د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۷

ښځې

د لغمان الینګار کې د هاوان مرمۍ ۲ مېرمنې او یو ماشوم وژلي

د لغمان سیمه‌ییز چارواکي وايي د یاد ولایت په الینګار ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوی او څلور تنه‌یې ټپیان کړي دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرمۍ نن سهار د الینګار ولسوالۍ په میدانیو سیمه کې تر یوې نښتې وورسته د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوی چې یاده مرګ ژوبله‌یې رامنځته کړه.

د دولت وسله‌والو مخالفینو تر دې مهاله د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

بلخ کې یوې مېرمنې له خپلو ۲ ماشوانو سره د ځان وژنې هڅه کړې

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي په دغه ولایت کې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره چې د ځان وژلو هڅه‌یې کړې د بلخ حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري دغه موضوع تائیدوي او ازادي راډيو ته‌یې وویل چې دغه پېښه د مزار شریف ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې.

دی زیاتوي چې دغې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان د خپل کور له پنځم پوړ څخه لاندې غورځولی.

ښاغلی قادري دغه‎راز وايي چې تر اوسه د دغې پېښه انګېزه نه‎ده معلومه خو په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې د بلخ د حوزوي روغتون مشر فیض محمد نور ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال یاده مېرمن او ماشومان په کما حالت کې دي.

د بلخ کشندې کې یوه سړي له خپلې ښځې غوږونه پرې کړي

د بلخ د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې تېره شپه په کشندې ولسوالۍ کې یو سړي له خپلې ښځې غوږونه پرې کړي دي.

د دغه روغتون سرطبیب خواجه نور محمد فیضي وایي، د زرینا په نوم دغه ۲۳ کلنه ښځه د کورني تاوتریخوالي له امله د پېښې ښکار شوې ده.

ښاغلی فیضي وايي، مېرمن زرینا دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

تر اوسه د بلخ پولیسو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر اوسه د یادې مېرمنې خاوند په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د بادغیس قادس کې یوې ۱۶کلنې نجلې ځان وژلی

د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د نسیمې په نامه یوې ۱۶ کلنۍ نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

د دغه ولایت عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالطیف روستایي نن ازادي راډيو ته وویل چې له ځینو نښو نښانو داسې ښکاري چې دغې نجلۍ ځان په دار ځړولی دی.

په ورته وخت کې د بادغیس د ښځو چارو رئیسه زرغونه شېرزاد وایي چې د دغې نجلۍ پلار او تره غوښتل چې یاده نجلۍ په زوره واده ته اړه کړي.

د دغې نجلۍ کورنۍ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د بادغس امنیتي چارواکو ازادي راډيو ته ویلي چې د یادې قضیې په تړاو یې درې کسان نیولي دي.

نېږدې لس ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې یوه ځوانه ښځه د نا مشروع جنسي اړیکو په تور د خپل پلار له‌خوا وژل شوې وه.

احساس: شمال زون کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی

د افغانستان د شمال زون خبریالانو ټولنه وايي په رسنیو کې د ښځو حضور شپېته په سلو کې کم شوی دی.

د دې ټولنې اجرائیه مرستیال ذبیح‌الله احساس ازادي راډیو ته وویل چې په بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې نا امنۍ د دې لامل شوي چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو حضور تر دې کچې راټيټ شي.

ښاغلی احساس اقتصادي ستونزې او ناسم دودونه د ښځینه خبریالانو د کمېدو نور عوامل یادوي او وايي که دا ستونزې هوارې نه‌شي د شمال زون رسنۍ به د ښځینه خبریالانو له رپوټونو او غږونو بې‌برخې پاتې وي.

بغلان چارواکي: پلخمري کې یوه کس خپله مېرمن وژلې

د بغلان امنیتي چارواکي وايي، په پلخمري ښار کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندان ذبیح‌الله شجاع ازادي راډیو ته وویل، دغه ښځه څلور میاشتې وړاندې واده شوې وه.

ښاغلی شجاع زیاتوي په لومړنیو پلټنو کې قاتل ویلي چې خپله مېرمن‌یې د کورني تاوتریخوالي له امله زیندۍ کړې ده.

بغلان هغه ولایت دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه په‌کې لوړه ده.

د جوزجان اقچې ولسوالۍ کې ۲۱ کلنې نجلۍ ځان په دار ځړولی

د جوزجان ولایت د اقچې په ولسوالۍ کې د سمیرا په نوم یوې ۲۱ کلنې نجلۍ خپل ځان په دار ځړولی دی.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل چې یادې نجلۍ تېره شپه په کور کې خپل ځان په دار ځړولی دی.

ښاغلي غفوري په دې اړه څه ونه‌ویل چې ولې دې نجلې ځان په دار ځړولی، خو وايي په دې اړه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال ده چې تېره ورځ په سرپل ولایت کې د کورني تاوتریخوالي له کبله یوې ۱۹ کلنۍ نجلۍ ځان وژنه وکړه.

چارواکي: هلمند کې طالبانو یوه ښځينه پولیسه وژلې

د هلمند د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د مدیریت یوه ښځینه کارکوونکې بله نسته چې د واده د مراسیمو لپاره ناوې ولسوالۍ ته تللې وه تېره شپه د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوې ده.

د هلمند د امنیت امر سمونوال ګلي خان وايي، «بله نسته» د خپل خاوند سره یوځای په ناوې ولسوالۍ کې د دوستانو د واده مراسیمو ته تللې وه چې د وسله والو لخوا وژل شوې او خاوند يې لادرکه دی.

هغه وویل د خاوند د موندلو لپاره يې هلې ځلې پیل شوي دي، خو د بله نستې جسد يې د لښکرګاه ښار دولتي روغتون ته انتقال کړی دی.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي، د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ مړی مندل شوی دی او په دې اړه چې د اپولیسه ده که بله عادي ښځه تحقیق کوي.

ناوه ولسوالۍ د تېرو څو میاشتو راهسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

داپه داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند یوه پخوانۍ ښځینه پولیسه چې لمړی تښتول شوې وه وروسته يې مړی وموندل شو.

خوست او پکتیا کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ۱۶سلنه زیات شوی

په خوست او پکتیا کې د ښځو په وړاندې تشدد د تېر کال په پرتله ۱۶ فېصده زیات شوی دی.

په جنوب خیتځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسؤلینو پرون سې‌شنبه وویل چې په ‎دې ولایتونو کې سږ کال د ښځو پر ضد د تشدد ۲۸۵ پېښې ثبت شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر د غړې زرمینه شمس په حواله وايي چې پکتیکا کې هم د ښځو پر ضد تشدد زیات دی خو د امنیت د خرابوالي له امله ارقام نه‎شي راغونډولای.

د خوست د ښځو چارو مشرې ملالۍ ولي له ملایانو، قومي مشرانو او مخورو غوښتنه وکړه چې د ښځو د حقونو په اړه معلومات خپاره کړي او خلک دې له ښځو سره د ناوړه چلند او ظلم له عواقبو خبر کړي.

دانش: د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي موضوع د اندېښنې وړ ده

د جمهور رئیس دویم مرستیال په هېواد کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ګڼي.

سرور دانش دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې ناستې ته وکړې:

"په خواشینۍ سره له ټولو هغو پرمختګونو سره چې نن ورځ د ښځو د وضعیت ښه کېدو او حقونو تامین په برخه کې شوې دي لاهم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي موضوع د اندېښنې وړ ده."

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د روان لمریز کال له پیله تراوسه له دوی سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نږدې درې زره څلور سوه قضیې ثبت شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG