ښځې
د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې باید د ښځو غږ واورېدل شي

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید د ښځو غږ واورېدل شي.
نوموړې په کابل کې د ښځو پروني لاریون ته په اشارې سره په خپله ایکسپاڼه پخواني ټویټر کې لیکلي چې د دې ښځو جرئت له تصوره بهر دی.
په کابل کې پرون څه باندې لس تنه ښځې او نجونې راغونډې شوې وې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل څو په افغانستان کې دې پر طالبانو فشار راولي چې د دوی بشري حقوق رعایت کړي.
د دغو معترضو ښځو دا لاریون "د افغانستان د ښځو تاریخ د بدلون غورځنګ" د غړیو له لارې د کابل په لوېدیځ کې ترسره شو.
د دې غورځنګ مشرې رقیې ساعي وویل، له دې وېرې چې د طالبانو له سخت چلند سره مخامخ نه شي، نیم ساعت وروسته یې خپل اعتراض پای ته ورساوه.
د منځنۍ اسيا له امريکايي پوهنتون لسګونه افغان نجونې فارغې شوې

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د منځنۍ اسیا له امریکایي پوهنتون څخه په لسګونو نجونو د فارغېدو خبر ورکوي.
دې سفارت چې له دوحې څخه فعالیت کوي، پرون سهشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي چې، د منځنۍ اسیا امریکایي پوهنتون په ویاړ سره سږکال ۳۲ افغان نجونو او او۷ هلکانو ته د فراغت سندونه ورکړل.
د سفارت په خبره دغو محصلانو ته د متحدهایالتونو حکومت تحصیلي بورسیې برابرې کړې وې.
د امریکا سفارت پهدې اړه چې دغه محصلان په کومو څانګو کې روزل شوي، جزیات نهدي ورکړي، خو یوازې دومره یې ویلي چې دغه فارغین د افغانستان د روښانه راتلونکې نښې او ټولو افغانانو ته د هیلو څرګندونه کوي.
وروسته له هغې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په کابل کې امریکایي پوهنتون خپلې چارې ودرولې، د دې پوهنتون ډېرو محصلانو ته له افغانستان څخه بهر په نورو هېوادونو کې په امریکایي پوهنتونو کې د تحصیل د دوام زمینه برابره شوې ده.
په عین حال کې د امریکا د سفارت مرستیال ډن براون پرون سهشنبې په ټوله نړۍ کې د ښوونځیو د تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت په یوه بیان کې وویل، متحدهایالات به هيڅکله د افغان نجونو او هلکانو لپاره د انډول تعلیم د برابرولو له غوښتنې لاس وانهخلي.
ډن براون: امريکا به هيڅکله د افغان نجونو او هلکانو د انډول تعليم له غوښتنې لاس وانهخلي

داسې مهال چې په ټوله نړۍ کې د ښوونځیو تعلیمي کال پیل شوی، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت مرستیال وايي، متحدهایالات به هيڅکله د افغان نجونو او هلکانو لپاره د انډول تعلیم د برابرولو له غوښتنې لاس وانهخلي.
ډن براون په یوه بیان کې چې نن (د وږي ۲۰مه) خپور شو ویلي، د افغانستان په ښوونځیو کې له شپږم د لوړو ټولګیو د زدهکوونکو نجونو ۱،۴ میلیون څوکۍ تشې دي.
که څه هم په افغانستان کې د سړو سیمو تعلیمي کال د وري یا حمل په دوهمه پیلېږي، خو ښاغلي براون له هغو کورنیو سره چې ماشومان یې له زدهکړو بېبرخې شوې دي، خواخوږي څرګنده کړې ده.
د امریکا د سفارت مرستیال همداراز افغان ماشومانو ته د امریکا د تعلیمي او تحصیلي بورسیو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، که له یوې خوا په افغانستان کې د تشو ټولګیو او تشو مېزونو او څوکیو سیوری خپور دی، له بلې خوا هغه ماشومان چې د امریکا بورسیې یې ترلاسه کړې دي کولای شي زدهکړې وکړي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په لومړي سر کې له شپږم د لوړو ټولګیو د زدهکوونکو نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه او وروسته یې په پوهنتونونو کې د نجونو تحصیل هم بند کړ چې دې اقداماتو یې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه او مخالفتونه وپارول.
ولکر ترک: افغانستان کې ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند مخه بايد ونيول شي

د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مه غونډه کې (د سپتمبر په ۹مه نېټه) له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند او په اوکراین کې د جګړې د دوام مخه ونیسي.
هغه وویل، د طالبانو حکومت چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له وتلو وروسته د افغانستان مشري په غاړه اخیستې ده، طالبانو د ښځو پر وړاندې کرکه لرونکي قوانین او سیاستونه په خورا سخت شکل پلي کړي چې لهمخې یې ښځې له عامه ژوند څخه بېبرخې دي.
تمه ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنیټ هم نن خپل راپور وړاندې کړي.
د دې راپور په یوه نسخه کې چې مخکې خپره شوې، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا حساس او ستونزمن بلل شوی او طالبان په ښځو او نجونو د لا زیاتو بندیزونو په لګولو تورن شوي دي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۷مه غونډه نن دوشنبه د سپټمبر په ۹مه په جینوا کې پیل شوه او د اکتوبر تر ۱۱مې به دوام وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت یوځل بیا د افغان نجونو د تعلیم پر حق ټینګار کړی

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې په دوحه کې فعالیت کوي، یوځل بیا د افغان نجونو د تعلیم پر حق ټینګار کړی او ویلې یې دي، باید ډاډ ترلاسه شي چې هره افغانه نجلۍ هغه زدهکړې ترلاسه کړي چې وړ یې ده.
دغه سفارت پرون چهارشنبه ناوخته پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا مهال د افغانستان اتیا فیصده نجونې له زدهکړو بې برخې دي.
د سفارت په دغه بیان کې له ټولو غوښتل شوي چې د نجونو د تعلیم د حق ملاتړ وکړي.
تر دې وړاندې یونسکو ویلي وو چې افغانستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې ښونځیو ته له تګه بې برخې دي.
د امریکا سفارت د افغان نجونو د ښونځیو د خلاصېدو غوښتنه داسې مهال کړې چې نن د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نوی تعلیمي کال پيل شو، خو تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښونځیو ته د تګ اجازه نه لري.
طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او نژدې کال وروسته یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.
د نجونو له ګډون پرته د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نوی تعلیمي کال پيلېږي

د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نن د وږې ۱۵مه نوی تعلیمي کال پيلېږي.
په کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، لغمان، کونړ او ننګرهار کې به نن هلکان ښوونځیو ته ځي، خو تر شپږم ټولګي ورپورته نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپلو زدهکړو ته ادامه ورکړي.
وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، تر شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل بیا یې نږدې کال وروسته د پوهنتون دروازې د دوی پرمخ وتړلې.
د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې په وینا، سږ کال یو میلیون او ۴۰۰زره افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو پاتې شوي دي.
د ملګروملتونو عمومي منشي د افغانستان لپاره جورجيت ګنيون د مرستيال استازې په توګه ټاکلې

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش کاناډایۍ ډيپلوماته جورجیت ګنیون (Georgette Gagnon) د افغانستان لپاره د مرستیالې استازې په توګه ټاکلې ده.
ملګروملتونو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مېرمن ګنیون به په افغانستان کې د دوی د مرستیال استازي، جرمن ډيپلومات مارکس پوتزل ځای ناستې شي.
ملګروملتونو ویلي، چې نوې ټاکل شوې استازې یې د سولې ټینګولو د ملاتړ، د بشري حقونو په برخه کې د ستراتېژیکو نوښتونو د رهبرۍ او د جګړې او له جګړې وروسته وضعیت په اقداماتو کې ۲۸ کلنه کاري تجربه لري.
نوموړې له ۲۰۲۱ کال را پهدې خوا په لیبیا کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله استازې پاتې شوې ده.
ملګروملتونو د افغانستان د سیاسي ماموریت یا یوناما د رهبرۍ په جوړښت کې دغه بدلون وروسته تر هغه اعلان کړی، چې طالبانو تېره میاشت کابل ته د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ پر سفر بندیز ولګاوه.
بېنیټ ویلي، دی به له لرې واټنه د خپلو چینلونو له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو ارزونې ته دوام ورکړي.
د پارا المپيک سياليو کې د ذکيه خدادادي بريا په نړيواله کچه ستايل شوې ده

د پاریس د پارا المپیک په لوبو کې د افغانستان د تکواندو ټیم د پخوانۍ لوبغاړې ذکیه خدادادي بریا مختلفو لورو ستایلې او هغه یې د افغان ښځو لپاره تاریخي بریا بللې ده.
ذکیه خدادادي چې د پارا المپیک د نړیوالې کمېټې د کډوالو په ټیم کې یې د پاریس په پارا المپیک لوبو کې ګډون کړی، پرون پنجشنبې خپلو ترک او کیوبایي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال وګاټه.
نوموړې ته د ازبکستان لوبغاړې په لږ توپیر ماتې ورکړه او د سپینو یا سرو زرو د مډال د ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ.
د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ذکیه خدادادي ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغې بریا تاریخي او د ښځو د مقاومت سمبول بللې ده.
په همدې حال کې د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمېشن رفیلیپو ګراندي په خپله ټولنیز شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې د اغلې خدادادي بریا هیجانونکې بللې او ویلې یې دي چې هغه ميلیونونو کډوالو ښځو ته د هیلې او ځواک پیغام ورکوي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو د څار سازمان يا هیومان رایټس واچ دا د افغان ښځو لپاره تاریخي بریا بللې او ویلې یې دي، خدادادي دغه بریا څو ورځې وروسته له هغې ترلاسه کوي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې نوی قانون صادر کړ.
د طالبانو په ياد قانون کې د ښځو غږ او مخ عورت بلل شوی.
ډبلیوایفپي: په افغانستان کې ښځې په زیاتېدونکي ډول له عام محضر څخه لیرې کېږي

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایفپي" وایي، په افغانستان کې ښځې په زیاتېدونکي ډول له عام محضر څخه لیرې کېږي چې د ژوند کولو او خپلو ماشومانو ته د خوړو برابرولو په برخه کې یې د کمو امکاناتو کړۍ لا تنګېږي.
د خوړو نړیوال سازمان چې په افغانستان کې اړو میلیونونو کسانو ته خواړه برابروي، پرون چهارشنبې په خپله ایکس شبکې یا ټویټر د دې بیان ترڅنګ یوځل بیا د بسپنې غوښتنه کړې څو اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې خواړه ورسوي.
د خوړو نړیوال نړیوال پروګرام په افغانستان کې پر ټولنیز ژوند کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو خبره وروسته له هغې کوي چې د طالبانو حکومت روانه اوونۍ د یوه نوي قانون په نافذېدو سره پر هغوی نور سخت بندیزونه ولګول.
د دغه نوي قانون له مخې، د نورو محدودیتونو ترڅنګ له کوره بهر باید د ښځو مخونه او بدنونه پټ او غږونه یې وانهورېدل شي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د امربالمعروف د نوي قانون انفاذ ته اندېښنه ښودلې

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د طالبانو د حکومت لهخوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د انفاذ له کبله اندېښنه ښودلې ده.
جوزیپ بورېل بېګا پر ایکسپاڼه په یو بیان کې ولیکل چې اروپايي ټولنه د طالبانو د هغه فرمان له کبله سخته اندېښنه لري چې د افغانانو پر ټولنیز ژوند او د ښځو پر آزادیو تازه محدودیتونه لګوي.
د طالبانو د نوي قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو پر غږ بندیز اعلان شوی، د ښځو د ټول بدن پټول او د قانون په ټکو د فتنې له وېرې د ښځو مخ پټول ضروري بلل شوي.
همداراز د ښځو په آواز سندرې، نعتونه او قرائت او په ټوله کې په زوره يا لوړ غږ خبرې کول عورت بلل شوي.
په عین حال کې د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې د طالبانو دا محدودیتونه به په کورنیو رسنیو کې د لږ شمېر ښځینه خبریالانو حضور هم پای ته ورسوي.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان د نوي قانون د هغې برخې په اړه هم اندېښنه ښودلې چې رسنیو ته د مطالبو د څرنګوالي ښپارښتنه کوي.
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمدخالد حنفي ویلي چې دوی چمتو دي د نړۍ د دیني عالمانو د پوښتنو پر وړاندې د خپل دې قانون دفاع وکړي.