د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۵

ښځې

رينا اميري: پر نجونو د محدوديت زياتولو سره طالبان له نړيوالې ټولنې واټن ډېروي

رينا اميري
رينا اميري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په زیاتولو له نړیوالې ټولنې سره خپل واټن لا پسې ډېروي.

هغې دا خبره نن په خپل ټوېټر لیکلې ده.

رینا امیري دې ته هم اشاره کړې چې طالبان پخوانیو تګلارو ته ستانه شوي هغه چې په نويمه لسیزه کې حاکم وو.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وروسته تر هغه دا څرګندونې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر طالب مشرانو د امریکا د ویزو بندیز اعلان کړ.

ښاغلي بلېنکن ویلي، چې پر افغان ښځو د طالبانو له‌خوا د تعلیم او کار د بندیزونو پرېکړې د امریکا د دغه اقدام لامل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې واشنګټن به له خپلو متحدو هېوادونو سره په همغږۍ کار ته دوام ورکړي څو طالبانو ته څرګنده کړي چې د دوی کړنې به د پام وړ تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره به یې د اړیکو د ښه کېدو مخه ډب کړي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار مخه ونیوله او تر هغه مخکې یې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.

پر طالبانو دا بنديزونه داسې مهال ولګېدل چې د نجونو د ثانوي او لېسو دورې ښوونځي یې له څه باندې ۵۰۰ ورځو راهیسې تړلي.

ټام وېسټ: افغان نجونې او ښځې له رواني فشارونو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغان ښځې او نجونې چې په کور کې بندیانې دي او نه‌شي کولای ازادانه تګ راتګ وکړي یا زده‌کړې ترلاسه کړي، له خورا ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.

ټام وېسټ بیګا په څو ټویټونو کې ویلي، چې له یو شمېر زړه‌ورو افغان ښځو سره یې کتلي او مهمې غوښتنې او مشاهدې یې اورېدلي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي له کړاونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د دوی اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

په هغې اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوري په ۲۹مه خپره کړې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به په دغه سفر کې چې د فبرورۍ میاشتې تر۴مې نېټې دوام کوي، له پاکستان، جرمني او سویس څخه کتنه تر سره کړي او له خپلو شریکانو، افغانانو او له بشري مرستندویه ډلو سره به د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

یوناما د کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون د طالبانو بندیز غندلی

ارشیف: په فاریاب کې د کانکور ازموینه کې نجونې ګډونوالې
ارشیف: په فاریاب کې د کانکور ازموینه کې نجونې ګډونوالې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه چې د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون یې بندیز لګولی دی، غندلې او د دې پرېکړې د سمدستي لغو کېدو غوښتنه یې کړې.

طالبانو د شنبې په ورځ د سلواغې په اتمه په یو رسمي مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکړ چې تر بلې خبرتیا پورې د ښوونځیو نجونو فارغانو ته په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې د دې حکم له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

یوناما پرون په یوه بیان کې د طالبانو دا پرېکړه پر ناسم لوري یوبل ګام بللی او وايي، دا حکم د طالبانو له مخکېنۍ ژمنې سره چې د نوي هجري لمریز کال له پیل سره سم به د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانېزي په ټکر کې دی.

ایټالیا کې پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر خلاف لاریون شوی

په ایټالیا کې د پي ټي ایم د اروپا څانګې د لاریون کوونکو پلویانو انځور
په ایټالیا کې د پي ټي ایم د اروپا څانګې د لاریون کوونکو پلویانو انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم اروپايي څانګې په لسګونه پلویانو پر افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار د محدودیتونو خلاف په ایټالیا کې لاریون وکړ.

د پي ټي ایم یوه غړي عبدالله احسان ازادي راډیو ته ویلي، د لاریون برخه والو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو د تعلیم، تحصیل او کار حق دې نه ځنې اخیستل کېږي.

لاریونوالو له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې په دې برخه کې دې پڅ چلند نه کوي، بلکې خپل دریځ دې قاطع او روښانه کړي.

دا لاریون داسې وخت کېږي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پرون شنبه نادولتي پوهنتونونو ته هم امر وکړ چې د کانکور په راروانو ازموینو کې نجونو او ښځو ته د ګډون حق ورنه کړي.

شاوخوا ۵۰۰ ورځې کېږي چې نجونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه شي کولای، تېره میاشت ښځې او نجونې پوهنتونو ته له تګ هم منع شوې او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګېد.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان دې د نجونو پر زده کړو ظالمانه بندیز لغوه کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غواړي چې د نجونو د تعلیم پر وړاندې تبعیضي چلند پای ته ورسوي.

انټونیو ګوټېریش د جنوري د ۲۴مې د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر ټویټر لیکلي، هغه وخت رارسېدلی چې ټول هغه تبعیضي قوانین او اقدامات چې د تعلیم مخه نیسي پای ته ورسېږي.

هغه زیاتوي: "پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو او لېسو او د نجونو پر پوهنتونونو ظالمانه بندیز لغوه کړي."

له دې مخکې د ملګروملتونو روزنیزې، علمي فرهنګي ادارې یونسکو او د کډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ هم ورته غوښتنه کړې وه.

د یونسکو د ارقامو له مخې د افغانستان په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې د نجونو شمېر اوسمهال د ۲۰۰۱ کال په څېر صفر ته رسېدلی.

طالبان له نږدې یونیم کال راهیسې چې واک ته رسېدلي دي په دې تړاو اندېښنې پر ځای بولي، خو وایي چې د زمینې له برابرولو وروسته به نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي.

ملګرو ملتونو افغان نجونو ته د زده کړو د لاسرسي غوښتنه وکړه

ارشیف: د افغانستان د نجونو د ښوونځیو یو ټولګی
ارشیف: د افغانستان د نجونو د ښوونځیو یو ټولګی

د ملګرو ملتونو ادارو د زده کړو په نړیواله ورځ زده کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو ښونیزې، علمي او فرهنګي څانګې یونسکو نن د جنورۍ په ۲۴مه یوه ټویټ کې ویلي، دا مهال په منځنیو او لېسو ښونځیو کې د افغان نجونو شمېر د ۲۰۰۱ کال په څېر صفر ته رسېدلی دی.

دغې ادارې ویلي، ۲۰۲۱ کال کې په تقریبي ډول هرو لسو نجونو کې ۴ هغه په افغانستان کې ښونځیو ته تللې، خو اوس یې شمېر معلوم نه دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم نن ویلي، زده کړه د ټولو حق دی او افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم زده کړو ته د لاسرسي حق لري.

د دغه سازمان په خبره، زده کړې کولای شي ټولنه له بې وزلۍ څخه د اقتصادي غوړېدو خواته بوځي.

طالبانو پخوا ویلي، دوی په دې تړاو د نړیوالو اندېښنې پر ځای بولي، خو وایي د زمینې په برابرولو به نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شي.

نن د جنوري ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ ده

ارشیف: په افغانستان کې نجونې زده کوونکې چې اوسمهال له زده کړو محروم دي.
ارشیف: په افغانستان کې نجونې زده کوونکې چې اوسمهال له زده کړو محروم دي.

نن د جنوري ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو ښوونځي تر بلې خبرتیا پورې بند شول او پوهنتونونو ته د نجونو پرتګ هم یوه میاشت مخکې بندیز اعلان شو.

د طالبانو دا اقدامات د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شول.

د ملګروملتونو عمومي اسمبلې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې د جنوري ۲۴ مه د دې لپاره د زده کړو د ورځې په توګه ونوموله چې په سوله او پرمختګ کې د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړي.

اوچا: اړمنو افغانانو ته د مرستې لپاره د ښځینه کارکوونکو ونډې ته اړتیا ده

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون اداره یا اوچا وايي چې په افغانستان کې اړو خلکو ته د مرستو د رسولو په چاره کې د ښځینه کارکوونکو ونډې ته اوسمهال خورا ډېره اړتیا لیدل کېږي.

اوچا پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان له درېیو یوه برخه وګړي د ژوند ژغورنې مرستو ته اړ دي، په خوندي او بامفهومه ډول او له خنډ پرته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو برخې اخیستنې ته اوس تربل هروخت زیاته اړتیا لیدل کېږي.

د طالبانو حکومت نژدې یوه میاشت مخکې په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې په غبرګون کې یې ډېرو خیریه ټولنو خپل ځینې فعالیتونه وځنډول او دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ژمي په سړو کې خلک په بېساري ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې سملاسي دې د نجونو ښوونځي پرانيزي

اروپایي ټولنې د طالبانو له حکومته غوښتي چې سملاسي ټولو نجونو او مېرمنو ته د ښونځیو دروازې پرانیزي.

د دغې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بوریل د دوشنبې په ورځ (د سلواغې/دلوې په دریمه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د ښونځیو تړل د طالبانو د پخوانیو ژمنو خلاف یو کار دی.

اعلامیه کې چې د دغې ټولنې پر وېبپاڼه خپره شوې راغلي، اروپایي ټولنه هیله لري چې د طالبانو حکومت له افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړي.

اروپایي ټولنې له تعلیمه د نجونو منع کول د ښځو او مېرمنو لپاره لوی شاتګ بللی او ټینګار یې کړی چې د یوه پر ځان بسیا او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو زده‌کړې مهمې دي.

جوزف بوریل دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د دوشنبې په ورځ بروکسل د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې د یوې غونډې کوربه دی.

ملګري ملتونه: د زده کړې نړیواله ورځ به افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې شي

ارشیف: د افغانستان د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی
ارشیف: د افغانستان د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی

ملګري ملتونه وايي، نړیواله ټولنه دا مسوولیت لري چې له ځنډ پرته د افغان نجونو او ښځو حقونه بېرته رعایت شي.

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د دې سازمان ښوونیزې، علمي او فرهنګي ادارې یا یونیسکو عمومي مدیرې اندرې ازولای اعلان کړی چې د زده کړې نړیواله ورځ به افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې شي.

د جنورۍ ۲۴مه یعنې راروانه سې شنبه د تعلیم نړیواله ورځ ده.

په پام کې ده یونیسکو د یوې لویې غونډې په جوړولو سره د افغان ښځو پر زده‌کړو د بندیز د ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه وکړي.

له فشارونو سره- سره طالبانو نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او تېره میاشت یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG