د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۶

ښځې

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو حقونو د احیا برخه کې پر دوو برخو سره وېشل شوي

ارشیف: کابل کې یوه ښځه د طالبانو یوه وسله وال غړي ته د کتو پرمهال
ارشیف: کابل کې یوه ښځه د طالبانو یوه وسله وال غړي ته د کتو پرمهال

ملګري ملتونه وايي، طالبان د ښځو د حقونو د احیا په برخه کې پر دوو برخو سره وېشل شوي دي.

اسوشېټېډپرېس اژانس د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند فرهان حق په وینا دا راپور ورکړی دی.

د هغه په وینا په راپور کې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو له ځپلو لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند فرهان حق ویلي چې د طالبانو د حکومت ځینې چارواکي د ښځو پر حقونو د محدودیتونو د لیرې کېدو په برخه کې څرګند دریځ لري، خو د ده په وینا ځینې نور یې په ښکاره د دغو محدودیتونو د لیرې کېدو مخالفت کوي.

د ملګرو ملتونه یوه هیئت چې مشري یې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستیالې امینې محمد کوله افغانستان ته خپل څلور ورځنی سفر د جمعې په ورځ پای ته ورساوه.

د سویډن کمېټه: ۲.۵ میلیونه افغان نجونې ښوونځیو ته له تګه بې برخې دي

په نیمروز کې د یوه ښوونځي نجونې زده کوونکې. 04 October 2022
په نیمروز کې د یوه ښوونځي نجونې زده کوونکې. 04 October 2022

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د یونسکو په حواله وايي، په افغانستان کې ۸۰ فیصده هغه نجونې او ښځې چې عمرونه یې د ښوونځیو د تګ دي او شمېر یې دوه نیم میلیونو ته رسېږي له ښوونځیو بې برخې دي.

دغې کمېټې د جمعې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي، تر هغو چې محدودیتونه سم د لاسه لیرې نه شي، د لسیزو پرمختګونه به له لاسه ووځي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه وښوده.

ملګرو ملتونو پرون د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد په حواله، چې افغانستان ته یې د یوه هیئت په مشرۍ خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه، لیکلي، دې وضعیت افغان ښځې او نجونې له داسې برخلیک سره مخامخې کړي چې په کورونو کې بندیانې دي، له حقونو یې سرغړونه کېږي او د افغانستان راتلونکی په خطر کې اچوي.

طالبان: په نیمروز کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د نیمروز ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د نیمروز ولایت موقعیت

په نیمروز کې د طالبانو امنیه قومانداني د یوې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې خبر ورکړ.

د دې قوماندانۍ د امنیت امر ملا شاه ولي ضرار ازادي راډیو ته وویل چې ښایي دې نجلۍ د کورنیو شخړو له امله ځان وژلی وي.

د ملا ضرار په وینا، دا پېښه د نیمروز په مرکز زرنج کې شوې ده.

ده په دې برخه کې نور جزییات نه دې ورکړي، خو ځینو رسنیو ویلي دي چې دا نجلۍ شپاړس کلنه وه او د کورنۍ شخړې له امله یې انتحار کړی دی.

ریچارډ بېنیټ د افغانستان د ښځینه وکیلانو ژوند ته اندېښنه څرګنده کړه

ریچارډ بېنیټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی
ریچارډ بېنیټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان د ښځینه وکیلانو ژوند ته اندېښنه څرګنده کړه.

ریچارډ بېنیټ د جمعې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې د دې وکیلانو هم ژوند په خطر کې دی او هم یې د ژوند معیشت ګډوډ شوی دی.

د ده په وینا د دې مېرمنو ارزښتمنې هڅې له منځه یووړل شوې.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ریچارډ بېنیټ ماموریت پروسږکال د اکتوبر په لومړیو کې د یوه کال په مخه تمدید کړ.

يونسکو د زده‌کړو نړيواله ورځ د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې کړې ده

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

یونسکو یا د ملګروملتو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې د جنورۍ ۲۴مه، د زده‌کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو او ښځو نوم ته ځانګړې کړه.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان ښځې او نجونې له کار او تعلیمه محرومه شوي او له همدې کبله له افغان ښځو او نجونو سره د نړیواله خواخوږي مخ په زیاتېدو ده.

د یونسکو رئیس ادرې ازولي د پنجشنبې په ورځ افغان ښځو او نجونو ته د هغوی د دغو اساسي حقونو د بېرته ورکول کېدو غوښتنه وکړه.

ده وویل، یونسکو تعلیم د ټولو انسانانو حق بولي او په نړۍ کې بل هیڅ هېواد نه ویني چې ښځې یې له دې حقه منع کړي وي.

ټاکل شوې ده چې د جنورۍ په ۲۴مه یونسکو په نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز د سرمنشي په ګډون یوه غونډه راوبولي.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې يې له خورا ابتدايي بشري حقونو بې برخې دي.

په دې غونډه کې به د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار د حق په اړه ځانګړی بحث وشي.

امينه محمد له طالب چارواکو سره د نجونو د تحصيل پر بنديز خپله اندېښنه شريکه کړې

طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.
طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينه محمد د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د نجونو د ښځو او کار او تعلیم په اړه اندېښنه ښودلې.

مېرمن امينې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په تړاو د طالبانو د پرېکړو د بیا کتنې غوښتنه کړې.

امينه محمد او مولوي حنفي پرون ماښام په ارګ ماڼۍ کې سره کتلي او د دې لیدنې جزییات او عکسونه د ارګ په ټوېټر خپاره شوي.

د اغلې محمد په حواله زیاته شوې چې په ډېرو برخو کې د ښځو د کار او فعالیت اړتیا ده نو له همدې امله دې رامنځته شوي مسایل د خبرو له لارې حل شي.

ارګ د حنفي په حواله لیکلي چې، دوی د اسلامي شریعت او افغاني عنعناتو په چوکاټ کې د روغتیا، زده‌کړو، امنیت په برخه کې د ښځو حقوقو ته درناوی کوي.

حنفي همدا راز د تور لیست، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې او دوی ته د ملګرو ملتونو د دایمي استازولۍ د څوکۍ د سپارلو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان په نه پاملرنې تورن کړی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: د افغانستان اوسنی وضعيت د ټولو لپاره د خطر زنګ دی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، هغه څه چې دا مهال په افغانستان کې روان دي، د ټولو لپاره د خطر یو زنګ دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د اسیا پسفیک څانګې پرون په ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې وروستي تحولات ښيي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د تېرو څو لسیزو لاسته راوړنې په څو میاشتو کې په اوبو لاهو شوې.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړیواله مبارزه ده او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه په هر ځای کې هماغه مبارزه ده.

وروسته له هغې چې طالبانو تېره میلادي میاشت پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو تګ منع کړ بیا یې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، دې کار یې سخت عکس العملونه وپارول او ځینو مؤسساتو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا په بشپړ ډول یا قسماً ودرول.

ځینو ادارو له دې جملې پاملرنې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د ناروې د کډوالو شورا ویلي، دوی د طالب چارواکو له ډاډ ورکولو وروسته په پام کې لري خپل ځینې فعالیتونه بېرته پیل کړي.

اوچا له بېوزلو افغانانو سره د مرستې لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون مهم وباله

ارشیف: هرات کې بېوزله مېرمنو د مرستو د ترلاسه کولو په موخه لیکه جوړه کړې ده.
ارشیف: هرات کې بېوزله مېرمنو د مرستو د ترلاسه کولو په موخه لیکه جوړه کړې ده.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو همغږه کوونکې اداره یا اوچا وایي، د دې لپاره چې په دې ساړه ژمي کې دوی ډاډه شي چې مرستې یې بېوزله ښځو او بې سرپرسته ماشومانو ته سمې رسېږي، ښځینه کارکوونکي مهمې دي.

طالبانو تېره میلادي میاشت په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه.

اوچا په ټویټر کې لیکلي چې له بېوزلو سره د کمپلو او د ژوند د ژغورولو نورو ضروري وسایلو مرستې کوي.

روانه اونۍ د افغانستان په ډېرو سیمو کې د سړې هوا وړاندوینه شوې ده.

د ځینو راپورونو له مخې د تودوخې درجه به د سانتي ګرید په حساب د افغانستان په ځینو سیمو کې تر منفي پنځه دېرشو پورې ورسېږي.

طالبانو تر شپږم ټولګي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستلو امر کړی

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې

د طالبانو د پوهنې وزارت امر کړی چې له شپږم ټولګې ښکته نجونې کولای شي بېرته ښوونځیو او ښوونیزو مراکزو ته ولاړې شي.

د راپورونو له مخې د طالبانو په مخکیني امر سره چې د متوسطې او لېسې دورې د نجونو ښوونځي یې تړلي وو په ځینو ولایتونو کې ابتدایه دوره نجونې هم درسونو ته نه پرېښودل کېدې.

د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله اغا دوشنبه ناوخته په دې اړه په یوه مکتوب کې امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې باید له شپږم ټولګي ښکته د نجونو ښوونځي، مدرسې، کورسونه او د موسسو له خوا تمویلیدونکي ټولګي په بشپړه توګه بېرته فعاله شي.

د پوهنې وزارت همداراز ښځینه ښوونکو ته ویلي چې په خپل حجاب کې په پوره ډاډ بېرته تدریس ته دوام ورکړي.

اوچا د ژوند په ټولو چارو کې د افغان ښځو ونډه حیاتي بولي

ارشیف: په کابل کې معترضې مېرمنې د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه د لاریون پرمهال
ارشیف: په کابل کې معترضې مېرمنې د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه د لاریون پرمهال

له افغانستان سره د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو همغږۍ اداره یا اوچا وایي، ښځې باید د بشري مرستو د چارو په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې حیاتي ونډه ولري.

اوچا نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغې ونډې باید درناوی وشي او هم وساتل شي.

په عین حال کې د ناروۍ د کډوالود شورا مشر یان ایګلنډ وایي، په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کاربندیز به ناوړه پایلې ولري.

ایګلنډ په یوه ټویټ کې ویلي، ۶ میلیون وګړي به له قحطۍ سره مخ شي، ۶ لکه ماشومان به له زده کړې محروم شي، ۱۳،۵ ملیون وګړي به له پاکو اوبو برخې او ۱۴،۱ میلیون وګړي به هم د خوندیتوب له خدمتونو بې برخې شي.

ایګلنډ نن مخکې په یوه بل ټویټ کې ویلي و، شورا یې چمتو ده چې سر له سبا په دې هېواد کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي، خو په دې شرط چې اړو کسانو ته د مرستو رسولو په چارو کې د دې شورا د ټولو ښځینه او نارینه کارکونکو پرمخ خنډونه لیرې شي.

دغې شورا د تېرې ډسمبر میاشتې په ۲۴مه وروسته له هغې په افغانستان کې د مرستو رسولو ټولې چارې ودرولې چې د طالبانو د اقتصاد وزارت په ټولو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

ایګلنډ ویلي، ۴۶۹ ښځینه کارکوونکي یې په افغانستان کې اوه لکه افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې حیاتي ونډه لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG