ښځې
کرن ډیکر: امریکا به د افغان ښځو او نجونو له ملاتړ لاس وانخلي
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر ویلي امریکا به د افغان ښځو او نجونو له ملاتړ لاس وانخلي.
هغې دا خبره د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونو د دروازو د تړلو په غبرګون په یوه ټوېټ کې کړې.
د ټويټ په دوام هغې همداراز د هغو کسانو د ملاتړ ډاډ هم ورکړی چې د نجونو د تحصیل په تړاو یې د طالبانو وروستۍ پرېکړه ننګولې.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نجونو لوړې زده کړې تر امر ثاني ځنډولي چې په غبرګون یې د پوهنتون لسګونه استادانو استعفاوې ورکړي او ګڼو ځوانانو اکثر نجونو یې پر ضد لاریونونه کړي.
د امریکا د سفارت شارژدافېرې په خپل ټوېټر کې زیاته کړې چې دا استعفاګانې، لاریونونه او د غوسې څرګندول د یووالي او همغږیو یوه قوي څرګندونه کوي.
حامدکرزی: د زدهکړو مخنيوی به هېواد نور هم له بېوزلۍ سره مخ کړي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په تړاو د طالبانو د سرپرست حکومت پر پرېکړه، خپله ژورره خواشیني څرګنده کړې.
ښاغلي کرزي پرون په څو ټویټونو کې ویلي چې، د هېواد پرمختگ، ابادي او ځان بسیاینه د دې خاورې د هر بچي، نجونو او هلکانو، په تعلیم او زده کړې پورې تړلې.
هغه زیاته کړې چې د تعلیم مخنیوی نه یوازې دا چې د افغانستان پرمختیا او هوساینې ته زیان رسوي، بلکې دا هېواد به لا ډېرې بېچارهگۍ، بېوزلۍ سره مخ او پردو ته محتاج کړي.
هغه د طالبانو پر مشرتابه غږ کړی چې د اوسني او راتلونکو نسلونو د سوکالۍ او د هېواد د ملي گټو د تأمین لپاره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو، ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو دروازې هر څه ژر پرانیزي.
امريکا، اروپايي ټولنې او يوولسو هېوادونو د نجونو د تحصيل ځنډولو پرېکړه غندلې
د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او د یولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د ښځو پرمخ د پوهنتونونو د روازو د تړل کېدو په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا خپره شوې دغه اعلامیه کې ويل شوي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه ځپونکی اقدامات بې رحمانه او سیستماتیک دي.
د واشنګټن او اروپایي ټولنې له لوري د طالبانو د دغه اقدام له غندنې سره د استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالند، ناروې، هسپانیا، سویس او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران هم یو ځای شوي دي.
ملګري ملتونه: مدني ټولنې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل غواړي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، مدني ټولنې غړي همدا غوښتنه لري چې په افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
د ملګرو ملتونو دغې څانګې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت چې سبا د ډسمبر لسمه یې وروستۍ ورځ ده له یوه ټوېټ سره پیغام خپور کړی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دوی د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د مدني ټولنې له همکارانو پوښتلي وو چې نړۍ ته دا په ډګه کړي چې دا مهال له افغان مېرمنو او نجونو سره څه روان دي.
د ویډیويي پیغام په حواله، «د افغانستان تر ۵۰ سلنه زیات وګړي ښځې دي، د دوی پرمخ د ښوونځیو تړل د افغان ټولنې د ویجاړۍ په معنی دي.»
په ویډیويي پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغان مېرمنو غږ له پامه ونه غورځوي.
د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ وه چې له هغې ورځې د دې تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځنی کمپاین روان دی او سبا د ډسمبر لسمه چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده پای ته رسېږي.
رينا اميري د افغان ښځو زړورتيا وستايله
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د افغان نجونو او ښځو زړورتیا وستایله.
هغې تېره شپه په ټویټر کې لیکلي، د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو په نړیواله کچه تر افغان ښځو او نجونو نور الهام بخښونکې نمونې نهشي موندل کېدای.
د هغې په خبره افغان ښځې او نجونې د تعلیم، کار او خپلو کورنیو ته د ازادیو لپاره مبارزه کوي.
د مېرمن امیري په خبره افغان مېرمنې او نجونې واقعي اتلانې دي، چې له ګواښونو، تاوتریخوالي او زنداني کېدو سره- سره د مبارزې لپاره ولاړېږي.
پرون د نوامبر ۲۹مه د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو نړیواله ورځ وه او د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په یوه اعلامیه کې د افغان او ایرانۍ مېرمنو زړورتیا ستایلې ده.
د طالبانو سرپرست حکومت لا هم نجونو ته اجازه نهده ورکړې چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي او ښځې هم په اکثرو ادارو کې له کارونو منع شوي دي.
په ایران کې هم په وروستیو اعتراضونو کې تر ډېره ښځې مهم نقش لري.
ریچارډ بینیټ: طالبانو د افغان ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی له هغو افغان مېرمنو څخه ملاتړ څرګند کړی چې د ده په وینا طالبانو یې حقوق تر پښو لاندې کړي.
ریچارډ بینیټ پرون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناست پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي، دی د هغو افغان مېرمنو تر څنګ ولاړ دی چې په وروستیو څو میاشتو کې وهل شوي، نیول شوې دي او ډېری اساسي حقوق او د بیان، غونډو، تعلیم او ژوند لپاره آزادۍ یې ترپښو لاندې شوې دي.
پرون د نومبر په ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په نړیواله ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم په یوه بیان کې د افغان ښځو پر وضعیت اندېښنه وښوده او افغانستان یې د نړۍ هغه هېواد وباله چې له ښځو سره په ډېره لوړه کچه تاوتریخوالی په کې کېږي.
په کابل کې یو شمېر ښځو بیا لاریون وکړ
په کابل ښار کې یو شمېر ښځو نن د نجونو پر منځنیو ښوونځیو او لېسو د بندیز پر وړاندې د اعتراض لپاره لاریون وکړ.
په هغو ویډیوګانو او تصویرونو کې چې ازادي راډیو ته رسېدلي، یو شمېر ښځې ښکاري چې د یوه ښوونځي مخې ته د اعتراض په دود ولاړې دي او شعار ورکوي چې د نجونو پر زده کړو بندیزو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی ښيي.
د مظاهرې یوې ګډونوالې ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د دوی د لاریون مخه ونیوله.
طالبانو له څه باندې ۴۰۰ ورځو راهیسې له ۶ د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پر تعلیم بندیز لګولی او په دې اړه یې کورنۍ او نړیوالې غوښتنې له پامه غورځولې دي.
رینا امیري یوځل بیا د افغان ښځو د مهمو حقونو پر تامین ټینګار وکړ
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، طالبان چې ادعا کوي، افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ لور ته روان دی، نه شي کولای د دې هېواد د نیمایي وګړو له زده کړې او کاري فرصتونو سترګې پټې کړي.
مېرمن امیري نن په څو ټوېټونو کې ویلي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو ښوونه او روزنه له بېوزلۍ څخه د افغانستان د وتلو او د هیلو د راژوندي کولو لپاره یوه کلیدي مسئله ده.
رینا امیري ویلي، ۴۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي.
د دې په وینا دوی په زیاتېدونکي ډول د لوړو زده کړو له بهیر څخه نجونې بې برخې کوي، په تېره هزاره نجونې او ښځې په نښه کوي.
رینا امیري وایي، د کره راپورونو له مخې طالبانو د کابل پوهنتون له لیلیې هزاره ښځې ایستلي او د لوړې زده کړو راتلونکې یې له خطرسره مخ کړي او هم داسې راپورونه شته چې ښځې په ازموینه کې د لوړو زده کړو هغو رشتو ته له داخلېدو منع شوي چې هغه د دوی لپاره سختې بلل شوي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت څه موده مخکې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د یو شمېر نجونو ایستل د لیلیې له ټاکل شویو اصولو سرغړونه بللې ده.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو سره د مرستې لپاره مرکزونه جوړوي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، د ناورین ځپلو ښځو د مرستې لپاره په ټول افغانستان کې یو شمېر مرکزونه جوړوي.
دا خبره یادې ادارې دوشنبه په یوه ټوېټ کې کړې ده.
د ټوېټ له مخې له ملګرو ملتونو سره به په دې کار کې د جاپان هېواد، د ژغورنې نړیواله کمېټه او د ښځو ځينې سازمانونه برخه ولري.
تمه ده چې څه باندې پنځه زره ښځې د دې پروګرام له لارې مرستې ترلاسه کړي او تر څنګ یې د خپلو غونډو لپاره ځای ولري.
متحده عربي امارات: د افغان نجونو د ښوونځیو تړل د منلو نه دي
د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل دوی ته د منلو نه دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمې استازې لانا زکي نسیبه د امنیت شورا په عمومي غونډه کې پرون وویل: "نږدې څلور سوه ورځې کېږي چې افغانستان کې نجونې متوسطه او لیسو ته نه پرېښودل کېږي. هېڅ اګر او مګر نشته. متحده عربي امارات دا اقدام او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ نور محدودیتونه هېڅ د منلو وړ نه بولي."
سفیرې لانا زیاته کړه چې له ټولنیز ژونده د افغان مېرمنو او نجونو محرومول دا په ډاګه کوي چې تاوتریخوالی څرنګه بڼې خپلوي.
د متحده عربي اماراتو دې لوړپوړې ډیپلوماټې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.
طالبان د نړیوالو له فشارونو سره سره د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي خو ژمنې یې کړي چې د پرانیستلو لپاره یې کار روان کړی.