د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۹

ښځې

افغان وکیله فرشته کریمي د بشر حقونو د سترې جایزې ګټونکې شوه

د فرانسې ملي بیرغ
د فرانسې ملي بیرغ

افغان وکیله او د بشري حقونو فعاله فرشته کریمي پرون په پاریس کې د بشري حقونو د سترې جایزې ګټونکې وبلل شوه.

اته دیرش کلنه کریمي د قانون غوښتونکي په نوم د بنسټ موسسه ده چې له دې لارې یې په افغانستان کې قانوني مرستې کړي دي.

دا د ټاکلي پلاوي له لوري پرون په پاریس کې د لودوویچ تراري یوو په نوم د بشري حقونو د جایزې ګټونکې اعلان شوه.

دا جایزه د تاري یوو په نوم نومول شوې ده چې په اتلس سوه اته نویم کال کې یې په فرانسې کې د بشري حقونو ټولنه جوړه کړې وه او لومړۍ جایزه یې په نولس سوه پنځه اتیایم کال کې د نژادي تبعیض ضد سرلارې مبارز نېلسن منډیلا ته ورکړل شوه.

یو شمېر افغان مېرمنې د 'سخروف' جایزې لپاره کاندیدې شوې

د اروپا پارلمان
د اروپا پارلمان

یو شمېر افغان مېرمنې پرون رسماً د اروپا د پارلمان له خوا د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې.

د راپورونو له مخې شهرزاد اکبر، ظریفه غفاري، ماري اکرمي، پلوشه حسن، فرشته کریم، صحرا کریمي، میترا مهران، حوریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او انیسه شهید په دې سیالي کې د افغان مېرمنو استازیتوب کوي.

د اروپا د پارلمان مرستیالې هایدي هاوتالا پرون وویل چې دا افغان مېرمنې په خپل هېواد کې د مبارزې، بشري حقونو او ډموکراسۍ د دفاع لپاره د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوي: "د دغو ښځو مېړانه عالي ده. هغوی ځان له خطر سره مخ کړی، څو د هغه څه لپاره چې موږ ته ډالۍ شوې، مبارزه وکړي."

د سخروف جایزې ګټونکي به د اکتوبر په ۲۱مه یعنې په څه کم یوه میاشت کې اعلان شي.

د افغان مېرمنو تر څنګ د روسیې د حکومت سرسخته منتقد الکسي ناوالني هم د دې جایزې رسمي نوماند اعلان شوی.

کابل ښاروالۍ ځینې ښځینه کارکوونکې په کور کېنولې

ارشیف
ارشیف

د کابل ښاروالي وايي له ځینو برخو پرته‌یې ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې په کور کېني.

د کابل سرپرست ښاروال حمدالله نعماني په خپل لومړني خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه.

نعماني بیا وویل چې ځینو برخو کې ښځینه کارکوونکې پاتې دي.

دی زیاتوي: "بازار کې زنانه تشنابونه دي. هغه کار خو نر نه‌شي کولای. ښځې د اجیرانو په صفت راځي دا کار کوي. په ناحیو کې یا په مرکز کې ځینې داسې ښځې شته چې هغه د مسلک په لحاظ باندې موږ د دوی په تناسب بل کدر نه‌لرو هغه هم راځي. د ډيزاین په برخه کې شته، د ساختمان په برخه کې شته. د الکترونیک په برخه کې شته هغه هم راځي هغه کار کوي."

نعماني وویل د ښاروالۍ له نږدې درې زره کارکوونکو په تشکیل کې ۲۷ فیصده ښځې شاملې دي، خو اوس چې اکثر په کور کېنول شوي معاشونه‌یې حواله دي.

یوازې په ښاروالۍ نه، بلکې د راپورونو له مخې له روغتیا، لوړو زده‌کړو او پوهنې پرته په ګڼو نورو دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو برخلیک نه‌دی معلوم او اکثر یې له دندو کورونو ته ستنې کړای شوې دي.

لسګونه ښځو په کابل ښار کې مظاهره وکړه

ارشیف، کابل ښار کې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې
ارشیف، کابل ښار کې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې

یکشنبه په کابل ښار کې لسګونه ښځو مظاهره وکړه.

په خواله رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې دا ښځې له طالبانو د تعلیم او نورو اساسي بشري حقونو درناوی غواړي.

طالبانو په وروستیو کې د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د امر باالمعروف وزارت لوحه ځړولې او د خپلې سرپرستې کابینې د وزارتونو له ډلې یې د ښځو چارو وزارت لیرې کړی دی.

د طالبانو له‌خوا بل اقدام چې د ګڼو تُند غبرګونونه‌یې پارولي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو نه‌پرانیستل دي.

په کابل کې د یکشنبې ورځې مظاهره‌چیانو له طالبانو وغوښتل چې د تعلیم له حقه دې نجونې نه‌محروموي.

د راپورونو له مخې د طالبانو له راتګ وړاندې شااوخوا څلور ملیونه نجونې ښوونځیو ته تلې.

طالبانو د شنبې په ورځ د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په تړاو یې یادونه نه‌ده کړې.

اخوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد باختر اژانس ته ویلي د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره په طرزالعمل کار روان دی او دا ښوونځي به ژر پرانیستل شي.

افغان مېرمنو او نجونو تاجکستان کې د طالبانو پر خلاف لاریون وکړ

تاجکستان کې د مېرمنو لاریون
تاجکستان کې د مېرمنو لاریون

په لسګونو افغان مېرمنو او نجونو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو پر خلاف لاریون وکړ.

دوی اعتراض درلود چې د طالبانو له راتګ سره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې.

دوی چې د افغانستان بیرغ له ځان سره لېږداوه، د پاکستان پر ضد هم شعارونه ورکول.

یوې برخوالې ذکیې رحماني پرون د ازادي راډیو له تاجکۍ څانګې سره په خبرو کې وویل: "دا یوازې طالب نه دی. پاکستان افغانستان اشغال کړی دی. دوی له خپلو جنګي مهماتو سره افغانستان ته ننوتل."

په دوشنبه کې د پخواني دولت سفیر، محمد ظاهر اغبر هم له اعتراض کوونکو سره وکتل او ویې ویل چې د دوی ملاتړ کوي.

طالبانو په مشخص ډول د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې، خو پخوا یې ویلي وو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د مدني حقونو تضمین کوي.

د نجونو محصلانو د جامو په اړه د طالبانو د نویو شرطونو ضد کمپاین پیل شوی

د استاد رباني پوهنتون یو شمېر زده‌کوونکې
د استاد رباني پوهنتون یو شمېر زده‌کوونکې

یو شمېر افغان ښځو د نجونو محصلانو د جامو په اړه د طالبانو د نویو شرطونو په وړاندې یو انټرنټي کمپاین پیل کړی دی.

په «جامې مې کار مه‌لره» او «د افغانستان فرهنګ» په نوم د هشتګ دغه کمپاین چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ښځې او نجونې په تصویرونو کې په رنګارنګه دودیزو جامو کې ښکاري.

ډېرې ښځې وایي چې طالبان باید پرې خپلې غوښتنې ونه‌تپي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش نن په یوه ټویټ کې وویل چې د افغان ښځو او نجونو د ۲۰ کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي.

د طالبانو حکومت په وروستیو کې محصلانو نجونو ته ویلي چې ټولګیو ته له اسلامي حجاب سره حاضرې شي.

د طالبانو ویاندویانو په ځلونو دا خبره کړې چې ښځو ته به د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د کار کولو او زده‌کړې اجازه ورکړي.

مزار شریف کې د ښځو مظاهره: نوي حکومت کې مشارکت غواړي

ارشیف
ارشیف

په مزار شریف کې نن یو شمېر ښځو د یوې اعتراضیه مظاهرې پر مهال په نوي حکومت کې چې طالبان وايي، ډېر ژر به اعلان شي، د مشارکت غوښتنه کړې.

د لسګونه ښځو په ګډون د دې مظاهرې یوې تنظیموونکې شکریې رحیمي ازادي راډیو ته د خپل هدف په اړه وویل: "په دې حساس وخت کې چې د حکومت جوړول په پام کې دي، باید خپل غږ اوچت کړو، څو هغه کسان چې راتلونکی حکومت او قوانین جوړوي، له نارینه‌وو سره د انډول انسان په توګه زموږ فردي، ټولنیز او مدني حقوق او ازادي رعایت کړي."

مېرمن رحیمي ادعا وکړه چې خبریالانو ته د دوی د مظاهرو له جریانه د راپور جوړولو اجازه ورنه‌کړل شوه او حتی د دې په وینا له ځینو خبریالانو او ښځو سره تاوتریخوالی هم وشو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

له بلخ مخکې په کابل، هرات او نیمروز ولایتونو کې هم افغان مېرمنو د خپلو حقونو د خوندي ساتنې په خاطر مظاهرې کړې دي.

د افغان مېرمنو او ماشومانو په اړه د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' اندېښنه

ارشیف، افغان مېرمنې
ارشیف، افغان مېرمنې

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په افغانستان کې پر ښځو، نجونو او ماشومانو د وروستیو پراخو جګړو او تشدد د اغېزو له کبله اندېښنه ښودلې.

د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' د راپور له مخې د تېرې مې میاشتې له پای راهیسې د جګړو له کبله له خپلو مېنو شااوخوا دوه نیمه لکه بې ځایه شوېو افغانانو په سلو کې اتیا ښځې او ماشومان دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې شابیه مانتو پرون جمعه(د زمري ۲۲مه) په جنیوا کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال دا ارقام ټکان ورکوونکي وبلل، ویې ویل، هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي، د خبرداري وړ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو د ادارې د یوه ګډ راپور له مخې چې تېره میاشت خپور شو، د روان ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې د روانې لسیزې د بل هر کال د لومړيو شپږو میاشتو پرتله په افغانستان کې زیاتې ښځې او ماشومان مړه او ټپیان شوي دي.

د خوړو د نړیوال سازمان WFP ویاند تامسن فیري پر ملکي وګړو د افغانستان د جګړې د ناوړه اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا نښتې ترهغې کچې چې اټکل یې کېده ډېرې چټکې شوي دي.

ښاغلی فیري زیاتوي چې روان وضعیت په افغانستان کې د یوې بشري فاجعې څرګندونه کوي.

د افغان ښځینه زده‌کوونکو پر ترانې ویلو بندیز اندېښنې وپارولې

ارشیف، یو شمېر افغان ښځینه زده کوونکې
ارشیف، یو شمېر افغان ښځینه زده کوونکې
‎‎د افغانستان د پوهنې وزارت نوې پرېکړې چې له مخې به‌یې له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې ترانې نه‌وایي د بشر حقونو څار نړیوال سازمان سختې اندېښنې راپارولې دي.

‎دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه د نجونو د فعالیتونو پر وړاندې د بندیزونو لا زیاتوالي ته زمینې برابروي او د افغانستان دولت باید د تاوتریخوالي په دې وضیعت کې محدودیتونه زیات نه‌کړي.

‎د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې پاترېشیا ګاسمن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په دې اړه وویل: "د اندېښنې وړ ده په داسې وضعیت کې چې تاوتریخوالی په ټولنه کې د ښځو د فعالیتونو او بشپړ ګډون مخه نیسي، د افغانستان دولت هم دغه محدودیتونه زیاتوي، دولت باید د ښځو او نجونو له پوره ګډون ملاتړ وکړي نه دا چې نورې یې هم محمدودې کړي."

‎د پوهنې وزارت د یوې نوې پرېکړې له مخې لارښوونه کړې چې له دې وروسته به له ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې په هره غونډه کې ترانې او سردونه نه‌وايي، پرته له هغو غونډو چې ټولې ګډونوالې یې ښځې نه‌وي.

‎د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغه پرېکړه د زده‌کوونکو د کورنیو په غوښتنه شوې ده، خو ویې نه‌ویل چې څومره کورنیو دغه غوښتنه کړې ده.

یونېسف: د کرونا له امله ستونزې ښايي د ۱۰ ملیونه نورو ماشومانو د ودونو لامل شي

ارشیف، له یوه ۴۰ کلن سړي سره یوه ۱۱ کلنې واده شوې نجلۍ، د یونېسف د ۲۰۰۷ کال انځور
ارشیف، له یوه ۴۰ کلن سړي سره یوه ۱۱ کلنې واده شوې نجلۍ، د یونېسف د ۲۰۰۷ کال انځور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، یونېسف وایي د کرونا له امله رامنځته شوې ستونزې ښایي د دې سبب شي چې په راتلونکې یوه لسیزه کې ۱۰ ملیونه نور ماشومان ودونه وکړي.

دغې ادارې د مارچ د اتمې په مناسبت نن په خپره کړې څېړنه کې ویلي چې د ښوونځیو بندېدو، اقتصادي فشارونو، په خدمتونو کې خنډونو، امیندواري او د کرونا وبا له امله د میندو او پلرونو مړینې، ډېرې هغه نجونې چې زیانمنونکې دي، په کوچنیوالي د واده له خطر سره مخامخ کوي.

په دغه څېړنیز راپور کې چې د «'کووېډ-۱۹'؛ د ماشومانو د ودونو په وړاندې پرمختګونو ته ګواښ»، تر سرلیک لاندې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دغه‌راز ویل شوي چې که دغه وضعیت دوام وکړي دا به هغه پرمختګونه ډېر شاته وغورځوي چې په وروستیو کلونو کې د ماشومانو د ودونو په وړاندې کمپاین په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG