ښځې
د بشري حقونو څار سازمان: طالبان په ټولو امکاناتو د معترضو ښځو مخه نیسي
د بشري حقونو د څار سازمان په طالبانو تور لګولی چې له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي څو د معترضو ښځو مخه ونیسي.
دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د درېیو معترضو ښځو بندیانېدو ته اشاره کړې او ادعا یې کړې چې په زندان کې ورسره تاوتریخوالی شوی.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار په حواله په دې اعلامیه کې راغلي چې طالبان د دې په خبره له معترضو ښځو خطر احساسوي او تر وروستي حده هڅه کوي چې د هغوی غږ خاموشه کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان په اعلامیه کې د تمنا پریاني په شمول د درېیو هغو ښځو یادونه شوې چې مخکې طالبانو نیولې وې او هرې یوې د سخت تاوتریخوالي یادونه کړې.
دوی تور پورې کړی چې طالبانو په زندان کې وهلي دي او ان یې په برقي ډنډو شاک ورکړی.
طالبانو د بشري حقونو د څار سازمان د نننۍ اعلامیې په تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی رد کړی.
ملګري ملتونه په هلمند او نیمروز کې ۶۲ قابله ګانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د وګړو صندوق په هلمند او نیمروز کې ۶۲ قابله ګانو د روزنې د پیلدو خبر ورکوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه قابله ګانې به د زده کړو له بشړېدو وروسته په خپلو ټولنو کې په هغو روغتیایي خونو کې د زېږون، میندواو نوي زېږېدلو ماشومانو او همدارنګه لویانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي چې د دې صندوق پر مټ فعالې شوي دي.
د دا ډول روغتیایي خونو لپاره د قابله ګانو د روزنې د پروګرام په ترڅ کې تېره اونۍ له دېرشو زیاتې قابله ګانې په کندهار کې له یوه اته میاشتني کورس څخه فارغې شوې.
افغانستان چې د روغتیایي خدماتو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د لیرې پرتو سیمو خلک یې بیا تر ډېره دغه اوسني وضعیت اغېزمن کړي دي.
د بدخشان پوهنتون ښځینه محصلانو نندارتون جوړ کړ
د بدخشان پوهنتون ښځينه محصلانو نندارتون جو کړ.
په بدخشان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډيو ته وویل، دا نندارتون چې د دوشنبې په ورځ د کار پنځونکو مېرمنو په نوم جوړ شو، د پرانیستې په مراسمو کې یې د بدخشان پوهنتون د استادانو او محصلانو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي هم ګډون کړی و.
د بدخشان پوهنتون رييس پوهنیار نقیب الدین قاضي زاده د نندارتون ستاینه وکړه او محصلانو ته یې ډاډ ورکړ چې د ورته پروګرامونو په جوړولو کې یې ملاتړی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي صدیقي لعلزاد د نجونو محصلانو لخوا د نندارتون جوړول ارزښتمن کار وباله او د ورته نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.
په دې نندارتون کې چې د بدخشان پوهنتون نجونو محصلانو خپل لاسي صنایع نندارې ته ايښي وو، د خپلو کارونو د ودې په خاطر یې د حکومت او موسسو د مرستو غوښتنه هم وکړه.
د یادونې ده چې دوه ورځې مخکې هم په بدخشان ولایت کې یو شمېر ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړی و.
د ارورا کلنۍ جایزه 'جمیلې افغاني' ته ورکړل شوه
د بشریت د ویښتیا لپاره د ارورا اوومه کلنۍ جایزه جمیلې افغاني ته ورکړل شوه چې د بشري حقونو افغان مدافع، د تعلیم ملاتړې او د نور په نوم د تعلیمي او ظرفیت لوړونې سازمان مشره ده.
د نړیوالو اژانسونو په وینا جمیلې افغاني د خپل ژوند ۲۵ کاله تحصیل ته د ښځو لاسرسي ته وقف کړی دی.
د اکټوبر له څوارلسمې تر ۱۶مې د ایټالیا په وینیس ښار کې د ارورا بشردوستانه ابتکار په کوربه توب په لوړه کچه غونډې پر مهال د هغې د هڅو درناوی وشو.
ارورا بنسټ وايي د ۲۰۲۱م کال تر اګست میاشتې مخکې د جمیلې افغاني په بنسټ کې تر سل زره زیاتو ښځو د سواد د زده کړې په پروګرامونو کې نوملیکنه کړې وه او نور بنسټ تر لسو زرو زیاتو هغو ښځو ته قانوني مرسته او رواني ملاتړ برابر کړی، چې د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې وې.
د ارورا جایزه له ۲۰۱۶م کال راهیسې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د بشردوستۍ په برخه کې یې کار کړی وي.
دغه جایزه د ارمنستان د نسل وژنې د خپل- خپلوانو په استازیتوب ورکول کېږي.
طالبان: د نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانېستلو کار روان دی
د طالبانو د حکومت ویاند په ترکیه کې د علماوو یوې غونډې ته ژمنه کړې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانېستلو کار روان دی.
د علماو او مدارسو د اتحادیې اوومه غونډه د ترکیې په دیاربکر کې نن جوړه شوې.
مجاهد دې غونډې ته ویلي چې د دوی حکومت نجونو ته د نصاب په سمونې،د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټي وسایلو په چمتو کولو او د جلا ښوونیز سیستم په جوړولو بوخت دی.
د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته لکونه نجونې له زده کړو محرومې کړي.
د دوی ویاند مجاهد په وار وار د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنې ورکړي، خو لا هم د یوه کال په تېرېدو دا ژمنې نه دي عملي شوي.
طالبانو 'ډاکتره سیمین مشکین مهمند' د رابعه بلخي روغتون مشره ټاکلې
د طالبانو حکومت ډاکتره سیمین مشکین مهمند د رابعه بلخي روغتون د مشرې په توګه وټاکله.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې اغلې مهمند د هغې د وړتیا په اساس دې دندې ته معرفي شوې ده او خلکو ته د ښو صحي خدماتو د وړاندې کولو تمه ترې کېږي.
یمین مشکین مهمند د طالبانو په حکومت کې دویمه ښځه ده چې د یوه روغتون د مشرې په توګه ټاکل کېږي.
تر دې مخکې ډاکتر ملالۍ فیضي د ملالۍ زیژنتون د مشرې په توګه ټاکل شوې وه.
د طالبانو د واکمنۍ څه باندې یو کال تېر شو خو لا هم ګڼې ښځینه کارمندانې بې برخلیکه دي او یواځې په محدودو برخو کې ښځې کارونو ته ورځي.
د دوی په حکومت یوه لویه نیوکه دا ده چې په لوړ پوړو څوکیو له هغې ډلې وزارتونو، عمومي ریاستونو او معینیتونو کې هېڅ ښځه نه ده ګمارلې.
طالبانو په پکتیا کې د نجونو ښوونځي بېرته وتړل
د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي چې طالبانو نن بېرته په دې ولایت کې د نجونو ښوونځي وتړل او نجونو ته یې اجازه ورنه کړه چې ښوونځيو ته دننه شي.
د پکتیا ولایت یوه اوسېدونکي چې نه غوښتل نوم یې یاد شي ازادي راډيو ته وویل، چې ښوونځيو ته راغلې نجونې په ژړا بېرته کورونو ته ستنې شوې.
د ښوونځیو له تړلو وروسته په پکتیا کې زده کوونکو نجونو د دې ولایت د پوهنې ریاست مخ ته لاریون وکړ او د خپلو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه یې کوله.
دوی ویل، حق لري چې زده کړې وکړي او دا حق باید ترې وانخیستل شي.
په پکتیا کې د نجونو ښوونځي دوه اوونۍ مخکې پيل شوي و، خو یوه اوونۍ مخکې یې پرانیسته رسنیزه شوه.
د دې خبر له خپرېدو وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې اړه څېړنه کوي چې دا ښوونځي د چا په امر فعال شوي دي.
له یو کال ډېره موده کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او له نړۍوالو او کورنیو فشارونو سره هم طالبان دې ته نه دي تیار شوي چې دا ښوونځي بېرته پرانېزي.
ملګري ملتونه: اوسمهال درې میلیونه افغان نجونې له زده کړو پاتې دي
د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د مرستې صندوق وايي چې په افغانستان کې اوسمهال درې میلیونه نجونې له زده کړو پاتې دي.
یونېسف په یوه بیان کې چې پرون د وږي په اتلسمه نېټه پر ټویټر خپور شو له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو پرېکړو بیا غور وکړي او د ټولو نجونو ښوونځي پرانېزي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې یوکال شو خو له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ ښوونځي بند دي.
تېره اونۍ په پکتیا ولایت کې د نجونو ځینې ښوونځي پرانیستل شول، خو طالبان وايي نه پوهېږي چې دا ښوونځي د چا په امر فعال شوي دي.
د طالبانو حکومت د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د پرېکړې لپاره یوه کمېسیون ته دنده سپارلې وه خو د دې کمېسیون د کار نتیجه تراوسه لا نه ده معلومه شوې.
ملګري ملتونه: طالبان دې د 'الهې' قضیه وڅېړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي، د یو ښځې هغو تورونو اندېښمن کړي چې د طالبانو یو پخوانی چارواکی یې په اجباري نکاح او ناوړه استفاده تورن کړی دی.
یوناما نن پر خپل ټوېټر په خپاره کړي پیغام کې له طالبانو څخه غوښتي د ښځو د حقونو څخه د سرغړاویو د ټولو ادعاوو په اړه دې شفافې څېړنې وکړي، عاملانو سره دې حساب وشي او د ښځو او نجونو خوندیتوب دې ډاډمن شي.
هغه مېرمن چې خپل نوم الهه ښيي تازه یې په یوه ویډیو کې ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي ورسره په زوره واده کړی او وهلې ډبولی یې ده.
قاري سعید خوستي له دې ښځې سره نکاح تایید کړې، خو له هغې سره یې د ناوړه چلند تورونه بې بنسټه بللي دي او ټینګار یې کړئ چې الهه کولی شي محاکمو ته مراجعه وکړي.
د الهې د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، د بشري حقونو مدافع بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو پر هغه څه انتقاد کړی چې دوی په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول ګڼي.
ملګري ملتونه: میلیونونه افغان مېرمنې رواني ملاتړ ته اړتیا لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، په دغه هېواد کې دوه ملیونه او ۲ لکه زیانګالې مېرمنې او نجونې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې دغه ښځې او نجونې د خوندیتوب او ښې روغتیا لپاره هم لاسنیوي ته اړتیا لري.
وروسته له هغې چې طالبانو کال مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د نجونو پرمخ یې تر شپږم پورته ټولګي وتړل او ګڼې ښځې یې له کاره منع کړې.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې دې وضعیت د افغان نجونو او ښځو پر وضعیت په رواني لحاظ ډېر منفي تاثیرات کړي دي.