ښځې
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، یوه کس تېره شپه خپله ښځه وژلې
د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یوه کس تېره شپه خپله ښځه وژلې ده.
د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع ازادي راډیو ته وویل، ۲۲ کلنه ښځه په خپل کور کې د خپل مېړه له خوا وژل شوې ده خو پولیسو د دې وژنې عامل نیولی دی.
شجاع د دې وژنې انګیزه روښانه نه کړه خو په بغلان ولایت کې د ښځو وژنې اکثره د شخصي دښمنیو او کرکو په سبب شوي دي.
په بغلان ولایت کې دا اوومه ښځه ده چې سږکال د کورنۍ د غړیو او یا نورو خلکو له خوا وژل کېږي.
چارواکي: په فراه کې چاودنې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي
په فراه کې چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په یوه غونډه کې د چاودنې له امله دېرش تنه وژل شوي دي.
د فراه د والي ویاند، ناصرمهري بېګا ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه په بالابلوک ولسوالۍ کې شوې ده.
ناصر مهري وویل:
"یو شمېر وسله وال طالبان چې د انتحار واسکټونه او نور چاودېدونکي مواد یې درلودل، پرون ماسپښین په بالابلوک ولسوالۍ کې راغونډ شوي و، د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله د هغوی دېرش تنه ووژل شول."
ښاغلي مهري وویل چې تراوسه لا نه ده څرګنده چې په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طالبانو قوماندانان هم شته که نه.
د ملا منان نیازي په مشرۍ د طالبانو ډلې په فراه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په بالابلوک کې د ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو په غونډه کې دوی چاودېدونکي مواد ایښي و.
خو د ملا هبت الله اخندزاده پلویانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.
خلک: په ارزګان کې د افغان ځواکونو هوايي حملې۳مېرمنې وژلي
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند مهراباد سیمه کې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو کې درې ښځې وژل شوي دي.
یادو کسانو نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن سهار اووه بجې رامنځته شوې چې پرمهال یوه ماشومه هم ټپي شوې ده.
یادو کسانو د جګړې له دواړو خواوو څخه غوښتنه کوي د ملکي کسانو ژوند ه جدي پاملرنه وکړي.
له دې سره د دغه ولایت د ولایتي روغتون سرپرست رئیس ډاکټر ضیاالرحمان وايي چې د پېښې له ځایه ورته څلور ښځې وروړل شوي چې درې وژل شوي او یوه ۷کلنه انجلۍ سخته ټپي شوې ده چې روغتیايي حالت يې ناسم دی.
په ورته وخت کې د دغه ولایت چارواکي په دې اړه ناخبري ښي او وايي چې دوی په دي اړه پلټنې کوي.
دا په داسې حال کې ده چي له تېرو درېیو ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له لوري په مرکز ترینکوټ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخ علیات پیل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د عملیاتو پر مهال د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې لسکونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
صدیقي: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په دې هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او دا مسئلهیې د جدي اندېښنې وړ بللې ده.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ویاند بلال صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۶ لمریز کال په لومړیو درې میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي ۹۵۲ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال د همدې مودې په مقایسه دا موارد په سلو کې څه باندې اته زیات شوي دي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيونیې اندېښمن کړی دی."
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو پر وړاندې له روان زور زیاتي په داسې حال کې اندېښنه ښيي چې همدا دوه ورځې مخکې د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلنه مېرمن د خپل خاوند لهخوا زندۍ او وژل شوې ده.
د بادغیس د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.
دا یوازې په یوه اوونۍ کې په بادغیس کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي څلورمه پېښه ده چې ثبتېږي.
د خیبر پښتونخوا لنډي کوتل کې یوه ۱۲کلنه نجلۍ وژل شوې
د خیبر پښتونخوا ایالت د لنډي کوتل، د لواړګو په سیمه کې یوه دولس کلنه نجلۍ د غیرت په نوم وژل شوې ده.
سیمه ییزو چارواکو پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې نجلۍ نغمه نومېده او غالباً، تېره اوونۍ له دوو هلکانو سره تښتېدلې وه.
سیمه ییز مامور نیازمحمد ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو دا نجلۍ نېولې وه او کورنۍ ته یې په دې شرط سپارلې وه چې هغې ته به ضرر نه رسوي.
نیازمحمد وویل:
"هغه د جون په درویشتمه له کوره تښتدلې وه او غالباً، د هغې کورنۍ د سه شنبې په ورځ وژلې ده، د هغې قاتل او ضمانت کونکو موږ نیولي دي."
نیازمحمد ویلي چې د وژل شوې نجلۍ اکا، د اکا زوی او د تښتونکي د کورنۍ دوه غړي نیولي دي.
د خیبرپښتونخوا والي، اقبال ظفر جګړا دا پېښه په کلکه غندلې ده.
د جګړا دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې داسې قتلونه د بنیادي، انساني حقونو مخالف دي او په نړۍ کې د پاکستان نوم بدوي.
په پاکستان هرکال د غیرت او ناموس په نوم د قتل سل ګونو پېښې ثبتېږي.
صبحرنګ:بدخشان کې د ۲ښځينه پولیسو وژل بشر ضد عمل دی
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په بدخشان ولایت کې د دوو ښځینه پولیسو وژنه د بشر ضد عمل بولي.
د دې کمېسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ د برخې کمېشنرې ثریا صبحرنګ تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ښځو وژل په کلکه وغندل:
"دا عمل د بشريت او اسلام پرضد د دوی د پخوانیو اعمالو دوام دی او ښيي چې د وسله والو یاغیانو لپاره هېڅوک اهمیت نه لري، نه ښځې ته ګوري او نه زړو خلکو ته."
د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو په وینا وسله والو مخالفینو دا مېرمنې د بدخشان د مرکز فیض اباد په یوه اړونده سیمه کې په ډزو ووژلې دي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ چارواکو ویلي پردې ښځو چې د اختر د رخصتیو د تېرولو لپاره خاش ولسوالۍ ته تللې وې، فیض اباد ته د ستنېدو پرمهال برید وشو.
بي بي ګل غني: کم عمرۍ کې باید د ودونو مخنیوی وشي
د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني بي بي ګلله له کورنیو غواړي چې په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو مخنیوی وکړي.
اغلې مېرمن غني چې د ماشومانو او له وخت مخکې د ودونو له منځه وړلو ملي عملیاتي پلان په تشریح کې خبرې کولې وویل چې ودونه باید د دواړو لورو په توافق وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په کم عمر کې او په زوره د نجونو د ودولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دغه کمېسیون غړې قدریه یزدان پرست د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي لا هم په دغه هېواد کې په ټیټ عمر او په زوره د نجونو ودول دوام لري.
اغلې یزدان پرست دا هم ویلي چې له دوی سره داسې قضیې هم ثبت دي چې په ۷ کلنۍ کې نجلۍ واده کولو ته مجبوره شوې ده.
که څه هم اغلې یزدان پرست په دې اړه ارقام ورنه کړل، خو د یاد کمېسیون چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې په دغه هېواد کې شپیته فیصده انجونې په جبري توګه او یا هم په کوچنیوالي کې ودېږي.
روغتيايي چارواکي وايي جبري او په کم عمرۍ کې د نجونو ودول د دوی د مړینې لامل ګرځي چې باید کورنۍ ترې ډډه وکړي.
چارواکي: د لوګر محمداغې کې یوه مېرمن خپل خاوند وژلې
د لوګر محلي چارواکي په دغه ولایت کې د وسلهوالو طالبانو لهخوا د یوې مېرمنې د وژلو خبر ردوي.
د دغه ولایت د محمد اغې ولسوالۍ ولسوال نصیر احمد امین نن ازادي راډیو ته وویل وژل شوې مېرمن سنګسار شوې نهده بلکې د خاوند لهخوا د نا مشروع اړیکو په تور وژل شوې ده.
هغه وايي، د مېرمنې خاوند هغه کس هم وژلی چې فکر کېده له مېرمنې سرهيې نامشروع اړیکې درلودې:
"اصلاً دا مسئله داسې شکل نهده دې کور ته څوک راغلي دي د هغه له مېرمنې سرهيې کومه ناوړه اړيکه درلوده، وروسته دا خلک ګېر شوي دي او د مېرمنې د خاوند لهخوا په همدې کور کې وژل شوي دي."
د راپورونو پر اساس دغه پېښه د محمد اغه په بازک سیمه کې تېره ورځ رامنځته شوې ده.
له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د لوګر د محلي چاراکو له خولې خبر ورکړ چې په دغې ولسوالۍ کې دغه دوه تنه د وسلهوالو طالبانو لهخوا سنګسار شوي دي.
اماني: د سرپل صیاد کې طالبانو یو ماشوم او درې مېرمنې وژلي
د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو یو ماشوم او درې ښځې په ډزو وژلې دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
نوموړي وویل چې وسلهوالو طالبانو دغه کسان له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
وسلهوالو طالبانو د دغې قضیې په اړه څه نهدي ويلي خو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سرهیې ادعا کړې چې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
خو سیمهییزو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.
د هلمند لښکرګاه کې یوه خاوند خپل مېرمن وژلې
د لښکرګاه ښار اړوند درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یوه خاوند خپله مېرمن وژلې ده.
د دوهمې امنیتي حوزې مسئول حاجي ګران وایي، قاتل نیول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.
که څه هم د قتل اصلي مسئله معلومه نهده خو ویل کېږي خاوند د خپلې ښځې غاړه پرېکړې ده.