د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۸

ښځې

په ډایکندي کې یوه ۲۶ کلنه ښځه وژل شوې

د ډایکندي ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه مېرمن تېره شپه زندۍ شوې او وژل شوې ده.

د یاد ولایت د ښځو چارو رئیسې ذکیې رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د ګل افروز په نوم دغه مېرمن د ډایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په ککرک سیمه کې زندۍ شوې او وژل شوې ده.

لا معلومه نه‌ده چې پېښه څه ډول او د چا له‌خوا رامنځته شوې، خو مسؤلین وايي د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې مسؤلین‌یې څېړنه کوي.

د وژل شوې مېرمنې خاوند بهر ته په کار پسې تللی، ځکه نو د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې دا ډول پېښې تر ډېره د فقر او بې‌وزلۍ له امله رامنځته کېږي.

په ډایکندي کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او تېر کال په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۰ پېښې ثبت شوې دي.

حلیمه: په ډایکندي کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي چې په ډایکندي ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله څو چنده زیاته شوې چې عمده لاملونه‌یې بې‌وزلي، د نشه‌یي توکو استعمال، ناوړه دودونه او د عامه پوهاوي نشتوالی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ آمرې حلیمه بشردوست ډایکندي ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې په روان کال په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۰ پېښې ثبت شوي چې دا شمېر د تېر کال په پرتله څو براره زیاتوالی ښيي.

د تاوتریخوالي له دې پېښو ۸۶ سلنه‌یې په مرکز نیلي او پاتې نورې یې په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

په بغلان کې دوه ښځې په ډزو وژل شوي

په تېرو دوو ورځو کې په بغلان کې دوه ښځې په ډزو وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په پلخمري کې د طب پوهنځي یوه ۱۸ کلنه زده‎کوونکې او د "ده صلاح" ولسوالۍ کې یوه بله مېرمن د غیر مسؤله وسله‎والو په ډزو وژل شوي دي.

د بغلان ولایت د ښځو د چارو رئیسې خدیجې یقین ازادي راډیو سره په خبرو کې له پولیسو غوښتي چې د دې وژنو عاملین دې ونیسي.

په بغلان کې دا دوه ښځې په داسې حال کې وژل کېږي چې د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۹» هم ۱۵ ملکیان د کیله‎ګي په سیمه کې د غیر مسؤله وسله‎والو له‎خوا ټپيان شوي وو.

په ارزګان کې یوه کس د خپلې مېرمنې مرۍ پرې کړې

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن دوشنبه ماسپښين شااوخوا یوه بجه یوه کس د خپلې مېرمنې مرۍ په چاړه پرې کړې او وژلې یې ده.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې امر دل اقا نن دوشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د وژل شوې ښځې خاوند چې د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له کوره تښتېدلی او ورسره خپل درې ماشومان چې له همدې ښځې یې وو، له ځان سره وړي دي.

نوموړی وايي چې تر اوسه د یادې پېښې په تړاو څوک نه‌دي نیول شوي، خو وايي چې هڅي یې پیل کړي دي.

له دې سره بیا د ارزګان د ولایتي روغتون مسؤلین وايي چې وژل شوې ښځې له دوی سره یو کال مخکې د نرسې په توګه دنده لرله چې اوس يې په روغتون کې دنده خوشې کړې وه او په کور کې یې شخصي ناروغان تداوي کول.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو میاشتو کې دا ۵ مه ښځه ده چې د تاوتریخوالي قرباني کېږي او وژل کېږي.

مسؤلین: په بلخ کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي

په بلخ کې د ښځو چارو ریاست د نوامبر له ۲۵ مې یا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې له نړېوالې ورځې لمانځنه وکړه او وايي چې نسبت تېر کال ته د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په بلخ کې د ښځو چارو د ریاست مسؤلین وايي چې په تېرو ۸ میاشتو کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت کړي چې پکې د ښځو وهل ټکول، قتل، له کوره تېښته او نور کورني زور زیاتي پکې شامل دي.

د ښځو چارو مشره وايي چې بلخ کې له خپلو حقونو څخه د ښځو د پوهاوي کچه زیاته شوې او په همدې دلیل نسبت پخوا ته اوس مهال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې دولتي بنسټونو کې ثبتېږي.

په همدې حال کې د بلخ د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وایي چې د روان کال په ترځ کې یې ۹۵ تنه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ترسره کولو په تور نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

قادري وویل چې په مجموعي ډول ۷۱ پېښې په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ ته سپارل شوي او ۵۱ نورې پېښې د بلخ د امنیې قوماندانۍ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې څانګې له خوا حل او فصل شوي دي.

په همدې حال کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په روان کې په بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او اساسي لامل یې هم بیکاري او د امنیت نشتون په ګوته کوي.

توخی: په ارزګان کې یوه ۱۵کلنه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې

په ارزګان ولایت کې یوه ۱۵کلنه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې ده.

د ولایتي روغتون مسؤل ډاکټر امینالله توخي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه انجلۍ تېره شپه شااوخوا۱۰ بجې د ترینکوټ له ښار څخه په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شوې او وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي بیا په دې اړه ناخبري ښي او وايي چې په دې اړه پلټنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځت شوي دي.

هرات کې ۲ مېرمنې ادعا کوي چې پر مخونو یې تېزاب پاشل شوي

په هرات ښار کې دوه مېرمنې ادعا کوي چې نن سهار د ښار د مرکزي پارک په مخکې یې پر مخونو تېزاب پاشل شوي دي.

دا دوه خویندې چې د هویت په اړه‌یې ډېر معلومات نه‌شته او اوس د هرات په حوزوي روغتون کې تر علاج لاندې دي وايي، هغه مهال چې د کورس خوا ته روانې وې، یوه کس پرې د تېزاب حمله وکړه.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل چې د دې خویندو علاج په همدې روغتون کې روان دی.

ښاغلی شیرزی زیاتوي:

"نن سهار دوه خویندې په داسې حال کې چې د زده‌کړې کورس ته روانې وې، ادعا کوي چې یو کس تېزاب پرې پاشلي. دوی د روغتون په جدي مراقبت کې بستر شوي. د تېزابي موادو نوعیت تر اوسه نه‌دی معلوم شوی او د عدلي طب معاینې روانې دي."

ښاغلي شیرزي زیاته کړه چې د دې دوو مېرمنو پر مخ د تېزاب اثرات سطحي دي.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند همداراز وویل په روان کال کې تر دې دمه پر څلورو مېرمنو د تېزاب حملې شوې دي.

د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین پېل شوی

د ښځو چارو وزارت د پالېسۍ مرستیاله سپوږمۍ وردګ
د ښځو چارو وزارت د پالېسۍ مرستیاله سپوږمۍ وردګ

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین پېل کړ.

د ښځو چارو وزارت د پالېسۍ مرستیالې سپوږمۍ وردګ ویلي چې په پېل شوي ۱۶ ورځني کمپاین کې به خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه معلومات ورکړل شي.

د ننګرهار ولایت د خبرپاڼې په حواله، د ښځو چارو وزارت د پالېسۍ مرستیالې دا خبرې پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» د ننګرهار، کونړ، لغمان او بامیان د ښځو د ټولنیز او حقوقي وضعیت د څېړنې د ځانګړو کمېسیونونو غونډې ته کړې دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ کورنۍ او نړیوالې ادارې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه لري.

د امنیت خرابوالی او ټولنیز محدودیتونه په افغانستان کې د ښځو د حقوقي وضعیت د ښه کېدو پر وړاندې عمده خنډونه بلل کېږي.

درانی: د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې يوه کس خپل مېرمن وژلې ده

د کندهار د پوليسو ویاند ضيا دراني ازادي راډیو ته وویل، د ډنډ ولسوالۍ د شیر سرخ په سيمه کې تېره شپه یوه کس د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن په وهلو ډبولو وژلې ده.

ښاغلي دراني زیاته کړه چې وروسته د وژل شوې مېرمنې خاوند د پوليسو له لوري نيول شوی او دا مهال تر پلټنو لاندې دی.

تر اوسه بشري بنسټونو په دې تړاو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې د کندهار د ښځو چارو رياست د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه ښودلې وه.

د دې ریاست رئیسې روقيې اڅکزۍ اته ورځې مخکې د ښځو چارو د وزیرې دلبر نظري په ملتیا یوه کنفرانس کې خبر ورکړی و چې د روان لمریز کال په بهیر کې په کندهار کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۹۹ بېلابېلي قضيې ثبت شوې دي.

معصومه: په ارزګان کې ۲مېرمنې په مرموز ډول وژل شوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې دوې مېرمنې وژل شوي دي.

د دغه ولایت د ښځینه پولیسو مشرې معصومې نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه په مرکز ترینکوټ کې یوه ښځه په زندۍ وژل شوې او وروسته يې جسد د ترینکوټ ښار په څلورمه ناحیه کې غورځول شوی وو.

اغلې معصومې دغه راز وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار په درېیمه ناحیه کې په یوه کور کې یوه بله ښځه هم په مرموز ډول وژل شوې ده.

نوموړې وايي چې تر دامهاله د یادو وژنو لامل معلوم نه دی خو زیاته یې کړه چې په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.

د یادونې وړه چې دا لمړی ځل نه دی چې په ارزګان ولایت کې د ښځو په وړاندې دا ډول پېښې رامنځته بلکې تر دې وړاندې هم ګڼې مېرمنې په مرموز ډول وژل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG