د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۳

ښځې

ملګري ملتونه: په نړۍ کې له هرو درېیو څخه یوه ښځه تاوتریخوالي سره مخ کېږي

ارشیف: د بې وزله افغان مېرمنو یو انځور
ارشیف: د بې وزله افغان مېرمنو یو انځور

د ملګرو ملتونو جینوا دفتر وايي، په نړۍ کې له هرو درېیو څخه یوه ښځه د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو په خبره اکثره دا تاوتریخوالی له ښځو سره د هغوی خاوند/ملګری کوي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په کې ښځې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې ویلي د طالبانو په بیا واکمنېدو پکې ښځې له تعلیم او کاره منع شوي او معترضې ښځې له زنداني کولو رانیولې د بېلابېلو تاوتریخوالیو هدف ګرځېدلي.

ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو سرغړونه ده او پایلې یې د مرګ په ګډون ویجاړونکي وي.

د ملګرو ملتونو جینوا څانګه چې د بشري حقونو اړوند مساییل تعقیبوي غوښتنه کړې، چې راځئ د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ته نه ووایو!

اوچا: په افغانستان کې دې ښځې د ښځو تر څنګ ودرېږي

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې ښځې د ښځو تر څنګ ودرېږي.

اوچا پرون جمعه په یوه مفصله اعلامیه کې یو وار بیا پر طالبانو انتقاد وکړ چې په نادولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

په دوام راغلي چې ښځې په نادولتي موسسو کې له ۳۵ تر ۴۰ فیصدو پورې کاري قوه جوړوي چې په ټوله کې د بشري فعالیتونو کې ۸۰ فیصده برخه پرمخ بیايي.

د اوچا په وینا، هڅې روانې دي چې طالبان په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز پای ته ورسوي.

طالبانو دوې میاشتې مخکې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د نړيوالو کړکېچونو ډله: پر ښځو محدوديت او د مرستو بندېدل به افغانستان لا بحراني کړي

ارشيف
ارشيف

د نړیوالو کړکېچونو ډلې، ICG خبرداری ورکړی چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر حقونو محدودیتونه او په غبرګون کې یې د نړیوالو مرستو ناڅاپه بندېدل به د افغانستان وضعیت لا پسې خراب کړي.

دغې ډلې نن پنجشنبې په یوه نوي راپور کې ویلي چې، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د خپل شخصي باور له‌مخې او د خپل واک د ثابتولو لپاره نجونې او ښځې له زده‌کړې او کار کولو راګرځولي دي.

په تېره ډسمبر میاشت کې د طالبانو له لوري په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ډېرې مؤسسې دې ته اړې کړي چې، په افغانستان کې خپل فعالیتونه بشپړ یا یې ځینې برخې ودروي.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له‌مخې ICG په دغه راپور کې ویلي، پر طالبانو اقتصادي فشارونه به اغېزمن نه‌وي ځکه هغه یوازې په دې هېواد کې کړاونه، په تېره د ښځو په برخه کې زياتوي.

د نړیوالو کړکېچونو ډله په دې باور ده، د ستونزې حل لاره دا ده چې د افغانستان په مهمو بنسټیزو تاسیساتو باندې پانګونه وشي ځکه په اوس وخت کې د طالبانو بدیل نه‌شته.

دغه راز ویل شوي چې اوس په دې هېواد کې پانګونه ارزانه ځکه ده چې جګړه درېدلې، فساد کم شوی او په همدې خاطر پراختیایي پروژې دومره ګرانې نه پرېوځي.

یو شمېر قراردادیانو له ICG سره په خبرو کې ویلي چې، اوس د بندونو پر جوړولو، د سړکونو په پخولو او د برښنا مزو پر غځولو د له ۲۰۲۱ کال مخکې په پرتله له نیمایي کم لګښت راځي ځکه هغه مهال جګړې امنیتي لګښتونه زیات کړي و او هم بډې اخیستل ډېر دود و.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د نجونو ژوند خراب شوی

ارشيف
ارشيف

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ژوند ډېر خراب شوی دی.

دوی تېره شپه په بروکسل کې د بهرنیو اړیکو شورا له غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې وویل، د افغانستان ښځې په تدریجي ډول له عامه ځایونو، ښونځیو، پوهنتونونو او کارځایونو څخه حذفیږي او مجبوریږي چې کور کې کیني.

که څه هم طالبان تل ادعا کوي چې ښځو ته یې د اسلامي اصولو له‌مخې حقونه ورکړي دي، خو پر دوی د نړیوالو له‌خوا نیوکه کېږي چې د ښځو لومړني حقونه یې نقض کړي دي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د نجونو منځنۍ او لېسې ښونځي بند دي او تېره دسمبر میاشت کې د نجونو پوهنتونونه هم بند اعلان شول.

طالبانو په دې وروستیو کې ښځې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو هم منعه کړې.

د ملګرو ملتونو بياځلي ټينګار: افغان نجونې بايد ښوونځيو ته پرېښودل شي

هرات کې د نجونو يو ښوونځی، ارشيف
هرات کې د نجونو يو ښوونځی، ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان یو وار بیا ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځیو ته پرېښودل شي.

د ملګرو ملتونو جنوا څانګې په خپل ټوېټر د افغان نجونو د روبوټیک ټیم د کپټانې سمیه فاروفي خبرې خپرې کړي چې په نړیوالو غږ کوي افغان نجونې هېرې نه‌کړي.

نوموړې ويلي: "د افغان نجونو لپاره شرایط خورا خرابه دي. هغوی ښوونځیو او پوهنتونو ته نه پرېښودل کېږي. له خپلو اساسي بشري حقونو محرومې دي. له نړیوالو مشرانو او خلکو غواړم چې افغانستان څخه ملاتړ وکړئ او ړافغان نجونې شاته مه پرېږدئ ځکه موږ هم د دې ټولنې او نړۍ برخه یو."

سمیه فاروقي په نړۍ کې له ښوونځیو د سلګونه میلیونو محرومو هلکانو او نجونو د ملاتړ په هدف یوې غونډې کې نن غږېدلې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له‌مخې په ټوله نړۍ کې ۲۲۲ میلیونه نجونې او هلکان له تعلیمه محرومه دي.

د طالبانو يو چارواکی: راتلونکي پسرلي کې به د نجونو زده‌کړه او تحصيل بېرته پيل شي

ارشيف
ارشيف

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي ویلي، په راتلونکي پسرلي او د نوي تعلیمي کال په پيل سره به د نجونو تعلیم او تحصیل بېرته پیل شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مسوول عبدالحق حماد امریکا غږ ته ویلي، د دغه هدف لپاره د جوړو شویو کمېټو چارې ګړندۍ شوي دي.

د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو که څه هم تر اوسه په دې اړه ښکاره څه نه‌دي ویلي، خو د پوهنې یو شمېر فعالان وایي، له پسرلي وروسته د نجونو د زده‌کړو بندیز ته پلمه نه پاتې کېږي.

تېر کال پسرلي کې هم طالب ویاندویانو د نجونو د ښونځیو د پرانيستو خبره کړې وه، خو د تعلیمي کال له پيل سره د نجونو ښونځي خلاص نه‌شول.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او تېره دسمبر میاشت کې یې د نجونو پوهنتونونه هم تر دویم اعلان پورې بند اعلان کړل.

ملګري ملتونه: زده‌کړه او تحصيل د افغان نجونو بشري حق دی

ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، تعلیم او تحصیل یو بشري حق دی، چې سترګې نه‌شي ورڅخه پټېدلای.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ د اسیاپسفیک څانګې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، زده‌کړې که لومړنۍ، منځنۍ او لوړې وي، په هر پړاو کې یو بشري حق دی.

د ټویټ له‌مخې په افغانستان کې ښځې او نجونې د یوه چانس مستحقې دي، چې خپل ټول ظرفیتونه وښيي او د خپل هېواد په پرمختیا کې ونډه واخلي.

طالبانو لا هم نجونو ته په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو د پوهنتونو زده‌کړې هم منع اعلان کړې.

اوتنبایووا د افغان ښځینه مدافع وکیلانو د کاري جوازونو د تمدید غوښتنه کړې

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د طالبانو د عدلیې له سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي څخه د ښځینه مدافع وکیلانو د کاري جوازونو د تمدید غوښتنه وکړه.

یوناما نن سهار په خپل ټویټر کې ویلي، د ۱۳۰۰ نارینه مدافع وکیلانو کاري جوازونه تمدید شوي، خو هغې له عبدالحکیم شرعي غوښتنه وکړه چې د ښځینه مدافع وکیلانو کاري جوازونه هم تمدید کړي.

د یوناما په حواله اوتنبایووا ویلي چې د دغو ښځینه مدافع وکیلانو تجربې د دې لپاره مهمې دي، چې افغان ښځو او ماشومانو ته عدالت ورسېږي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا محدودیتونه زیات شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کرن ډیکر: افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافېرې پرون د فبرورۍ په ۱۱مه د 'ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو' د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي.

هغې پوښتنه کړې چې افغانستان څه ډول ساینس پوهانو ته اړتیا لري؟

کرن ډیکر پرون په خپل ټویټر کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم د غړو په ګډون د یو شمېر افغان ښځینه ساینس پوهانو یادونه هم کړې ده.

هغې د افغان نجونو د تعلیم د بندیزونو په لرې کولو ټينګار کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان له نیولو وروسته پر ښځو سخت بندیزونه ولګول.

لومړی یې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې او په دې وروستیو کې یې پوهنتونونو ته د افغان نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستندويه بنسټونو فعاليت د ښځينه کارکوونکو له کار سره تړلی

يوه ښځينه روغتيايي کارکوونکې، ارشيف
يوه ښځينه روغتيايي کارکوونکې، ارشيف

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د مدني ټولنې ۹۳سلنه سازمانونو او بنسټونو ویلي چې، که ونه‌شي کولای چې ښځینه کارکونکې وګماري نو به دې ته اړ شي چې خپل فعالیتونه کم یا یې بشپړ ودروي.

ملګروملتونو نن په یوه ټویټ کې ویلي، د بشري مرستو ښځینه کارکونکې د ژوند ژغورنې د مرستو په رسولو کې خورا مهمې دي.

دغه وروستی جنسیتي خبرداری د ملګروملتونو د ښځو څانګې ورکړی دی.

تر دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د تېرې دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او اوس‌مهال افغان نجونې او ښځې په خپل وطن کې د تبعید شویو په څېر ژوند لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG