ښځې
د زابل شهر صفا کې یوه ۱۲ کلنه زدهکوونکې وژل شوې
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په بازار سیمه کې د محمد نعیم په نوم یو شل کلن ځوان د ستارې په نوم د ښوونځي یوه ۱۲ کلنه زدهکوونکې په ډزو وژلې ده.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن دوشنبه سهار رامنځته شوې ده او دغه هلک هم له پېښې وروسته ځان په ډزو وژلی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه نجلۍ په ماشومتوب کې د هلک په نوم وه او څو ورځې مخکې یې پلار بل چا ته په نوم کړې وه.
د کندهار پنجوایي کې يوه خاوند خپل مېرمن وژلې
د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې يوه خاوند خپل مېرمن وژلې ده.
پېښه نن شنبې سهار رامنځته شوې او وژونکی خاوند له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
د پنجوایي ولسوال فضل محمد اسحاقزي ازادي راډیو ته ویلي پېښه ددې ولسوالۍ په مرکز کې د يوې مېرمنې او خاوند ترمنځ له کورنۍ شخړې وروسته رامنځته شوې او خاوند خپل مېرمن په توپنګچه ویشتلې او وژلي ده.
اسحاق وایي، په دغه کورنۍ کې له تېرو څلورو کلونو راهيسي کورنۍ ستونزې موجودي وې.
دغه پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي چې تېر کال کندهار کې د ښځو سره د تاوتريخوالي شااوخوا دوه سوه پېښې ثبت شوي دي.
خوګیاڼی: د ننګرهار دوربابا کې یوه کس خپله مېرمن وژلې
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپله مېرمن وژلې.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د دوربابا ولسوالۍ په زيارت سيمه کې د رحمتالله په نوم یو تن خپل مېرمن په ډزو سره وژلې ده او خپله له سیمې څخه تښتېدلی دی.
نوموړی وايي، لومړني معلومات ښيي چې یاده قضيه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.
د جوزجان مرکز شبرغان کې ۲۱ کلنې ښځې ځان زندۍ کړی
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې ۲۱ کلنې ښځې ځان زندۍ کړی دی.
د جوزجان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر هارون ایل بیګي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ښځه تېره شپه په خپل کور کې په دار ځړول شوې خو تر اوسه معلومه نهده چې دې ښځې خپله ځان وژلی که د بل چا لهخوا زندۍ شوې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د شبرغان ښار په مینګه جیګ او اسلام جوی ولسوالیو کې دوه ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله د خپلو مېړونو لهخوا وژل شوې وې.
غفوري: جوزجان کې یوه خاوند خپل مېرمن وژلې
د جوزجان سیمهییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوه ښځه د مېړه لهخوا وژل شوې ده.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه په مینګجک ولسوالۍ کې شوې ده.
ښاغلی غفوري زیاتوي چې پولیسو د پېښې د څرنګوالي او د قاتل د نیولو لپاره هڅې پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ننګرهار کې هم یوه سړي خپله مېرمنه وژلې وه.
ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره ۷ ولایتونو کې ځانګړی کمپاین وشو
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف په اوو ولایتونو کې په ځانګړي کمپاین کې زرګونه افغانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
د عدلیې وزارت لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دې اړه په ۱۶۸۵ پروګرامونو کې شااوخوا زرګونه هېوادوالو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي.
دغه کمپاین چې د جدي میاشت کې په کابل، بلخ، کندز، هرات، بامیان، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې پيل شول اوس هم جریان لري.
اعلامیه زیاتوي چې په دغه کمپاین کې ديني عالمان، ښوونکي او قومي مشران برخه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې په روان لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۸ فیصده زیات شوی.
خوګیاڼی: د ننګرهار بهسودو کې یوه تن خپل مېرمن وژلې
د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې یو تن خپله مېرمن وژلې ده.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې تېره شپه د صدیق الله په نوم یوه تن چې د سره رود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، خپله مېرمن د چاقو په وسیله وژلې ده.
د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، لومړني معلومات ښيي چې دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.
د نوموړي په خبره د وژل شوي اته ویشت کلنې هاجرې خاوند د پېښې وروسته له سیمې تښتیدلی،خو د پولیسو له لوري یې د نیولو هڅې دوام لري.
د ولایتي ادارې د معلوماتو پر بنسټ له وژل شوې مېرمنې څخه څلور اولادونه پاتې دي.
فعالان: نورستان کې د یوې جوړې علني وژنه کې چارواکي ګرم دي
ځیني مدني فعالان په نورستان کې د یوې جوړې په علني وژنه کې سیمهییز چارواکي او پولیس ګرم بولي.
دغو مدني فعالانو او د نورستان په واما ولسوالۍ کې د وژل شوي ځوان خپلوان په کابل کې د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال نن وویل چې حکومت باید له ځنډ پرته د پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
مدني فعال عطاالله حیران وايي، د نورستان په واما ولسوالۍ کې یوه ځوان او پېغلې چې غوښتلیې وتښتي لومړی پولیسو نیولي او بیا یې د سیمې خلکو ته سپارلي او هغو په عام محضر کې ووژل.
ښاغلی حیران وايي:
"د ملي یووالي حکومت د واکمنۍ پر مهال صحرايي محاکمې زیاتې شوې دي او لاملیې دا دی چې د داسې پیښو عاملینو ته سزا نهورکول کېږي او موږ په دې برخه کې له حکومته د عدالت غوښتنه کوو."
د نوموړي په خبره دا چې د سیمې خلک په علني توګه د حکومت په حاکمیت کې یوه جوړه وژني دې مسئلې اندېښنې پیدا کړې دي.
د نورستان والي ازادي راډیو ته ویلي چې د یادې پېښې په اړه پولیسو څېړنې پیل کړې دي.
ثمر: بلخ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی
په بلخ ولایت کې د ښځو چارو ریاست او د افغان ښځو شبکه وايي چې ورځ تر بلې دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو دوی اندېښمن کړي دي.
د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې نسبت تېر کال ته د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې نېږدې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی او اکثراً د یاد تاوتریخوالي قربانیان هم له ۱۸ تر ۲۵ کلونو عمرونه لري.
د ښځو چارو ریاست د حقوق څانګې مشره نادیه ثمر وايي چې د روان کال په ترڅ کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۰ پېښې ثبت ته رسولي دي چې ډېر پهکې د ښځو د وهل او ټکولو پېښې شاملې دي.
مېرمن ثمر نن چهارشنبه دا خبرې په مزارشریف کې یوه خبري کنفران ته وکړې:
"د مالي کال په ترڅ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نسبت بل هر وخت ته زیات شوی دی او دا د اندېښنې وړ مسئله ده، نسبت تېر کال ته د ښځو په وړاندې د تشدد په پېښو کې ۳۰ تر ۴۰ سلنې زیاتوالی راغلی دی."
هاخوا بیا په بلخ کې د افغان ښځو شبکه وايي چې په ټولنه کې د سواد د سطحې ټیټوالی، په کورنیو کې د فقر زیاتوالی او د عامه پوهاوي د برنامو کموالی سبب شوی چې دې ولایت کې ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اوونۍ کې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د خپل پخوانی نامزاد لهخوا د ټوپک په ډزو سره ووژل شوه او په کوشندې ولسوالۍ کې یوه بل سړي د خپلې ۲۳ کلنې ښځې دواړه غوږونه په جارحې وسلې سره پرې کړل.
هرات کې دوه ښځې په ډزو وژل شوي
د هرات چارواکي ادعا کوي چې نن سهار وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې دوه ښځې په ډزو وژلي دي.
د یاد ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد د دغې پېښې په تائید سره ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د دغو ښځو هویت مشخص نهدی.
په همدې حال کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د دغو ښځو پر جسدونو یوه پاڼه کې لیکلي و چې هره ښځه که ناوړه کارونه وکړي له ورته برخلیک سره به مخ شي.
وسلهوالو طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې هرات کې د دوو ښځو وژل د دوی کار نهدی.