ښځې
ايران په 'تهران پوهنتون' کې د نورو ښځينه محصلانو د منلو خبر ورکړی
ایران په پام کې لري چې په تهران پوهنتون کې له افغانستان څخه نورې ښځینه محصلانې هم ومني.
د ایران مهر خبري اژانس پرون (د جنورۍ ۸ مه) راپور ورکړ چې، د افغان محصلینو لپاره د سکالرشیپونو له امله د پوهنتون بودیجه زیاته شوې ده.
د تهران پوهنتون یوه چارواکي معصوم ملک وویل، چې د پوهنتون د بودیجې زیاتوالی به ایران ته دا وړتیا ورکړي چې په ۲۰۲۳ کال کې زیات افغان محصلین په ځانګړې توګه ښځې ومني.
د راپور لهمخې، اوسمهال د تهران په پوهنتون کې ۴۷۰ افغان محصلین په زدهکړو بوخت دي، چې ۱۴۰ یې ښځې دي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزارت د ډسمبر په ۲۰ مه د افغانستان پوهنتونونه د ښځینه محصلینو پر مخ وتړل.
اوچا: د بشري مرستو برابرولو کې افغان ښځینه کارکوونکې مخکښ رول لوبوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د افغانانو لپاره د حیاتي بشري مرستو په برابرولو کې ښځینه کارکوونکې مخکښ رول لوبوي.
اوچا نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې ښځې د هغو هڅو سرلارې دي چې هدف یې د هغو افغانانو د ستونزو لپاره د حل لارو موندل دي چې د څلورو لسیزو جګړو او ځورونې له امله اغېزمن شوي دي.
د اوچا په وینا هغه وضعیت چې په میلیونونه افغانان یې له هېواده بهر کډوالۍ او هم په هېواد کې دننه بېځایه کېدو ته اړ کړي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت شاوخوا دوه اونۍ مخکې اعلان وکړ چې ښځې په کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو کې تر امر ثاني پورې له کار کولو منع دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنو په وینا د افغانستان نږدې ټول وګړي د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري چې ویې خوري.
امنيت شورا پر نجونو او مېرمنو د طالبانو وروستي محدوديتونه وغندل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت لهخوا د محدودیت پرېکړې غندلي دي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، د امنیت شورا ۱۵ غړو تېره شپه په دې تړاو اعلامیه کې لیکلي چې دا بندیزونه د بشري حقونو او اساسي ازادیو په ضد دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړو او کار د بندیز پرېکړې لغوه کړي.
انتونیو ګوتېرش نن پر خپله ټویټرپاڼه دا بندیزونه د نه توجیه وړ بشري سرغړونې یادې کړي دي.
ګوتېرش ویلي، د ښځو او نجونو د ګوښې یا غلي کولو اقدامات د یوه لوی رنځ او د افغانستان د خلکو د پياوړتیا د لویې ماتې لامل کېږي.
طالبانو د دسمبر په شلمه د نجونو لوړې زدهکړې تر دویم اعلان پورې وځنډولې او د همدې اونۍ په پيل کې يې په نادولتي موسسو کې د ښځو کار هم منعه اعلان کړ.
له ښځو سره د طالبانو د جنسیتي تبعیض په تړاو د څېړنو غوښتنه شوې
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنیټ د هاګ د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د طالبانو له لوري له ښځو سره د جنسیتي تبعیض په هکله څېړنه وکړي.
ده پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه د بشري حقونو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې دا موضوع به په جدي ډول تعقیب شي.
بېنیټ امریکا غږ ته وویل چې اعلامیې او ټویټونه کفایت نه کوي ځکه یې په خپله د هاګ د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې دا موضوع وارزوي.
طالبانو تېره اوونۍ د یوه فرمان په خپرولو د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو پر لوړو زده کړې بندیز ولګاوه.
دغه راز طالبانو څو ورځې وړمه ورځ د یو بل فرمان په خپرولو په ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د کار په کولو بندیز هم ولګاوه.
بریتانیا: طالبان د ټولنې له ټولو برخو د ښځو چاڼول غواړي
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جېمز کلیفرلي وايي، طالبان غواړي چې ښځې د افغان ټولنې له ټولو برخو چاڼ کړي.
د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د ښځو پر کار او تعلیم د طالبانو پر بندیزونو په غبرګون کې له هغوی وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې له دې کبله به میلیونونه افغانان له کړاوونو سره مخامخ شي.
طالبانو تېره اوونۍ د یوه فرمان په خپرولو د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو پر لوړو زده کړې بندیز ولګاوه.
دغه راز طالبانو څو ورځې وړمه ورځ د یو بل فرمان په خپرولو په ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د کار په کولو بندیز هم ولګاوه.
په پاریس کې افغانانو د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو د پرانیستو غوښتنه وکړه
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې لسګونه افغانانو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر مخ د لوړو زده کړو او کار دروازې پرانېزي.
دوی چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له ځان سره لېږداوه، ویل چې د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ولس او حکومت ترمنځ واټن زیات کړی دی.
د شا رسول اوریاخېل په نوم د دغه لاریون یوه تنظیمونکي ویلي: "په کابل کې مو له حاکمې ادارې څخه وغوښتل چې د نجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ، تعلیم رڼا ده، تعلیم د پرمختګ لاره ده. حاکمې ادارې باندې غږ کوو چې که تاسو رښتیا هم ولس ځان ته رانږدې کېدل غواړئ، د دوی غوښتنو ته لبیک ووایئ."
پرون د جرمني په پلازمېنه برلین کې هم یو شمېر افغانانو ورته غوښتنې وکړې.
طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ تر بل امره د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې او د شنبې په ورځ یې په نادولتي موسسو کې د ښځو کار منع اعلان کړ.
د بدلون لپاره د افغان ښځو ایتلاف د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده
د بدلون لپاره د افغان ښځو د ایتلاف په نوم یوې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو له لوري لګول شوی بندیز په کلکو ټکو غندلی.
د بدلون لپاره د افغان ښځو د ایتلاف وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دا او دې ته ورته نور اقدامات د دې ښکارندویي کوي چې طالبان په قصدي او سیستماتیکه توګه د جنسیتي توپیر د پالیسیو پر اساس ښځې له خپلې هستۍ څخه محوه کوي.
دغه ایتلاف چې وایي، د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې رامنځته شوی او د پخواني حکومت، د افغانستان د پخوانۍ ملي شورا او د مدني ټولنې د مشرانو او رسنیو په ګډون یو شمېر څېرې په کې راغونډ شوي، پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې تر امنیتي اندېښنو ور هاخوا له طالبانو سره تعامل وکړي څو د افغان مېرمنو او نجونو ژور او غمیز حالت درک کړي.
بېنیټ: طالبان دې د وروستیو لاریونونو پرمهال نیول شوي معترضان خوشې کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي له طالبانو د هغو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو پرضد د اعتراض له امله نیول شوي دي.
ریچارډ بېنیټ پرون په ټویټر کې ولیکل چې داسې خواشینوونکي راپورونه خپاره شوې دي چې په کابل، ننګرهار او تخار کې ښځینه احتجاج کوونکې او خبریالان وهل شوي او نیول شوې دي.
وروسته تر دې چې د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ تر امر ثاني پورې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو او تعليمي موسسو دروازې وتړلې په کابل، جلال اباد او ځینو نورو ښارونو کې افغانانو مظاهرې وکړې.
په اماراتو کې یو سوداګر ۱۰۰ افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي
په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نجونو د لوړو زده کړو له بندیز وروسته د متحده عربي اماراتو یوه لوی سوداګر خلف الحبتور ژمنه کړې چې له ۱۰۰ نجونو سره به مرسته وکړي چې دوبۍ ته ورشي او خپلې زده کړې بشپړې کړي.
له ابوظبي خپرېدونکې انګریزې ژبې نېشنل ورځپاڼې د راپور له مخې خلف الحبتور چې د الحبتور ګروپ مشر هم دی، ویلي، چمتو دی چې له چارواکو سره د افغان محصلانو د ملاتړ لپاره له هر ډول سیاسي دریځ پرته کار وکړي.
هغه ویلي چې په پوهنتونونو کې له زده کړو د محصلو نجونو بې برخې کول د افسوس او مایوسۍ وړ ده.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ د محصلو نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تر بله امره پورې بندې کړې.
د طالبانو پر دغه اقدام په کور دننه او بهر تندې نیوکې شوي دي.
اوچا: افغانستان د ښځو د بشري حقونو له بحران سره مخامخ دی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا وایي، افغانستان د ښځو د بشري حقونو له بحران سره مخامخ دی.
اوچا په یوه ټویټ کې ویلي چې د زده کړې له حق څخه د ښځو او نجونو بې برخې کول نه یوازې دا چې بشري ناورین لا پسې زیاتوي، بلکې د تلپاتې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ د لاسته راوړلو هڅې هم له خنډ سره مخ کوي.
اوچا له دې مخکې پرون په یوه بل ټویټ کې ویلي و په دې هېواد کې د دوامداره پرمختګ لپاره ښځې او نجونې باید د تعلیم په ګډون له خپلو ټولو حقونو څخه برخمنې شي.
اوچا دغه څرګندونې د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو څخه د نجونو او ښځو د منع کېدو په اړه د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې کړي دي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د سې شنبې په ورځ د لوړو زده کړو ټولو موسسو ته په یوه استولي مکتوب کې ویلي چې د کابینې د پرېکړې په اساس د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی.
تر دې مخکې طالبانو ترشپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو منع کړې وې.