د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۰

ښځې

بدخشان کې مظاهره کوونکې مېرمنې: طالبان دې د زده کړو او کار اجازه راکړي

آرشیف- دا عکس تزئیني بڼه لري
آرشیف- دا عکس تزئیني بڼه لري

د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو شمېر ښځو پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د طالبانو له خوا پر دوی د لګول شوېو بندیزونو پرضد مظاهره وکړه.

په بدخشان کې د ښځو فعالې او د همدې مظاهرې تنظیمونکې سٌمیه نعیمي ازادي راډیو ته وویل: "ښځې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، ښځې حق نه لري چې درس ووایي او کار وکړي، د ښځو لپاره د ښونځینو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. له طالبانو غواړو چې نجونو ته د ښونځیو او پوهنتونونو دروارې پرانیزي، دوی باید ښځو ته د ازادۍ او کار اجازه ورکړي."

له دې وړاندې ښځو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته مظاهرې کړي او طالبان یې تورن کړي چې د نجونو د کار او تعلیم په برخه کې کړې ژمنې نه عملي کوي.

طالبان بیا له ډېره وخته وایي چې د ښځو د تعلیم او کار په اړه په یوې تګلارې کار کوي او دوی عملاً په څو ولایتونو کې د نجونو لېسې ښوونځي پرانیستي هم دي.

سیګار: د طالبانو له‌خوا پر ښځو د کار بندیز به اقتصادي ناورین لا زیات کړي

د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې لاریون
د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې لاریون

سیګار خبرداری ورکړی چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د کار بندیز به د افغانستان اقتصادي ناورین لاپسې زیات کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې/ سیګار دا خبره نن په خپل ټویټر باندې لیکلې ده.

په ټويټ کې زیاته شوې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو او د ښځو پر کار بندیز به د افغانستان اقتصادي ناورین لا پسې زیات او بې‌وزلي به لا پسې زیاته کړي.

سیګار یو نیم وخت د خپلو پخوانیو راپورونو مهمې برخې په ټویټر خپروي او اوسنۍ څرګندونې یې پخوا په یوه مفصل راپور کې هم کړې وې.

د سیګار د ټویټ په بله برخه کې راغلي چې ۲۰۲۰ کال د افغانستان کاري قوه څه باندې ۲۱ نیم سلنه ښځې وې.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه طالبان واک ته ورسېدل او سمدستي يې له روغتیا او پوهنې پرته په نورو اکثرو برخو کې کارکوونکې په کورونو کېنولې.

طالبان ادعا کوي چې ښځو ته په کورونو کې معاش ورکوي او په داسې کړنلارو کار کوي چې وکولای شي د ښځو د کار لپاره د دوی په خبره سمه زمینه برابره کړي.

ملګري ملتونه: نږدې ۱۷ زره افغان ښځو ته روغتیايي بستې ورکړل شوي

ارشیف، په یوه روغتون کې یو شمېر افغان ښځې
ارشیف، په یوه روغتون کې یو شمېر افغان ښځې

ملګري ملتونه وايي له اګسټ څخه نیولې تر نومبر میاشتې پورې یې په افغانستان کې له ۱۶ زره ۷۰۰ ډېرو ښځو ته روغتیايي بستې ورکړې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغو مرستو هدف دا دی چې په افغانستان کې د ماشومانو زېږون په خوندي ډول ترسره شي.

د دې ادارې یوه لومړنۍ ارزونه ښيي چې د بشري بحران له پراخېدو سره ښايي په افغانستان کې ګڼې میندې د مرګ له ګواښ سره مخامخې شي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې په دوو ساعتونو کې یوه ښځه د ماشوم په اومېندوارۍ پورې د اړوندو ستونزو له کبله مري.

ملالې یوسفزۍ د افغان مېرمنو په اړه د عمران خان پر خبرو انتقاد وکړ

ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه د پاکستان د صدراعظم، عمران خان پر څرګندونو انتقاد وکړ.

ملالې پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۹مه) په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، ما تقریباً خپل ټول ژوند د نجونو د تعلیم پر وړاندې د طالبانو د بندیز پر خلاف په مبارزه کې وبایله.

ملالې لیکلي، په زرګونو پښتنو فعالانو چې کله د طالبانو د وحشت پر وړاندې خپل غږ پورته کړی، زیات شمېر یې وژل شوي او په میلیونونو نور یې کډوال شوي دي.

هغې لیکلي، موږ د پښتنو استازیتوب کوو، نه د طالبانو.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په خبرو کې وویل، د بشري حقونو په اړه هره ټولنه خپل لید لوری لري او کله چې افغانستان کې د بشري یا د ښځو حقونو موضوع مطرح کېږي، باید د پښتنو د کلتور په تناظر کې دې موضوع ته وکتل شي.

هغه دا هم وویل چې د افغان طالبانو لویه برخه پښتانه دي، خو د عمران خان پر دغو څرګندونو ګڼو سیاستوالو او شخصیتونو انتقاد کړی دی.

کابل کې د ډوډۍ، کار، ازادۍ او سیاسي مشارکت په اړه د لسګونه ښځو مظاهره

ارشيف، کابل کې د ښځو اعتراض
ارشيف، کابل کې د ښځو اعتراض

په کابل کې نن لسګونه ښځو مظاهره وکړه.

دوی د ډوډۍ، کار، ازادۍ او سیاسي مشارکت شعارونه ورکول.

تر دې مخکې هم لسګونه ښځو په کابل ښار کې مظاهرې کړي او له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونه ورکړي.

که څه هم نن د مظاهرې پر مهال د تاوتریخوالي څه راپور نه دی ورکړل شوی خو مخکې د طالبانو د وسله والو له خوا له ښځو سره د بد چلند راپورونه خپاره شوي چې تُند غبرګونونه یې له ځانه سره لرل.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګڼې ښځینه کارکوونکې په کورونو کېنول شوي او د نجونو لویه برخه له ښوونځیو او پوهنتونو محرومې ګرځول شوي.

ملګري ملتونه: هرو ۱۰ افغان ښځو کې ۹یې لږ تر لږه یو ځل تاوتریخوالی تجربه کوي

ارشیف، د تاوتریخوالي قرباني یوه افغانه مېرمن
ارشیف، د تاوتریخوالي قرباني یوه افغانه مېرمن

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په افغانستان کې هرو ۱۰ ښځو کې ۹ هغه لږ تر لږه یو ځل د خپل ژوند د ملګري له‌خوا تاوتریخوالی تجربه کوي.

انتونیو ګوترش نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دوی د ښځو د ملاتړ ټیمونه په افغانستان کې دي او هغو مېرمنو ته مرسته رسوي چې له تاوتریخوالي سره مخامخې دي.

ګوترش دا څرګندونې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت کړي دي. دا کمپاین د نومبر په ۲۵مه پیل شوی دی.

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت بیا د ښځو حقونو ته ځان ژمن بولي او تازه‌یې د ښځو د کورني ژوند د خوندیتوب په اړه یو ۶ ماده‌ییز فرمان ورکړ.

له دې سره سره بیا پر دوی انتقادونه دي چې ملیونونه نجونې یې له ښوونځیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې کړې دي.

له تاوتریخوالي د متضررو افغان ښځو لپاره د 'ضروري خدماتو سیستم' له‌منځه تللی

ارشيف
ارشيف

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالي د متضررو ښځو لپاره د ضروري خدماتو سیستم له‌منځه تللی.

د تاوتریخوالي د پېښو قرباني ښځو د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېستي انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د امن خونې بندې کړي او هغه بندیان‌یې له محبسونو څخه خوشې کړي دي چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن وو.

امنېستي انټرنشنل له ۲۶ افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي دي چې د تشدد قرباني مېرمنې او همداراز د امن خونو مسؤلان، مدافع وکیلان، قاضیان، د اړوندو ادارو چارواکي او د ښځو د خوندیتوب په دې پروسه کې شامل کسان اوس د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان سکرتر جنرالې انګېس کالامارد (Agnes Callamard) ویلي دي چې په افغانستان کې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي قرباني ښځې او نجونې اوس له پامه غورځول شوي، د خوندیتوب شبکه‌یې ویجاړه شوې او د دوی د امن ځایونه له‌منځه تللي دي.

د پخواني حکومت پر مهال هغه مېرمنې چې د تاوتریخوالي له کبله‌یې خپل کورونه پرېښودل، د امن په خونو کې ساتل کېدلې، خو د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د خوندیتوب دا سیستم له‌منځه ولاړ.

د طالبانو رهبر د افغان ښځو د ځينو حقونو په اړه نوی فرمان ورکړ

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله انځور او د طالبانو د بيرغونو ترڅنګ ولاړ ځيني وسله‌وال طالبان
د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله انځور او د طالبانو د بيرغونو ترڅنګ ولاړ ځيني وسله‌وال طالبان

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده په یوه فرمان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د ځینو برخو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

د دغه فرمان چې شپږ مادې لري او نن خپور شوی، په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجونو رضایت ضروري دی، خو چې د طالبانو د مشر په وینا د فتنې او فساد خطر په کې نه‌وي.

د فرمان په دوهمه ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې اصیل او ازاد انسان دی او هېڅوک‌یې چا ته د روغې په بدل کې په بدو کې نه‌شي ورکولای.

په فرمان کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق په باب څه نه‌دي ویل شوي، هغه څه چې په افغانستان کې دننه او نړۍ کې ورباندې اندېښنې ښوول شوې دي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، نجونې په اکثرو ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه‌لري، د دولتي ادارو ډېری ښځینه کارکوونکې هم د کار له حقه بې‌برخې شوې دي.

کابل کې لسګونه ښځو د عدالت غوښتنې په پار اعتراضي ناسته وکړه 

ارشیف، کابل کې د مېرمنو اعتراض
ارشیف، کابل کې د مېرمنو اعتراض

نن په کابل کې لسګونه ښځو له یوه سرپټي ځایه د عدالت غوښتنې په پار اعتراضي ناسته وکړه.

دغو ښځو په یوه ویډیو کې چې ازادي راډيو ته یې استولې ویلي چې بهر د لاریون لپاره وتلی نه شي او ادعا کوي چې د طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوې دي: "موږ په مرګ ګواښل شوي یو. موږ واټونو ته نه شو وتلی یعنې خپل غږ بهر نه شو پورته کولی. مجبوره یو چې د عدالت غوښتنې غږ له سرپټو ځایونو پورته کړو او له نړیوالې ټولنې وغواړو چې زموږ پیغامونه ولولي. موږ څه غواړو همدا چې ښوونځي باید پرانیستل شي او ښځې د زده کړو او کار حق لري."

دغو ښځو له دې مخکې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د مظاهرو هڅه کوله، خو اکثر د طالبانو له خوا نه پرېښودل کېدې او د راپورونو له مخې ان ځینې وخت د طالبانو وسله والو وهلې هم دي.

د غزني قره­ باغ کې سلګونو نجونو ته د زده کړې امکان برابر شوی

ارشیف، یو شمېر نجونې زده کوونکې
ارشیف، یو شمېر نجونې زده کوونکې

په افغانستان کې د سوېډن کمېټه وايي، د غزني ولایت په قره­ باغ ولسوالۍ کې یې له لومړي تر یوولسم ټولګي پورې، سلګونو نجونو ته د زده کړې امکان برابر کړی دی.

د دې کمېټې عمومي مشر اندریاس سټیفانسن (Andreas Stefansson) پرون سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) په یوه ټویټ کې ویلي، ده له هغو ښځینه ښوونکو سره هم خبرې کړي چې نجونو د تعلیم مهم کار پرمخ بیايي.

د سوېډن کمېتې د پروګرامونو سرپرست امین الحق مایل، ازادي راډیو ته وویل، دوی په ۱۴ ولایتونو کې کلیوالي ټولګي لري: "شااوخوا ۳۰۰۰ کلیوالي ټولګي د سوېډن کمېټې تر پوښښ لاندې دي چې ټولټال ۹۱۲۰۰ زده کوونکي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، په دغو ټولګیو کې زده کړه کوي."

نن پنځه اویایمه ورځ ده چې طالبانو نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړې اجازه نه ده ورکړې.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف تېره پنجشنبه ویلي و، دوی په افغانستان کې د ولسي ټولګیو له لارې څه باندې یولک او دوڅلوېښت زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG