د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۰

ښځې

ایران به ښځو ته د فوټبال سټډیومونو ته د تګ اجازه ورکړي او که نه؟

ارشیف، ځینې ایرانۍ مېرمنې د فوټبال لوبې نندارې ته ناستې دي، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، ځینې ایرانۍ مېرمنې د فوټبال لوبې نندارې ته ناستې دي، عکس تزئیني بڼه لري

د ایران پارلمان ښايي په دې اړه پرېکړه وکړي چې ښځو ته د فوټبال سټډیومونو ته د تګ اجازه ورکړل شي او که نه؟

په دې وروستیو کلونو کې د فوټبال نړیوال فډراسیون یا فیفا پر ایران فشار راوستلی چې ښځو ته دا اجازه ورکړي.

په ایران کې چې محافظه کار هېواد بلل کېږي، له څلورو لسیزو راهیسې ښځو ته اجازه نه شته چې په سټډیومونو کې د فوټبال د مسابقو نندارې ته ورشي.

د ایراني رسنیو په وینا، د ایران د فوټبال فډراسیون عمومي مشر، حسن کامرانیفر پرون وویل چې دغه فډراسیون په دې اړه پارلمان ته یوه مسوده سپارلې ده.

د ده په وینا که دغه مسوده تصویب شي، ښځې به ډېر ژر سټډیومونو ته د تګ اجازه ولري.

ایران د فیفا د فشار په نتیجه کې په ۲۰۱۹میلادي کال کې د تهران په ازادۍ سټډیوم کې شااوخوا ۴۰۰۰ ښځو ته اجازه ورکړې وه چې د کمبودیا پر وړاندې د نړیوال جام د مقدماتي سیالۍ نندارې ته ورشي.

کابل کې د ښځو لاریون: نړیوالې ټولنې افغانان هیر کړي

ارشیف، کابل کې د مېرمنو لاریون
ارشیف، کابل کې د مېرمنو لاریون

په کابل ښار کې یو شمېر ښځو نن په یوه لاریون کې په نړیوالې ټولنې انتقاد وکړ چې افغانان یې هېر کړي او مرستې نه ورسره کوي.

د مظاهرې ګډونوالو که څه هم شکایت وکړ چې طالبانو لاریون ته سمې پرېنه ښودې خو بیا یې هم په خپلو شعارونو کې نړیواله ټولنه ملامته کړه چې د دوی په خبره افغانستان په روان بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت باندې یې چوپتیا غوره کړې.

دوی انتقاد وکړ چې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو افغانستان او د دغه هېواد خلک هېر کړي او دا چې مرستې نه ورسره کوي.

د مظاهرې تنظیموونکو ازادي راډیو ته د ننني اعتراض ځینې ویډیوګانې هم استولي دي.

دغو ښځو داسې وخت په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې انتقاد وکړ ملګرو ملتونو په تر ټولو تازه بیان کې په نړیوالو غږ کړی چې له دې سازمان سره پوره همکاري وکړي، څو د اړمنو افغانانو لاس نیوی وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی او که مرستې ونه شي لوی بشري ناورین په پېښېدو دی.

ملګري ملتونه: د افغان نجونو او ښځو د حقونو دفاع او ودې ته دوام ورکوو

افغانې نجونې
افغانې نجونې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، تر څو چې افغان نجونې ښوونځیو او ښځې دندو ته ستنې شوې نه‌وي، خپلې هڅې به ونه‌دروي.

ښاغلي ګوترش پرون شنبه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې کېږي او د نجونو او ښځو د حقونو دفاع او ودې ته دوام ورکوي."

سرمنشي همداراز لیکلي چې دوی به تر هغو چې افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار حق نه‌وي ورکړل شوی، په کرار نه‌کېني.

پر طالبانو د افغانانو او نړیوالو فشار دی چې د نجونو او ښځو حقونو ته غاړه کېږدي.

طالبانو که څه هم په یو شمېر شمالي لایتونو کې نجونو ته اجازه ورکړې چې تر ۱۲مو ټولګیو پورې زده‌کړې وکړي، خو د پلازمېنې کابل په شمول‌یې په اکثرو ولایتونو کې له شپږم تر دولسم پورې نجونې ښوونځیو ته له تګه منع کړې دي.

کابل کې د ځینو مېرمنو د خپل بد اقتصادي وضعیت په اړه مظاهره وکړه

ارشیف، یو شمېر مېرمنې
ارشیف، یو شمېر مېرمنې

نن یو شمېر ښځو په کابل ښار کې اعتراض وکړ، دغو ښځو د کار، ډوډۍ او زده کړو شعارونه ورکول.

د اماج خبري اژانس په حواله چې دا ښځې د طالبانو د امر بل معروف او نهی عنی المنکر وزارت مخې ته راټولې وې او د خپل بد اقتصادي وضعیت او کار ته د هغوی د نه پرېښودو په خاطر یې اعتراض وکړ.

اماج ویلي چې طالبانو د دغه اعتراض مخه ونیوله او یو شمېر خبریالان یې هم ووهل.

طالبانو تردې دمه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د اګسټ په پنځلسمه کله چې طالبان پر کابل واکمن شوي، ډېر شمېر ښځو ته د کار او زده کړې اجازه نه ده ورکول شوې، خو نجونې په یو محدود شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته ځي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی لري.

اروپايي پارلمان د 'سخاروف' جایزې لپاره نوماندې افغان مېرمنې وستایلې

د اروپا پارلمان
د اروپا پارلمان

د اروپا د پارلمان د غړیو له لوري هغه افغان مېرمنې وستایل شوې چې د سخاروف په نوم د فکر د ازادۍ د جایزې لپاره یې نومونه د غوره کسانو په لېست کې راغلي وو.

د اروپایي پارلمان غړې هیدي هاوتالا پرون چهارشنبه (د تلې د میاشتې په ۲۸مه) په سټرازبورګ کې د دوه زره یو ویشتم کال لپاره د اروپایي ټولنې د کلنۍ جایزې د اعلان پرمهال وویل: "اروپایي پارلمان همدا راز د افغان مېرمنو یوه ډله وستایله چې ټوله اوونۍ په خپلو فعالیتونو دې سازمان ته ژمنې وې او پاملرنه یې جلب کړه، موږ د مېرمنو د یوې ډلې په اړه خبرې کوو، د شهزاد اکبر، ماري اکرمي، ظریفه غفاري، پلوشه حسن، فرشته کریمي، صحرا کریمي، میترا مهران، حریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او د انیسه شهید په باره کې."

سږکال د سخاروف د جایزې لپاره د روسیې د اپوزسیون زنداني مشر الکسي ناوالني د دې لپاره انتخاب شو چې د فساد پر ضد یې غږ اوچت کړی او د ازادۍ د ځپلو د مخنیوي لپاره یې مبارزه کړې ده.

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶م تر ۱۲مه د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي

ارشیف، کابل کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، کابل کې د نجونو یو ښوونځی

د ملګروملتونو یو جګپوړی چارواکی وايي، طالبانو ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به له شپږمو تر دولسمو ټولګیو پورې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ د ادارې- یونیسف مرستیال مشر عمر عبدي چې تېره اوونۍ په کابل کې و، د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان په پنځو ولایتونو، بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز او ارزګان ولایتونو کې لامخکې د نجونو لېسې پرانیستې دي.

ښاغلي عبدي وویل، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي، د دوی حکومت تر شپږم د پورته ټولګیو د نجونو د زده کړو د دوام لپاره پر یوه پلان کار کوي چې په یوه- دوو میاشتو کې به خپور شي.

ښاغلي عبدي وویل، د لوړو ټولګیو میلیونونه زده کوونکې نجونې له ۲۷ ورځو راهیسې له زده کړو بې برخې دي او زیاته یې کړه چې دی له طالبانو غواړي چې دې برخه کې ان یوه ورځ ځنډ به هم افغانې نجونې د یوې بلې ورځې لپاره له ښوونځي څخه بې برخې کړي.

طالبانو په خپله تېر ځل واکمنۍ کې نجونو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي، خو دوه میاشتې کې چې بیا واکمن شول په پرله پسې ډول یې ټینګار کړی چې د ښځو له تعلیم سره ستونزه نه لري.

د اروپايي پارلمان غوره جایزې ته ځینې افغانې مېرمنې کاندیدانې دي

ارشیف، د اروپا پارلمان
ارشیف، د اروپا پارلمان

څو تنه افغانې ښځې د اروپايي پارلمان د بشري حقونو د غوره جایزې د کاندیدانو په وروستي لېست کې شاملې دي.

د اروپايي پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې ريیس ډیوېډ مک الستر د ساخاروف د سږنۍ جایزې د کاندیدانو لېست پرون پنجشنبې(د تلې ۲۲مه) اعلان کړ.

نوموړي وویل: "د دغو نامتو افغان ښځو نومول کېدل د ښځو د حقونو، د هغو کسانو او خلکو د اساسي حقونو د ساتنې د ملاتړ قوي نښه ده چې نه یوازې په افغانستان بلکې په درسته نړۍ کې د دوی دفاع کوي."

ظریفه غفاري، شهرزاد اکبر، ماري اکرمي، پلوشه حسن، فرشته کریم، سحرا کریمي، میترا مهران، حوریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او انیسه شهید ساخاروف جایزې ته د کاندیدو افغان ښځو په ډله کې شاملې دي.

ټاکل شوې ده چې د ساخاروف د جایزې ګټونکي چې ۵۰ زره یورو ارزښت لري، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ اعلان شي.

په روسیه کې بندي سیاستوال الکسي ناوالنۍ او د بولوویا سیاستوال ژانین انز هم دې جایزې ته کاندیدان دي.

یونیسف: د افغان نجونو د تعلیم پرمختګ باید په اوبو لاهو نه شي

یو شمېر نجونې
یو شمېر نجونې

یونیسف وايي، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پرمختګ باید په اوبو لاهو نه شي.

د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، تر ۲۰۰۱میلادي کال مخکې یوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه تلله، خو اوس د دوی شمېر ۴ میلیونو ته رسېږي.

یونیسف ویلي، افغان نجونو په دې برخه کې اوږد مزل کړی او د باکیفیته تعلیم لپاره د دوی حقونه باید خوندي وي.

یونیسف په خپل ټویټ کې زیاته کړې، موږ نه شو کولی چې د دوی دا پرمختګ په اوبو لاهو کړو.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې او ویلي یې دي، په دې برخه کې پر یوه لایحه کار کوي.

یوناما کندز کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو هرکلی وکړ

ارشیف، یو شمېر نجونې زده کوونکې
ارشیف، یو شمېر نجونې زده کوونکې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په کندز ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو هرکلی وکړ.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له بلخ ولایت پرته په نور ټول هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونې په کور کښېنولې او ویې ویل چې د نجونو لېسې به وروسته له دې چې یوه لایحه یې ورته ترتیب کړه، پرانیستل شي.

په افغانستان کې اروپايي استازولۍ پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي: "دا خبر چې په کندز کې د نجونو پرمخ د متوسطه ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې، مثبته نښه ده. هیله لري چې د افغانستان په نورو سیمو کې به هم پرانیستل شي."

په کندز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د کمیسیون مسوول مطیع الله روحاني وايي، د امنیتي اندېښنو له پای ته رسېدو وروسته په کندز کې له لومړي ټولګي تر دوولسمه پورې نجوني ښوونځیو ته ځي: "ټول ښوونځي له اوله تر دوولسمه فعال دي، نجونې کولی شي ښوونځیو ته لاړې شي او زده کړې وکړي؛ په دې برخه کې کومه ستونزه نه شته، مخلوط صنفونه جلا شوي دي."

خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې لا هم د نجونو ښوونځي بند دي.

د ښوونکو نړیواله ورځ؛ یونېسف وايي د افغان ښځینه ښوونکو کار ډېر مهمه دی

ارشیف، د هرات ولایت د نجونو یوه ښوونځي کې یوه ښوونکې
ارشیف، د هرات ولایت د نجونو یوه ښوونځي کې یوه ښوونکې

د ښوونکو په نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف د افغان ښوونکو د کار په دوام او د هغوی په خوندیتوب ټينګار کړی دی.

یونېسف نن په خپل ټویټر لیکلي چې د نجونو د تحصیل لپاره د ښځینه ښوونکو کار ډېر مهمه دی.

د اروپايي ټولنې مأموریت هم له افغان ښوونکو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغوی له معاش پرته هم کار ته ورځي.

دغه مأموریت تعلیم ته د نجونو او هلکانو د مساویانه لاسرسي په مسئله ټینګار کړی دی.

په کور دننه او بهر له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې لپاره له هڅو سربېره طالبانو تر اوسه پورې دا ښوونځي نه‌دي پرانیستي.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین نن یوه وېډیو خپره کړې چې ښيي نجونې د کندز په خان‌اباد ولسوالۍ کې له لومړي تر ۱۲ ټولګي پورې ښوونځي ته ځي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG