل کېدو له خطر سره مخ وه.

ایراني چارواکو د هغې پاسپورټ ضبط کړی و او د مشهد یوه کمپ ته یې وړې وه.

د ازادي راډیو فردا څانګې خبر ورکړی چې، کبری غلامي د ایران د ښځو د حقونو د فعالانو په هڅه خوشې او بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوې.

ایران کې د حجاب د نه رعایت په تور ګڼې ښځې بندیانې دي.

تېر کال د بدحجابۍ په تور ۲۲ کلنه مهسا امیني د پولیسو په بند کې مړه شوه او دې پېښې هلته د لسګونو زره کسانو اعتراض وپاراوه.

دوه افغان نجونو پرون د المپيک سياليو کې له خپلو سيالانو سره مسابقه وکړه

يولدز هاشمي او فريبا هاشمي
يولدز هاشمي او فريبا هاشمي

دوه افغانو نجونو یولدوز هاشمي او خور يې فریبا هاشمي پرون یک‌شنبې د پارس د المپیک په لوبو کې د بایسکل چلوونې په برخه کې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړه.

په دغه لوبه کې بایسکل چلوونکو ۱۵۸ کیلومټره واټن وواهه، چې فریبا هاشمي په‌کې پنځه‌اويايم مقام ترلاسه کړ، خو یولدوز هاشمي ونه توانېده چې د لوبې له وروستي خط څخه تېره شي.

یولدوز هاشمي ازادي راډیو ته وویل، د پښې د عضلې د کش کېدو له کبله ونه توانېده چې له خپلو حریفانو مخکې شي.

په‌دې لوبې سره د پارس المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو سفر پای ته ورسېد.

د سږکال المپیک سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب درې نجونو او درې هلکانو ګډون کړې وو، چې ټولو يې خپلې لوبې د کوم مډال له ګټلو پرته پای ته ورسولې.

طالبانو اعلان کړې وه چې، درې ښځینه افغان لوبغاړې په رسیمت نه پېژني.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان سفارت دوهم آنلاین بحث اعلان کړ

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازي د ایکس یا پخواني ټویټر له لارې د دوهم آنلاین بحث اعلان کړ.

دا بحث د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ډولونو د له منځه وړلو د کنوانسیون د تطبیق په اړه د راپور د چمتو کولو په هدف دایرېږي او د ښځو، نجونو، د ښځو د حقونو او بشري حقونو د فعالانو د ښه او اغېزمن ګډون لپاره زمینه برابروي.

په جینوا ښار کې د افغانستان سفارت او استازولۍ پرون شنبه په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا بحث به نن د افغانستان پر وخت د شپې ۸:۳۰ بجې په انلاین ډول ترسره شي.

ډبيلو‌ايچ‌او: ماشوم ته شيدې ورکول په مېندو کې د سينې پر سرطان د اخته کېدو احتمال راکموي

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان څانګې ویلي، ماشوم ته د مېندو له‌خوا د شیدو ورکول، د سینې په سرطان د مېندو د اخته کېدو کچه را ټيټوي.

دغه بنسټ نن پر خپله ایکس¬پاڼه دغه څرګندونې د مېندو په شیدو د ماشوم د تغذیې د اوونۍ په مناسبت کړې دي.

هر کال د اګست له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې یوه اوونۍ د دې لپاره نمانځل کېږي چې د مېندو په شیدو د ماشوم د مړَولو اهمیت په ډاګه شي.

د سږکال شعار دی: "د خلا ډکول: د مور په شیدو د تغذیې ملاتړ د ټولو لپاره."

دغه اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او د ګڼو هېوادونو د روغتیا وزارتونو په همکارۍ نمانځل کېږي.

په افغانستان کې هم ډاکټران پر مېندو ټینګار کوي، چې نوي زېږېدلي ماشوم ته لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره یوازې خپلې شیدې ورکړي.

روغتیاپالان وايي، ماشوم ته د مور شیدې هم د ماشوم له ودې سره مرسته کوي او هم د سینې په سرطان د مېندو د اخته کېدو خطر کموي.

کيميا يوسفي د المپيک سياليو له دوامه پاتې شوه

افغان منډه وهونکې کيميا يوسفي
افغان منډه وهونکې کيميا يوسفي

افغان منډه وهونکې کیمیا یوسفي د کمزورې پایلې د ترلاسه کولو له کبله، د پارس د المپیک سیالیو له دوامه حذف شوه.

دغه افغان لوبغاړې نن (جمعه د اګست۲مه) د سلو مترو په واټن کې له خپلو سیالانو سره مخ شوه، چې د ۳۶ لوبغاړو ترمنځ يې ۳۱ مقام خپل کړ.

اغلې یوسفي د سلو مترو واټن په ۱۳ عشاریه ۴۲ ثانیو کې پوره کړ.

کیمیا یوسفي له‌دې وړاندې ویلي و، په‌دې سیالیو کې د ګډون موخه د افغانستان د ښځو او نجونو استازولي ده.

د اغلې يوسفي ترڅنګ، د سږ په المپیک سیالیو کې پنځه نورو افغان لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

د طالبانو حکومت وړاندې ویلي وو، دوی د پارس په المپیک سیالیو کې د ښځینه لوبغاړو ګډون په رسیمت نه پېژني.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او سرغړونو ته اندېښنه وښوده

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

په ویانا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د اروپایي ټولنې استازولي په یوه بیان کې وویل، دغه ټولنه په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او د ښځو او نجونو په برخو کې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونو ته ډېره زیاته اندېښمنه ده.

په دې بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، همداراز راغلي چې نجونې او ښځې په افغانستان کې له خپلو بنیادي حقونو څخه چې په دې کې زده‌کړې، کار او ازاد سفر شامل دی، منع شوي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستدویه پلاوي، یوناما او د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ناهیلي په زیاتېدو ده.

په دې ترڅ کې تمه ده چې د امریکا د استازیو جرګې د بشري حقونو کمېسیون راتلونکې سې شنبه د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د پاریس د المپیک په سیالیو کې دوه بایسکل ځغلونکې افغانې خویندې هم ګډون لري

 یولدوز هاشمي
یولدوز هاشمي

د پاریس د المپیک په سږنیو سیالیو کې دوه بایسکل ځغلونکې افغانې خویندې یولدوز هاشمي او فریبا هاشمي هم ګډون لري.

یولدوز ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل دا غواړي په سږني المپیک کې د ۲۰ میلیون افغان ښځو، چې د دې په وینا له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې استازیتوب وکړي.

نوموړې دا یادونه هم کړې چې غواړي په دې المپیک کې نړیوالو ته وښيي چې افغان ښځې له ناوړه شرایطو سره سره کولای شي لویو اهدافو ته ورسېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د المپیک لوبې جوړېږي.

دا لوبې چې د نړۍ شاوخوا لس نیم زره لوبغاړي په ۳۲ ورزشونو سیالي په‌کې کوي سبا پيلېږي.

د افغانستان له‌خوا د ۳ نجونو په ګډون ۶ لوبغاړي ګډون لري، خو د طالبانو حکومت وایي، افغان نجونې په المپیک کې د دوی استازیتوب نه کوي.

يوناما: د ښځو پر حقونو هيڅکله معامله نه‌شي کېدلی

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

ملګري ملتونه وايي، د ښځو حقونه د بشر اساسي حقونه دي او هيڅکله پرې معامله نه‌شي کېدای.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي، ښځې او نجونې په هر ځای کې چې وي د عزت او درناوي وړ دي.

د جون په ۳۰مه په قطر کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو د استازیو نه بلل کېدو پر ملګرو ملتونو د فعالانو نیوکې پارولي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو او بهرنیو فشارونو سره سره د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز لګولی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG