د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۴۰

ښځې

ملګري ملتونه: لا هم افغانستان کې ډېرې میندې د زېږون پرمهال مري

ارشیف: هرات روغتون کې د نسايي او ولادي برخه
ارشیف: هرات روغتون کې د نسايي او ولادي برخه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وایي، په آسیا پاسفیک سیمه کې افغانستان هغه هېواد دی چې تر ټولو زیاتې میندې د زېږون په مهال په کې مري.

دغې ادارې نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې په دې هېواد کې په هرو سل زره میندو کې چې ماشومان زېږوي، ۶۳۸ یې مري.

دغې اداري ویلي چې که د میندو روغتیا ته سمدستي او دوامداره پاملرنه ونه شي نو تر۲۰۲۵ کال پورې به دوی د ۵۱ زره نورو میندو د مړه کېدو شاهدان واوسي.

د تېرکال په اګسټ کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې او په دې هېواد کې بې وزلي زیاته شوې، په اولاد د میندو د مړینو د شمېر زیاتوالي ته هم اندېښنې زیاتې شوي دي.

طالبانو یوې وژل شوې پولیسې ته اعزازي رتبه ورکړه

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د طالبانو حکومت، هغې مېرمنې ته چې څو ورځې مخکې په کابل کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال وژل شوې وه، اعزازي رتبه ورکړه.

باختر خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت د کورنیوچارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د رووفې په نوم دې ښځې ته اعزازي رتبه ورکړې ده.

د راپور له مخې رووفه د کابل ښار د پولیسو په پنځمه حوزه کې سرتېرې وه او څو ورځې مخکې د کابل په جمال مېنې سیمه کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال ووژل شوه.

د باختر آژانس په راپور کې هغه کور چې عملیات پرې ترسره شوي، د خوارجو مهمه ځاله بلل شوې ده.

طالبان د خوارجو اصطلاح ډېر وخت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د وسله والو لپاره کاروي.

ایران کې مېرمنې لوبغالو ته له ننوتو منع شوي

ارشیف
ارشیف

د ایران په مشهد ښار کې چارواکو پرون یو شمېر میندې، چې د خپلو ماشومانو د کاراتې د مسابقې د لیدلو لپاره تللې وې، لوبغالي ته پرې نه ښودلې.

امنیتي چارواکو د دې مېرمنو مخه د هغه وروستي فرمان په اساس ونیوله، چې ښځې په ایران کې لوبغالو ته له ننوتو څخه منع کوي.

په هغو ویډیوګانو کې چې پرون د جولای په ۲۲مه پر ټولنیز شبکو لاس په لاس کېدلې امنیتي مامورین په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د لوبغالي په وره کې د دې میندو مخه نیسي او کله چې دا ښځې اعتراض کوي امنیتي چارواکي ورته وايي دوی هغه فرمان تطبیقوي چې د سپورټ وزارت معینیت د ټول هېواد په کچه سپورتي لوبغالو ته استولی دی.

امریکا له افغان ښځو سره په یووالي او ملاتړ ټینګار کړی

په کابل کې د کار، ډوډۍ او زده کړو لپاره د یو شمېر شځینه فعالانو د لاریون انځور - May 26 2022
په کابل کې د کار، ډوډۍ او زده کړو لپاره د یو شمېر شځینه فعالانو د لاریون انځور - May 26 2022

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اختر په مناسبت پیغام کې د افغانستان له خلکو په تېره بیا نجونو او ښځو سره په یووالي او ملاتړ ټینګار کړی.

اغلې امیري په خپل ټوېټر کې لیکلي، چې افغان ښځې او نجونې په نړۍ کې له تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخامخې دي.

هغې ټینګار کړی، چې اسلامي نړۍ، مشران، فعالان او عالمان باید د افغانانو په تېره بیا نجونو او ښځو تر څنګ ودریږي.

که څه هم د جولای په شپږمه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په پیغام کې ویل شوي، چې طالبان په شرعي چوکاټ کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره کار کوي، خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي لپاره د طالبانو د ارادې کومه نښه نه شته.

کابل کې لسګونه ښځو لاریون وکړ

آرشیف- کابل کې د ښځینه لاریون کوونکو انځور
آرشیف- کابل کې د ښځینه لاریون کوونکو انځور

لسګونو ښځو نن په کابل کې لاریون وکړ او د طالبانو له حکومت څخه یې د زده کړو او معاش په شمول د خپلو حقونو غوښتنه وکړه.

دوی همداراز د جبري حجاب د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

یوې لاریون کوونکې، چې په امنیتي دلایلو نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د مظاهره چیانو شمېر څه باندې ۴۰ تنو ته رسېده.

دې ادعا وکړه، چې طالبانو یې د لاریون مخه ونیوله او هغوی یې په رېنجر موټرو تعقیب کړې.

پکتیکا کې دیني عالمانو له طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانیستل وغوښتل

ارشیف، پکتیا کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، پکتیا کې د نجونو یو ښوونځی

په پکتیکا کې دیني عالمانو له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

دغو عالمانو پرون په ښرنه کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې زده‌کړې پر نارینه او ښځو فرض دي، نو لکه څرنګه چې د هلکانو تعلیم ته پاملرنه کېږي د نجونو زده‌کړو ته دې هم توجه وشي.

تر دې مخکې په کابل، مزار شریف او هرات ښار کې دیني عالمانو له طالبانو څخه ورته غوښتنه کړې وه.

د ډنمارک یوه مرستندویه مؤسسه: افغان ښځینه کارکوونکې مو کارونو ته دوام ورکوي

د ډنمارک بیرغ
د ډنمارک بیرغ

د ډنمارک یوه مرستندویه مؤسسه وایي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دې مؤسسې افغان ښځینه کارکوونکې په دې هېواد کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د ډنمارک د کډوالو شورا رئیسې شارلوټ سلینټې اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي چې له دغو ښځینه افغان کارکوونکو پرته به د دې مؤسسې لپاره ګرانه وي چې په افغانستان کې اړو کسانو ته مرستې ورسوي.

سلینټې له کابل څخه د کتنې په ترڅ کې دې اژانس ته ویلي چې مرستندویه مؤسسه‌یې په افغانستان کې له یو ملیون ډېرو کسانو ته مرستې رسوي او زیاته‌یې کړه چې د اګسټ له میاشتې راهیسې له کله چې طالبانو کابل نیولی، دا مؤسسه په اصولي توګه فعالیت مخ ته وړي ترڅو دا مسئله یقیني کړي چې ښځینه کارکوونکې یې وکولای شي فعالیت ته دوام ورکړي او خپلو کارونو ته لاړې شي.

مېرمن سلینټې که څه هم ونه‌ویل چې په اوس وخت کې یې څومره افغان ښځینه کارکوونکې کارونه مخ ته وړي، خو زیاته‌یې کړه د دې لپاره چې وکولای شي په افغانستان کې اړو ښځو ته مرستې ورسوي، خپلو ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري او له هغو پرته به ونه‌شي کولای چې نیمایي وګړي یې له مرستو برخه‌من شي.

د ملالې یوسفزۍ پلار د ټولو افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه

د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او پلار یې
د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او پلار یې

د نوبل سولې جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.

ضیاالدین یوسفزي نن په خپل ټویټر کې تېرې هغه ۲۰۰ ورځې چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې، د تیارې له ورځو سره تشبیه کړې دي.

هغه غوښتنه کړې چې دغو تیارو ورځو ته دې د پای ټکی کېښودل شي، ځکه تعلیم د ټولو حق دی.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو نن ۲۰۰ ورځې پوره شوې.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي دوی د خپل مشرتابه امر ته په تمه دي او هر کله چې ورته امر وشي د ټولو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي.

د بریتانیا منچستر پوهنتون یو شمېر افغان ښځو ته د ماسترۍ وړیا بورسونه ورکړل

د بریتانیا منچستر پوهنتون
د بریتانیا منچستر پوهنتون

د بریتانیا منچستر پوهنتون ۱۵ افغان ښځو ته د ماسترۍ وړیا بورسونه ورکړي.

دا هغه افغان ښځې دي چې د طالبانو په بیا واکمنېدو له هېواده وتلې دي.

د منچستر پوهنتون د پوهنې د ماسترۍ د پروګرام مشر الکساندر ګاردنر مکتاګرت ویلي د افغان ښځو د لېوالتیا، په ځان باور او د انګلیسي ژبې له زیات مهارته خوښ دی.

په منچستر پوهنتون کې د ماسترۍ اکثر پروګرامونه د کال شااوخوا ۳۰ زره ډالره لګښت لري، خو دا پوهنتون وايي چې ۱۵ افغان مېرمنو ته په وړیا توګه درس ورکوي.

بلخ کې دیني علماوو له طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانیستو غوښتنه وکړه

ارشیف، د افغان زده‌کوونکو نجونو یو ټولګی
ارشیف، د افغان زده‌کوونکو نجونو یو ټولګی

په بلخ کې دیني علماوو له طالبانو غوښتنه وکړه چې نجونو ته په ټول هېواد کې د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي پرانیزي.

په دې اړه پرون د مزار شریف ابوذر غفاري دارالعلوم کې لویه غونډه جوړه شوې وه.

د دارالعلوم مشر محبوب‌الحق مخدوم‌زاده ازادي راډیو ته وویل، دوی ځکه له ممبره د نجونو د تعلیم غږ اوچتوي چې په خبره‌یې اسلام دا حق نجونو ته ورکړی دی.

ده وویل، غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي چې ژر تر ژره د نجونو د جامو طرحه نهایي او د ښوونځیو د بیا پرانیستې اعلان دې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG