ښځې
د مېرمنو لاریون: نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړل شي، ارتقا نه
یو شمېر ښځو نن سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) په کابل کې له ازموینې پرته لوړو ټولګیو ته د لار موندلو په وړاندې اعتراض وکړ.
دغو ښځو چې شمېر یې شااوخو شلو تنو ته رسېده غوښتنه کوله چې نجونو ته باید د زده کړو اجازه ورکړل نه دا چې ورته ارتقا ورکړل شي.
شېبا روفي یوه له اعتراض کونکو څخه وه چې ازادي راډیو ته یې د خپل اعتراض په اړه داسې وویل: "دا یوه کاذبه ارتقا ده یعنې زده کونکې درس ونه وایي، لوړ ټولګي ته ارتقا ورکړي. موږ د دې لپاره اعتراض کړی چې موږ غواړو چې د زده کړې ظرفیت لوړ شي د یوه زده کونکي د زده کوونکې تحصیلي ظرفیت لوړ شي."
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې هېواد په ډېرو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې له زده کړو پاتې شوي.
طالب چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې د ښوونځیو نجونې زده کوونکې کولای شي له ازموینې پرته لوړو ټولګیو ته ارتقا وکړي.
د بخښنې سازمان: نړۍ باید د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته ودانګي
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د نړۍ مشران باید د افغان مېرمنو د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره ودانګي.
دغه سازمان پرون په دې تړاو یوه مفصله اعلامیه خپره کړې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو د لهمنځه تلو ګواښ کړی.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د اګسټ له ۱۵مې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو ورځنی ژوند خورا محدود او ستونزمن شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې شوي، د ګڼو برخو ښځینه کارکوونکې په کور کېنول شوي او له دوی ګڼې ازادۍ سلبې شوي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي که څه هم افغانستان تېر ۲۰ کاله له جګړو سره مخ و، خو د ښځو په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې هم درلودې.
سازمان یوه انلاین عریضه هم جوړه کړې او له خلکو یې غوښتي چې امضا یې کړي او د نړۍ مشران د افغان ښځو د حقونو او لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره په طالبانو د فشار راوړلو لپاره اړ کړي.
د طالبانو رئیسالوزا محمد حسن اخوند بیا وړمه شپه په خپله وینا کې ویلي چې د دوی حکومت د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو تأمین ته ژمن دی او د تعلیم په برخه کې یې هم لازمې هڅې کوي.
بي بي سي: سږ به د سلو ښځو لړۍ کې نیمایي برخه افغان مېرمنو ته ورکړي
د بي بي سي نړیوال سروېس ویلي، سږکال به د سلو ښځو لړۍ کې سمه نیمایي برخه افغان میرمنو ته ورکړي.
د دغه پروګرام ایډیټرې کلارې ویلیمز ویلي، لومړی ځل دی چې دوی د سلو ښځو پنځوس فیصده ونډه یوه هېواد ته ځانګړې کوي.
نوموړې ویلي، دوی غواړي د دې پروګرام له لارې د افغان مېرمنو زړورتیا او پياوړتیا درک کړي.
په سلو ښځو کې هر کال د نړۍ د هغو مېرمنو ژوند انځور او راپورېږي چې د رهبرۍ او بدلون لپاره یې مبارزه کړې وي او لاسته راوړنې ولري.
نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړیواله ورځ ده
نن د نوومبر پنځه ویشتمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړیواله ورځ ده.
د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي چې دا هېواد د نړۍ په کچه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.
یوناما په دې تړاو اعلامیه کې زیاته کړې چې په هرو لسو افغان مېرمنو کې نهه يې د خپل نږدې شخص له خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.
د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبرا لاینز له قوله لیکل شوي: "د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو. "
په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له طالبانو يې غوښتنه کړې ده چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.
د ښځو د ټېنس ټولنه: د شوای د امنيت په تړاو اندېښنې لا پرځای دي
د ښځو د ټېنس نړيوالې ټولنې ويلي چې د چين د ټېنس د مشهورې څېرې پنګ شوای او د المپيک نړيوالې کمېټې د رييس ترمنځ خبرو د اغلې شوای د امنيت په تړاو د دوی اندېښنې نه دي حل کړي.
پنګ شوای درې اوونۍ دمخه د چين حکومت پر يو لوړ پوړي غړي او د دغه هېواد د کمونېست ګوند پر یو غړي د جنسي زورونې تور پورې کړ او له دې تورونو وروسته هغه نه وه ليدل شوې.
د اغلي شوای تري تم کېدو د ورزش نړيوالو بنسټونو او حکومتونو اندېښنې راوپارولي او دوی له چينه وغوښتل چې د ټېنس د دغه مشهورې لوبغاړې د ژوندون په اړه دې دوی ته ډاډ ورکړي.
که څه هم چې د المپيک نړيوالې کمېټې په يوه اعلاميه کې وليکل چې نوموړې د يادې کمېټې له رييس توماس باخ سره په ويډيوي خبرو کې د خپل روغتيا او امنيت په باب هغه ته ډاډ ورکړی او ويلي یې دي چې په بيجينګ کې خپل کور کې اوسي، خو د ښځو د ټېنس نړيوالې ټولنې ويلي چې دغه ويډيوي خبرې نه شي کولی د اغلې شوای په تړاو د دوی اندېښنې لېرې کړي.
د افغان ښځو د حقونو په اړه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي دریځ
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی وايي، د ښځو د حقونو په څېر ارزښتونه باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل اصلي خبره وي.
ښاغلي اسحاقزي دغه څرګندونې تېره شپه په نیویارک کې د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وکړې.
دی زیاتوي: "د نړیوالې ټولنې لپاره مهمه ده چې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو او د عمومي اسامبلې په پرېکړهلیکونو کې د شویو ژمنو په اساس له طالبانو سره مخته ولاړ شي، دا د زور له لارې د افغانستان د اسلامي امارت د بیا راژوندي کېدو او یا د بل هر ډول تحمیل شوي حکومت د رسميت پېژندلو په معنی نهده. د ښځو حقونه، د نجونو تعلیم، د رسنیو ازادي او د ښځو په ګډون د ټولشموله حکومت جوړول باید له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو په زړه کې وي."
ښاغلی اسحاقزی د افغانستان د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی ټاکل شوی و.
وروسته له هغه چې د اګسټ په ۱۵مه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نهپېژني.
د طالبانو حکومت په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی، خو تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه کومه پرېکړه نهده کړې.
یوناما: بلخ کې د ښځو د بېلابېلو ډلو د استازو زړورتیا ستایو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا 'یوناما' وايي، د دې ادارې مرستیالې میتي کنوډسن (Mette Knudsen) په بلخ ولایت کې د ښځو له بېلابېلو استازو سره په کتنه کې د دوی زړورتیا وستایله.
یوناما پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي، مېرمن کنوډسن په دې کتنه کې څرګنده کړې چې هر افغان د خپلې وړتیا د څرګندولو حق لري.
د یوناما په حواله، د یوناما مرستیالې په بلخ ولایت کې د طالبانو له والي مولوي قدرت الله حمزه سره په کتنه کې د بلخ د اوسېدونکو پر اړتیاوو هم خبرې وکړې.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه د افغانستان په باب خبرې وکړي.
د 'لرن افغانستان' بنسټ مشره پښتنه درانۍ د ټالبرګ جایزه واخیسته
د لرن افغانستان په نوم بنسټ اجرایي رئیسې پښتنې درانۍ د ټالبرګ بنسټ د ۲۰۲۱م کال د نوي رهبر کلنۍ جایزه واخیسته.
تالبرګ په ټویټر کې لیکلي دي چې پښتنې درانۍ ته د دې لپاره دا جایزه ورکړل شوه چې دې په انلاین توګه د ماشومانو د زدهکړو د خپرېدو لپاره هڅې کړې دي.
د ټالبرګ په ټویټر کې د اغلې درانۍ وېډیویي پیغام هم خپور شوی دی چې وایي: "موږ په پنځو ډیجیټال ښوونځیو او ۹۰۰ زدهکوونکو کار پيل کړ، په تېرو درې څلورو کلونو کې مو ډېره وده وکړه چې د نجونو شمېر اووه زرو ته ورسېد. یو زر ۸۰۰ ښوونځي مو لرل، پنځه کلیوال ښوونځي مو هم وو. د اګسټ په میاشت کې مو دا هر څه له لاسه ووتل."
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې په ملیونونو نجونې له زدهکړو محرومې شوې، خو په وروستیو کې طالبانو په هرات او څلورو شمالي ولایتونو کې د نجونو ښوونځي پرانیستل.
په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی
په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی او له دوی یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې په اړه چوپه خوله پاتې نهشي.
یوې فعالې وحیدې امیري ازادي راډیو ته وویل چې دغه لیک د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ته سپارل شوی دی.
هغې زیاته کړه: "ښځې هم بشر دي او ملګري ملتونه باید د نجونو زدهکړو ته پام وکړي، دا باید بېتفاوته نهوي. په هغه لیک کې موږ د افغانستان د ټولو دردونو که هغه سیاسي، اقتصادي او کلتوري وي یادونه کړې ده."
د ښځو دې ډلې په کابل کې څو ځلې لاریونونه کړي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د ښځو حقونو او ازادۍ ته درناوی وکړي.
د افغانستان په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښوونځي ته نهشي تلی.
ښځې هم په ډېرو دولتي ادارو کې د پخوا په څېر کار نهشي کولای.
د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي دي چې دوی پر یوې داسې کړنلارې کار کوي چې له مخې بهیې په هېواد کې ټولو نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
د طالبانو په وینا دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه رعایتوي.
فوزیه کوفي د پټ ټېلمن بنسټ لهخوا د اتلولۍ جایزه وګټله
فوزیه کوفي د پټ ټېلمن (PAT TILLMAN) بنسټ لهخوا د اتلولۍ اوارډ ګټلی دی.
دغه امریکايي بنسټ په دې تړاو بېګا په خپله اعلامیه کې ویلي چې فوزیه کوفي ته د سولې او د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې د هغې د فعالیتونو لپاره دا جایزه ورکړل شوې ده.
فوزیه کوفي د افغانستان د سولې د مرکچي ټيم غړې وه چې څو میاشتې یې د دولت په استازیتوب له طالبانو سره ناستې وکړې.
کوفي د طالبانو له راتګ لږ وروسته له افغانستان ووتله.
پټ ټېلمن بنسټ چې د امریکا د متقاعدو پوځیانو د درنښت لپاره غونډې نیسي، دا وار یې د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د فوزيې کوفي لاسته راوړنې وستایلې.
په دې غونډه کې د هغو کسانو درناوی او یادونه هم وشوه چې له افغانستانهیې د خلکو د را ایستلو په لوی مأموریت کې رول درلود.
پټ ټېلمن بنسټ د پخواني امریکايي پوځي په درنښت جوړ شوی. پټ ټېلمن په ۲۰۰۴ کال کې د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې وژل شوی و.