د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۵

ښځې

یوناما: افغان ښځې د پام وړ ټولنیزو خنډونو سره سره د مشرتابه جرأت کوي

ارشیف، ننګرهار کې سوله او اوربند غوښتونکې مېرمنې
ارشیف، ننګرهار کې سوله او اوربند غوښتونکې مېرمنې

ملګري ملتونه وایي، افغانستان هغه مهال له هر ناورین سره ډېر مقاومت کولای شي چې ښځې په‌کې د تصمیم نیونې په ډګر کې له سړیو سره یوځای کار وکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې مشرې الیتا مېلر ویلي، که ښځو ته د سولې په بهیر کې د تصمیم نیونې تر کچې ونډه ورکړل شي، افغانان به داسې سولې ته ورسېږي چې د ټولو لپاره روښانه راتلونکی په‌کې خوندي وي.

د مېرمن مېلر دا خبرې د یوناما په هغې خبرپاڼه کې شوي چې نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان ښځې د پام وړ ټولنیزو خنډونو سره سره د رهبر کېدو جرأت کوي.

د ښځو نړیواله ورځ سږ کال په دې شعار سره لمانځل کېږي چې "مېرمنې په رهبرۍ کې: د کووېډ-۱۹ په نړۍ کې یو برابر راتلونکی ترلاسه کوي".

افغانستان کې د ښځو ورځ سږ کال داسې مهال رارسېږي چې یوازې تېرو دوو میاشتو کې هدفي وژنو کې لږ تر لږه ۷ مسلکي ښځې وژل شوي چې دوه‌یې قاضیانې، یوه په‌کې ډاکتره او څلور نورې د رسنیو کارکوونکې وې.

د ښځو د لا ملاتړ په موخه پنځه قانونه له سره ارزول کېږي

ارشیف، د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه صافۍ د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې
ارشیف، د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه صافۍ د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې

د افغانستان ښځو چارو وزارت وايي، د ښځو د لا ملاتړ په موخه پنځه قانونه له سره ارزوي.

د دې وزارت سرپرستې حسینې صافۍ، د یکشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، د کار، له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي د منعې، د اجراتو، د کورنۍ او د ودونو د ثبت او انحلال قانونه به له اړوندو ادارو سره په ګډه له سره ارزوي.

د اغلې صافۍ په وینا، په ۱۳۹۹ کال کې د ښځو چارو وزارت او د یاد وزارت اړوندو ریاستونو کې له ښځو سره د ناوړه چلند ۳۸۰۰ قضیې ثبت شوې چې ډېری یې په حقوقي توګه او یا د منځګړیتوب له لارې حل شوې او ۸۵ سړي چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن و نیول شوي دي.

د خوست ښځينه فعالانې: د خبریالانو او مدني فعالانو وژنو اندېښمن کړي يو

د خوست د ښځينه فعالانو د غونډې انځور
د خوست د ښځينه فعالانو د غونډې انځور

په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وایي، د خبریالانو او مدني فعالانو وروستیو وژنو اندیښمنې کړي او د سولې په دوهم پړاو مذاکراتو کې د خپل ژوند د خوندیتوب او د دایمي اوربند غوښتنه کوي.

د ۲۰۲۱ م کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په خوست کې د دې ولایت مدني فعالانې او یو شمېر نورو مېرمنو د یوې غونډې پر مهال په تېر ۲۰۲۰ م کال کې د خبریالانو او مدني ټولنو پر استازو د بریدونو په اړه اندېښنه وښوده.

دوی وایي، د سولې د دوهم پړاو په مذاکراتو کې دې د سولې او اوربند موضوع یو طرفه شي چې نه یوازې د خبریالانو او مدني فعالانو ژوند خوندي شي، بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه هم پرځای شي.

په خوست کې د ښځو ملي ارمان ټولنې مشرې زینب افغان ازادي راډیو ته وویل: "د خبریالانو وژنه او د مدني ټولنو وژنه کلکه غندو، دوی تل بې طرفه او بې امتیازه د ولس لپاره کار کړی، زموږ غوښتنه د جنګ د ښکېلو خواو نه غوښتنه داده چې نور جنګ بس کړي او دوهم پړاو مذاکراتو کې اوربند د اجنډا مهمه موضوع وي."

دوی په داسې حال کې د اوربند او سولې غوښتونکي دي، چې ټاکل شوې په قطر کې د سولې خبرې د روان نوي زیږدیز کال د جنورۍ میاشتې په ۵ مه پیل شي.

د افغان دولت مرکچي پلاوي وار له مخه ویلي، دوهم پړاو خبرو کې به اوربند د مذکراتو مهم ټکی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې شپېته تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې له جملې یې یوولس تنه په افغانستان کې وژل شوي.

په افغان خبریالانو کې د ازادي راډيو خبريال الیاس داعي هم په دغو وژل شویو کې شامل دی.

الیاس داعي د ۲۰۲۰م کال د نومبر په دوولسمه نېټه د ده په موټر پوري په نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له دې قتل سره په تړاو یې یو کس نیولی خو شاوخوا دوه میاشتې وروسته يې لا د تحقیقاتو نتیجه نه ده اعلان کړې.

د بې پولې خبریالانو سازمان هم په خپل یوه راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو شمېرلی دي.

فاریاب کې د ښځو سوداګریز مرکز پرانېستل شو

ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د فاریاب ولایت
ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د فاریاب ولایت

په فاریاب ولایت کې د ښځو سوداګریز مرکز پرانېستل شو.

د سواګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د مرغومي ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه مرکز د جوړولو هدف د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او ملاتړ په ګوته شوی.

نوموړي وویل چې په دغه سوداګریز مرکز کې ٢٠٠ مېرمني په کار بوختې دي.

د فاریاب په یاد سوداګریز مرکز کې مېرمنې د لاسي صنایعو، د صحي خدماتو په ګډون په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

نامتو افغان سندرغاړې مېرمن رخشانه په حق ورسېده

مېرمن رخشانه
مېرمن رخشانه

د هېواد نامتو سندرغاړې مېرمن رخشانه په حق ورسېده.

د راپورونو له مخې حمیده اصیل چې په رخشانه مشهوره وه، له ډېرې مودې راهیسې ناروغه وه او په روانه اوونۍ کې یې د اتیا کلونو په عمر پور پرې کړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمدطاهر زهیر ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې د مېرمن رخشانې مړینه تایید کړه.

رخشانه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له پوځي یرغل وروسته کډواله شوه او له نژدې څلورو لسیزو راهیسې په امریکا کې اوسېده.

"افغانستان کې د ښځو د وضعیت ښه والي ته پام نه دی شوی"

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، دغه هېواد کې د ښځو د وضعیت ښه والي ته جدي پام نه دی شوی.

کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغلته ښځې له ډول ډول تاوتریخوالي لکه له کوره شړلو، جبري او کم عمر کې ودولو، د ژوند د ملګري د نه انتخاب، په بدو کې ورکړې او ورته نورو ټولنیزو ستونزو سره مخامخې دي.

کمېسیون ویلي، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې هم لري چې د دوی په وینا کافي نه دي.

کمېسیون دغه څرګندونې د نومبر د ۲۵مې، یا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

له دې وړاندې یوناما، په افغانستان کې د ناټو ماموریت او بېلابېلو نورو ډيپلوماتیکو ادارو د افغان ښځو د حقونو په ټینګښت ټینګار کړی دی.

"په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي زيات شوى"

ارشيف
ارشيف

نن د نومبر پنځه ویشتمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې باید چټکې شي.

یوناما په دې اړه په اعلامیه کې زیاته کړې چې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د ورځ په دې شعار لمانځل کېږي، چې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه چټکه شي او د دې پدیدې پر وړاندې له هېڅ زغم کار وانخیستل شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ښځو پر وړاندې په کې تاوتریخوالی زیات دی.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلي سږ کال د ښځو پر وړاندې د تېر کال په پرتله شل فیصده زیات تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا هغو هېوادونو کې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات دی سر له نن نه د شپاړسو ورځو په مخه یو کمپاین هم پیل شوی.

په دې کمپاین کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې کېږي.

د سولې روان بهیر کې د ښځو حقونو ته د افغانستان لومړۍ مېرمنې اندېښنه

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني
د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني

د افغانستان لومړۍ مېرمنې د سولې په روان بهیر کې د ښځو حقونو ته اندېښنه ښکاره کړه.

د اتلانتیک شورا د څېړنیز مرکز له لوري په جوړه شوې انلاین غونډه کې چې پرون د امریکا متحده ایالاتو پخوانۍ لومړۍ مېرمن لورا بوش هم برخه اخیستې وه، رولا غني وویل، که چېرته د سولې د توافق په ترڅ کې طالبانو ته ډېر څه وسپارل شي هغه پرمختګونه به له خطر سره مخامخ شي چې په وروستیو کې افغان ښځو کړي دي.

مېرمن غني زیاتوي: "افغان ښځې سوله غواړي، افغان نارینه هم سوله غواړي، موږ ټول سوله غواړو. څوک، په ګوټ ګوټ کې له ۴۰ کلونو ناامنۍ او شخړو وروسته سوله نه‌غواړي، خو موږ په هره بیه سوله نه‌غواړو."

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سپټمبر په ۱۲مه د افغان دولت د پلاوي او طالبانو ترمنځ لیدنې کتنې پيل شوې دي او تر اوسه دواړه لوري د سولې د خبرو پر کړنلارې موافقې ته نه‌دي رسېدلي.

د افغان دولت په ۲۱ کسیز پلاوي کې څلور مېرمنې دي او د طالبانو په پلاوي کې مېرمنې نه‌شته.

د کاپیسا چارواکي: حصه دوم کې پر دوو نجونو ډله ییز جنسي تېری شوی

ارشیف
ارشیف

د کاپیسا امنیتي مسئولین وایي، په دې ولایت کې د غیر مسئولو وسله والو لخوا پر دوو نجونو ډله ییز جنسي تېری شوی دی.

یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د کاپیسا ولایت په حصه دوم ولسوالۍ کې شوې.

د دغې سرچینې په وینا یوولسو نامعلومو وسله والو پر دوو پیغلو نجونو ډله ییز جنسي تېری وکړ.

سرچینه زیاتوي، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او د کاپیسا پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.

په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په تذکرو کې د افغان میندو نوم لیکل لویه لاسته راوړنه وبلل شوه

ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د افغان ښځینه فعالانو لپاره دا یوه ستره لاسته راړونه ده چې په تذکرو کې به د میندو نومونه لیکل کېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون فرمان ورکړ چې په تذکرو کې دې د مور نوم ولیکل شي.

د بشري حقونو د څار ډلې یوې موقتي مشرې هیدر بار په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې پرېکړې اغېزې به د ښځو پر ژوند ښکاره وي، په تعلیمي او روغتیایي برخو کې به اسانتیاوې ورته برابرې شي، د پاسپورټ ترلاسه کول به ورته اسانه شي، همداراز به د خپلو ماشومانو لپاره په اسانۍ اسناد اخیستلی شي.

هیدر بار زیاته کړه چې دا فرمان په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د افراطي ډلې ترمنځ د روانو خبرو لپاره هم مهم دی او ډېرې افغان مېرمنې اندېښنه لرې چې د سولې د خبرو پرمهال د دوی لاسته راوړنې ضایع نه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG