د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۶

ښځې

یوناما یو ځل بیا له طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وکړه

ارشیف، د کابل په یوه ښوونځي کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې
ارشیف، د کابل په یوه ښوونځي کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما مرستیال مشره میټي نودسن وایي، طالبانو ته په‌کار ده چې د نجونو پر مخ د لوړو زده‌کړې ښوونځي سمدستي پرانیزي.

یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې مېرمن نودسن د پکتیا په مرکز ګردېز کې د طالبانو له والي مولوي محمد علي جان، د افغان ښځو، سوداګرو، د رسنیو، پوهنتونونو او د مدني ټولنې له استازو سره کتلي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو چارواکي باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د نجونو لېسې سمدستي بېرته پرانیزي.

د وري یا حمل په درېیمه چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم طالب چارواکو اجازه ورنه‌کړه چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.

د طالبانو دغه اقدام د نړیوالو سخت غبرګون راپارولی او د طالبانو له سرپرست حکومت‌یې غوښتي چې سمدستي ټولې نجونې پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.

طالبانو ویلي چې په دې اړه تر اوسه یوه طرح نه‌ده بشپړه شوې.

امریکا او نورو هېوادونو د نجونو د زده‌کړو په اړه د طالبانو پرېکړه وغندله

ارشیف، د افغان نجونو یو ټولګی
ارشیف، د افغان نجونو یو ټولګی

د امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي هېوادونو د طالبانو هغه پرېکړه وغندله چې په افغانستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.

د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو دغه‌راز د اروپايي ټولنې د لوړ رتبه استازي په پرونۍ ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو دغه پرېکړه د دوی د مشروعیت لیدلوری او د افغانستان هغه هیله زیانمنوي چې غواړي د نړیوالې ټولنې باعزته غړی شي.

غربي هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي: "د طالبانو دا اقدام، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له ورکړل شوي تضمین سره په ټکر کې دی."

طالبانو مخکې ژمنه کړې وه چې په نوي تعلیمي کال کې به ښوونځي د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي، خو د چهارشنبې په ورځ‌یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم ته یو وار بیا اجازه ورنه‌کړه.

له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د اروپايي اتحاديې خواشیني

ارشيف
ارشيف

اروپايي اتحادیې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي په اړه د طالبانو پر پرېکړې ژوره خواشیني ښکاره کړه.

دا اتحادیه وايي، د طالبانو دا اعلان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې لوی شاتګ دی.

اروپايي اتحادیې له طالب چارواکو هیله کړې چې د افغانانو احساساتو ته درناوی وکړي او فوراً دا یقیني کړي چې ټول افغان نجونې، ښځې، هلکان او سړي ښوونځیو ته ستانه شي.

اروپايي اتحادیې ویلي چې طالبانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

امنیسټي انټرنېشنل: نړۍ کې د ښځو د حقونو وضعیت ډېر خراب شوی

د کابل ښار
د کابل ښار

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل وایي، په تېر یوه کال کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو وضعیت ډېر خراب شوی دی.

د امنیسټي انټرنېشنل عمومي منشي اګنیس کالامارډ د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې او د ۲۰۲۲ کال د لومړنیو میاشتو پېښو د میلیونونو ښځو او نجونو حقونه او وقار کمزوری کړی دی.

اغلې کالامارډ په تېرو ۱۲ میاشتو کې د کرونا وبا ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو په شاتګ هغه مهمې پېښې بللي چې د ښځو او نجونو پر حقونو یې زښت زیات اغېز کړی دی.

د تېرکال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، افغان ښځو او نجونو د خپلو حقونو په برخه کې د تېرو نژدې شلو کلونو ډېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي دي.

افغان فعاله زهرا جویا د ټایم مجلې د کال د غوره ښځو لېست کې راغلې

ارشیف
ارشیف

افغان فعاله او خبریاله زهرا جویا د ټایم مجلې د کال د غوره ښځو په لېست کې راغلې.

ټایم مجلې پرون د ۲۰۲۲ کال په مخه د دولسو غوره ښځو نومونه او عکسونه خپاره کړي.

زهرا جویا چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بریتانیا ته تللې له رخشانه میډیا سره د کار په خاطر د ټایم مجلې د غوره ښځو په لېست کې راوستې.

هغه د رخشانه میډیا له لارې د افغان مېرمنو په وضعیت باندې راپورونه او ویډیوګانې خپروي.

د ټایم مجلې د غوره ښځو په لېست کې د بشري حقونو وتلې مدافع امل کلوني او ځینې نورې ښځې هم شاملې دي.

ټایم مجلې لیکلي: "ښځو ته د یوې ښې راتلونکې جوړول د نسلونو، ټولنو او سرحدونو تر منځ د پلونو جوړول دي او دا فوق العاده رهبرانې د لا زیاتې مساوي نړۍ په هدف کار کوي."

یوناما د پروانه ابراهیم خیل له خوشې کېدو هرکلی کړی

پروانه ابراهیم خېل
پروانه ابراهیم خېل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د پروانه ابراهیم خېل له خوشې کېدو هرکلی کړی.

یوناما په یوه ټويټ کې شنبه ناوخته لیکلي چې د څلورو لادرکه شوېو ښځينه فعالانو د خوشې کېدو له هڅوونکو راپورونو هرکلی کوي.

یوناما زیاته کړې چې د دغو ښځو سلامتیا او خوندیتوب یوه جدي اندېښنه ده. ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی چې د ټولو افغانانو د حقونو د ملاتړ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د راپورونو له مخې پروانه ابراهیم خېل چې درې اوونۍ مخکې له خپله کوره وړل شوې وه د جمعې په شپه خوشې شوې ده.

د پروانې د خوشې کېدو له راپور سره سم داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو یوه بله فعاله تمنا زریاب پریاني او د هغې دوه خورګانې هم خوشې کړي خو وروسته دا راپورونه تایید نه شول.

افغانستان لپاره د اروپايي ماموریت مشر: نیول شوې فعالانې دې خوشې شي

د افغانستان لپاره د اروپايي ماموریت مشر اندریاس وان برانت
د افغانستان لپاره د اروپايي ماموریت مشر اندریاس وان برانت

د افغانستان لپاره د اروپايي ماموریت مشر اندریاس وان برانت (Andreas von Brandt) د نیول شوېو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغه پرون په ټویټر کې لیکلي، که طالبان په رښتیا هم د افغانانو خوندیتوب ته جدي دي، باید ټولې نیول شوې ښځې خوشې کړي.

تېره اوونۍ دوې معترضې مېرمنې زهراي محمدي او مرسل عیار په کابل کې لادرکه شوې.

تېره میاشت بیا تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل او تر هغه مخکې د هرات د ښځينه وو محبس مدیره عالیه عزیزي لادرکه شوي دي.

طالبانو دا نه ده تایید کړې چې دغه ښځې دې د دوی له خوا نیول شوي یا د دوی په توقیف کې وي.

خو د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما په ګډون ګڼو سازمانونو او هېوادونو له طالبانو د دغو ښځو د ځای د تثبیت او خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو بې روزګاري ۱۶ سلنه زیاته شوې

افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

د ملګروملتونو د کار نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان مېرمنو بې روزګاري په سلو کې ۱۶ زیاته شوې ده.

د دې ادارې پر اساس، اټکل کېږي چې په روان ۲۰۲۲ کې د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي.

د کار د نړیوالې ادارې په وینا، د ۲۰۲۱ کال په وروستیو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې نژدې ۵ سوه زره کاري فرصتونه له لاسه وتلي او اټکل کېږي چې د روان ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې به ۹ لکه نور کاري فرصتونه له منځه لاړ شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې له کاره منع شوې او په دې هېواد کې اقتصادي او بشري بحران پراخ شو.

طالبان: د نوي لمریزکال په پیل کې به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

ارشیف، هرات کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، هرات کې د نجونو یو ښوونځی

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، هیله لري چې د نوي لمریزکال په پیل کې به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

ذبیح الله مجاهد له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی: "په ډېرو سیمو کې په پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړې دوام لري، خو په ځینو سیمو کې د اقتصادي ستونزو او یا د لایحو له کبله چې باید عملي شي، ښوونځي بند دي. موږ په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه زیاته ده، کار ته اړتیا لرو."

مجاهد همدا راز ویلي چې افغانستان په اوس وخت کې د بشري ځواک له کموالي سره مخامخ نه دی.

د نجونو د زده کړو او کار اجازه د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ګڼل کېږي.

د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په اکثرو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.

د بښنې سازمان: افغان مېرمنو سره د پیوستون لپاره خپل غږ ملګری کړئ

آرشیف- په کابل کې د مېرمنو اعتراضونه
آرشیف- په کابل کې د مېرمنو اعتراضونه

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو له اعتراضونو سره یو وار بیا د پیوستون غوښتنه وکړه.

دغه سازمان پرون جمعه (د مرغومي ۱۷مه) په خپل ټویټر کې د ښځینه معترضانو د یوې ویډیو تر څنګ لیکلي، افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

دغه سازمان په یوه انلاین کمپاین کې له خلکو غوښتنه کړې چې له افغان ښځو سره د پیوستون لپاره خپل غږ ملګری کړي.

پرون هم په کابل کې یو شمېر ښځې په یوه کور کې په اعتراضي ډول راټولې شوې وې؛ د دوی په استازیتوب یوې وویل: "نړۍ باید په افغانستان کې د ښځو د اعتراضونو څپې او د طالبانو عکس العمل ته په پام دا نتیجه اخیستې وي چې د افغانستان اوسنۍ ښځې، هغه پخوانۍ ښځې نه دي چې د تاریخ د ظالمانو درد وزغمي او هېڅ ونه وايي، خو د تنهایۍ په کونج کې پر ځانونو وژاړي."

طالبانو په ځینو مواردو کې د ښځو د ځینو لاریونونو مخه نیولې ده. دغه ښځې چې د خپلو اساسي ازادیو غوښتنه کوي، په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم غوښتنه کوي.

طالبانو په اکثرو ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار او په اکثرو ولایتونو کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG