د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۸

ښځې

فرزام: د معافیت فرهنګ د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د معافیت فرهنګ د دې لامل شوی چې لاهم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام ومومي.

د بشري حقونو د ساحوي دفتر مشر عبدالاحد فرزام نن ازادي راډیو ته وویل چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا دوه زره اووه سوه قضیې ثبت شوې دي.

دی وايي:

"د هغو شمېرو له مخې چې موږ یې لرو په تېرو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې ۲۶۲۱ قضیې ثبت شوې دي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې همدا اوس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي شپاړس ورځنی کمپاین دوام لري.

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې دا ډول کمپاینونه ګټور بولي.

بامیانو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو عمومي کمپاین پر مهال په بامیانو کې په تېرو اتو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د یو اتیا قضیو د ثبت خبره کېږي.

د بامیان ولایت د ښځو چارو رئیسې کریمه سالک ازادي راډیو ته وویل په دې قضیو کې د ښځو وهل ټکول، د ډوډۍ نه‌ورکول، د واده په نیت له کوره تېښتې، ځورونې او توهین شامل دي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو تفاهم‌لیک تېره اوونۍ د لویې څارنوالۍ، پوهنې، لوړو زده‌کړو او روغتیا وزارتونو او د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې تر منځ د ولسمشر اشرف غني په حضور کې لاسلیک شوه.

بلخ چارواکي: ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۰ پېښې ثبت شوي

د بلخ د ښځو چارو رئیسه وایي چې د روان کال په ترڅ کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۰ پېښې ثبت کړي دي.

شهلا حدید نن ازادي راډيو ته وویل چې د تاوتریخوالي په دغو پېښو کې ۱۸۵ یې حقوقي اړخ لري او پاتې ۱۴۵ مورده یې د فزیکې تاوتریخوالي پېښې دي.

مېرمن حدید زیاته کړه چې له مجازاتو څخه د مجرمینو معافیت سبب کېږي چې تشدد په ټولنه کې زیات شي.

په بلخ کې د ښځو چارو ریاست نن د ښځو په وړاندې د تشدد د منع له نړېوالې ورځې "نارنجي ورځې" څخه چې د نوومبر له ۲۵مې نېټې سره سمون لري، لمانځنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د راپور پر بنسټ، په ټول شمال زون کې د نا امنیو له امله د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ۱۵ سلنه زیات شوی دی.

لوی څارنوال: ښځو سره د تاوتریخوالي دوسیې به جدي وڅېړو

د افغانستان لوی څارنوال وایي، له ښځو سره د شوي تاوتریخوالي دوسیې به په جدیت او هر اړخېزه توګه وڅېړي.

محمد فرید حمیدي نن ارګ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په مناسبت جوړې شوي غونډې ته د وینا پرمهال ټینګار وکړ چې د حکومت له لوري له ښځو سره د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو لپاره جدي اراده موجوده ده.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه :

"تاوتریخوالی په افغانستان کې یوه جدي او اساسي معضله ده او ورسره د مبارزې لپاره هم موږ باید جدي، اساسي او نظام مند اقدامات ولرو."

له دې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې په هدف ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شو.

اخوا د افغان ښځو شبکه وایې، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون عملي کېدو ته په دولت کې جدي اراده نه‎شته.

ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په اړه د لویې څارنوالۍ غوښتنې

د افغانستان لویه څارنوالي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د ځینو قضايي، سیاسي او اداري اقداماتو غوښتنه کوي.

لوی څارنوال فرید حمیدي چې د څارنوالانو د ملي کنفراس د پای په مراسمو کې یې خبرې کولې وویل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی، خو دغه اقدامات بسنه نه کوي.

ښاغلي حمیدي له وزیرانو شورا وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس په همدې غونډه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله.

عبدالله عبدالله وايي، نن هم نجونې او ښځې له تاوتریخوالي، د جنسي تېریو له ګواښ او بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په خبره ښځې او نجونې ان په تحصیلي بنسټونو کې هم خوندي نه دي.

هغه همدا راز په بدو کې د نجونو ورکړه او د دوی پلورل جدي ننګونې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې افغانان باید د یادو ستونزو د حل لپاره بسیج شي.

نوموړي وویل چې باید په هېواد کې په دې اړه په ځینو قوانیونو او مقررو کې تعدیلات رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG